د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د عادل اوکسوز اړوند د امریکا څرګندونې د قناعت وړ ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه نیټه د کودتا پر مهال د پلازمینې انقرې د اکنجي په نامه په عسکري هډه کې نیول شوي د فتح الله ګول ترهګریز سازمان جګپوړی چارواکی او د هوايي ځواکونو مسئول چې وروسته د یاد شوي سازمان د قاضیانو لخوا خوشې شوی وو او د هغه نیټې نه راپدیخوا فراري دی ، د جولای په ۲۱ مه نیټه ورسره په استانبول کې د امریکا جنرال قونسلګرۍ د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي دي. د نوموړي فرادري کودتاچي سره د امریکا د قونسګلرۍ لخوا د خبرو کولو په اړه ډول ډول پوښتنې پیدا شوي دي. ترکیې پدې اړه د امریکا د سفارت نه د سپیناوي غوښتنه وکړه. د امریکا سفارت په سپیناوي کې ویلي دي چې عادل اوکسوز ته يي د امریکا د ویزې د لغوه کیدو په اړه د معلوماتو ورکولو په خاطر ټیلیفون کړی وو. د ترکېې لومړي وزیر د امریکا د سفارت دا سپیناوی کافي او د قناعت وړ ندی بللی او پدې اړه يي ترینه د قناعت وړ معلوماتو غوښتنه کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې په هیواد کې د جرمني د اړوند د ټولنو په اړه د ترهګرو نه د ملاتړ په خاطر څیړنې پیل کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ډیرو ترهګریزو فعالیتونو تر شا د جرمني اړوند ټولنو لاس دی . په خبر کې راغلي دي جرمني چې د یو پلو نه په اروپا کې د فتح الله ګولن ، پې کاکا او نورو ترهګرو ډلو لپاره د ترکیې پر خلاف د فعالیتونو هر ډول فرصت او زمینه برابروي د بله پلوه په ترکیه کې د خپلو ملکي ټولنو او وقفونو په واسطحه ترهګریزو فعالیتونو نه ملاتړ کوي. په ترکیه کې ۲۲ بهرني ټولنې او وقفونه فعالیت کوي چې ډيری د جرمني هیواد اړوند دي. په څيړونو کې معلومه شوې ده چې دا وقفونه د ډیری ترهګریزو بریدونو تر شا په یو ډول نه په یو ډول لاس او ارتباط لري. همداشان د جرمني استخباراتو چې د ګیزې مظاهرو پر مهال خلک د دولت پر خلاف راپاڅولي وو د هیواد په ختیځ کې پې کاکا ترهګرې ډلې ته په پټه توګه وسلو او مهماتو اکمال دنده په غاړه درلوده. همداشان نن ورځ د جرمني استخبارات په اروپا او ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه د ټولپوښتنې پر خلاف فعالیت کوي.
د وطن ورځپاڼې « د بوکینګ ډاټ کام د سایټ فعالیت په ترکیه کې ودرول شو » د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د استانبول د تجارت ۵مې محکمې په انلاین توګه د هوټلونو د ریزرویشن په برخه کې فعالیت کوونکي د بوکینګ ډاټ کام انټرنټي پاڼې د ترکیې د فعالیتونو د درولو حکم وکړ.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د ګرځندوی د نماینده ګیو ټولنې د ګرځندوی د نماینده ګیو سره د بې عدالته رقابت کولو له امله په محکمه کې د یادې شوې ویب پاڼې پر خلاف اقامه د دعوا کړې وه. محکمې د نوموړې دعوا د څیړونو نه وروسته په ترکیه کې د یادې شوې انټرنټ پاڼې د ټولو فعالیتونو د درولو حکم وکړ. محکمې د ترکیې د معلوماتي تکنالوژۍ ادارې ته د بوکینګ ډاټ کام د انټرنټ پانې په ترکیه کې د ټولو فعالیتونو د درولو امر کړی دی.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې پر خلاف په خبرو کې باید د دقت نه کار واخلو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان پخواني لومړي وزیر کوستاس سمیتیس د ۱۳ کلونو وروسته په لومړنۍ مرکه کې د یونان په چارواکیو د ترکیې پر خلاف لا په دقت کولو غږ کړی دی . هغه د یونان د دفاع وزیر ته په اشارې سره ویلي دي چې د ترکیې پر خلاف باید د پارونکو څرګندونو او اقداماتو نه ډډه وشي. هغه په دواړو هیوادونو غږ کړی دی چې د هر ډول تحریک امیزه اقداماتو نه ډډه وکړي تر څو یو ځل بیا د ۱۹۹۶ کال په څير د پیښو شاهدي ونکړو.
هغه ویلي دي چي نوناني مقامات باید د ډیر دقت نه کار واخلي .