د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

700466
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « ډیموکراسۍ ترکیې ته پناه راوړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  سر سلاکار محمد اوچوم  په نړۍ او ترکیه کې د ډیموکراسۍ او نړۍوالې سرمایې د اړیکو په اړه  ارزونې وکړې.

هغه ویلي دي چې  په لویدیځه نړۍ کې  ډیموکراسي  د ټولنو  د رفاح  له مخې  جوړیږي  چې  د سرمایې کنټرول  په لاس کې لري. د همدې امله  په لویديځ کې  ډیموکراسي  د سرمایې تر کنټرول لاندې ده  چې دې خبرې  ډیموکراسۍ ته  ستر زیان اړولی دی. په لویديځ کې چې په کومه اندازه  د خلکو  رفاح  کچه  ټیټې کیږي  په همدې کچه  ډیموکراسۍ هم  ضعیفیږي. په لویدیځ کې  د ډیموکراسۍ  جلا  د لمنځه تلو په حال کې ده. ددې خبري  لامل  بیا توکمپالنه، د بهرنیانو سره دښمني، فاشیزم او نازیزم  دی.

هغه ویلي دي چې په ترکیه کې بیا  ډیموکراسۍ  د سرمایې یا د ټولنې د رفاح  له مخې  نه  بلکې  د ټولنې  د ځان د افاده کولو پر بڼسټ  جوړه شوې ده . په ترکیه کې د ډیموکراسۍ  بڼسټ  ډیر زیات قوي دي. په ترکیه کې ددینه وروسته  یواځې او مشروع  سیاست  په مستقیم توګه  په  ملت  تکیه  سیاست  دی.

د حرییت ورځپاڼې  « د نړۍ نامتو شرکتونه د ترکیې په خاطر کمپاین کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې فعالیت کوونکي  د نړۍ نامتو شرکتونه  دا ځل د ترکیې په خاطر  کمپاین کوي. د ترکیې د اقتصاد د وزارت په مشرۍ د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو بازارونو د ټولنې او د ترکیې د صادراتو د مجلس په همکارۍ  د ترکیې  دوستان  ترکیه  نړۍ ته  معرفي کوي.

دا کمپاین به  په امریکا متحده ایالتونو، جرمني، انګلستان، فرانسه، ایټالیا، روسیه او متحده عربي اماراتو کې  پیل شي. په ترکیه کې فعالیت کوونکي  د جنرال الکترونیک، سبیربانک، فیات، فورد، دانوني، هونډايي، نو وارتیس او ویدافون په څیر  د نړۍوالو شرکتونو  مشران  په ترکیې باور وکړۍ  ، باور وکړه او ګټه  وکړه  تر شعارونو لاندې  ترکیه  نړۍوالو پانګه والو ته معرفي کړي. دوی به  په ترکیه کې  د پانګه اچونې  فرصتونو ته  ټولو ته بیان کړي.

د خبرترک ورځپاڼې  « د سړوخونو د سکتور لپاره  ستر هدف  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو ټولنې  د سړو خونو د سکتور  په اړه  د جوړ کړي  راپور له مخې  په ترکیه کې د سړوخونو سکتور ۱۲ میلیارده ډالرو ته  رسیدلی دی  چې په نړۍ کې  په ۲۲م کتار کې ځای لري. دا سکتور  په پام کې لري چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې د نړۍ په لومړنیو  ۱۵ هیوادونو کې  داخل شي. همداشان  دې سکتور  ۳۹ میلیارده ډالره  ستر هدف ټاکلی دی.

د وطن ورځپاڼې  «  ترکیه غواړي چې امریکا  ته مرمر  صادر کړي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مرمرو صادرونکو  په امریکا کې  د نوو بازارونو د موندولو په خاطر په حرکت پیل وکړ. د استانبول  د معدني توکو د صادراتو ټولنې استازي  د اپریل په ۴ مه نیته د امریکا د اولاندو په ایالت کې جوړیدونکی  په ننداراتون کې ګډون کوي. پدې نندارتون کې به د ترکیې نه  ۸۰ شرکتونه  ګډون وکړي.

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي  د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین په پام کې لري چې د امریکا  متحده ایالتونو د انډیاناپولیس د ایالت اړوند د فوټبال د لوبډلې  انډي ایلیون  سپانسري  په غاړه واخلي. د ترکش ایرلایین او یادې شوې لوبډلې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې  ددینه وروسته به  یاده شوې لوبډله  ملي او نړۍوالو سیالیو ته  ترکش ایرلایین  انتقالوي.



اړوند خبرونه