د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719156696)
د صباح ورځپاڼې « د اروپا ماسک وغورځید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پدې وروستیو ورځو کې په اورپا کې روان پرمختګونه د ترکیې پر خلاف د مبارزې په برخه کې د نوې څپې د پيلیدو ښکارندويي کوي. ولسمشر اردوغان وویل « اروپا تر اوسه پورې خپلو غلامانو او لاسپوڅو ته د وسلو په ورکولو سره او د ترهګریزو سازمانونو په سرونو د لاسونو د راښکدولو او د یو ډالر په بدل کې د خرڅ شوو خایینو سره د ترکیې پر خلاف عملیات ترسره کول خو نن ورځ پخپله د ډګر ته راښکته شوي دي. نن ورځ د ټولو د سترګو پر وړاندې د ترکیې سره دښمني کوي.»
د اروپا ماسک وغورځید. اروپا اصلي څیره ټولو ته په ډاګه شوه. اروپا د ترکیې سره د ښمنۍ له امله ډیپلوماسي یوې غاړې ته پریښې ده. هغوې اوس خپل نیتونه نه پټوي.
ولسمشر اردوغان په اروپا غږ وکړ « هر هغه څوک چې غواړي پدې ډول مونږ وګواښي هغوې په اصل کې خپلو ځانونو ته فریب ورکوي. ځکه چې د هغه پخواني وختونه تیر شول. هیڅوک زمونږ ملت په ګونډو کولی نشي. »
د سټار ورځپاڼې « جرمني د ترهګریزو سازمانونو نه په ښکاره توګه ملاتړ کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ د جرمني لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې ته د لاریون د اجازې ورکولو په اړه وویل « لومړی مونږ د جرمني دا دوه مخې چلند په کلکو ټکو غندو، دا مسله د ډیموکراسۍ، د وینا ازادي، د غونډو د حق او یا بل څه سره تړاو نلري. د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هیڅ کوم ډیموکراټ دولت ترهګریزو سازمانونو ، هغه ترهګرو ته چې د بې ګناه انسانانو په وینو لاسونه سره وي د دا ډول غونډو او لاریونونو فرصت نه ورکوي او ورکولی نشي.» هغه وویل چې جرمني نن ورځ د پې کاکا، فتح الله ګولن او نورو ترهګرو ډلو او سازمانونو لپاره په ډاډمن بندر او مرکز بدل شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « په لسګونو زرو تنو د مشعلونو سره د چناک کلا د شهیدانو په خاطر لاریون وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د چناک کلا د جګړې د ستر بري ۱۰۲یمه کلیزه او د شهیدانو ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. په خبر کې راغلي دي چې پدې مراسمو کې د ګډون په خاطر چناک کلا ولایت ته تللو په لسګونو زرو تنو د سهار په وختي ساعتونو کې د ګالیبولو په ټاپو کې د غونډې په خاطر لاریون وکړ. په لسګونو زرو تنو د شهیدانو د څلي زیارت وکړ. همداشان پدې ساعتونو کې بیا د ترکیې د هوايي ځواکونو اکروباتیک ډلې جیټ الوتکو سره په زړه پورې ننداره وړاندې کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « روسي شتمن هم د ترکیې د هوايي شرکت ځانګړو الوتکو ته ترجیح ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د خلیج د هیوادونو د شتمنو عربانو نه وروسته داځل شتمنو روسانو هم د ترکیې د هوايي شرکتونو ځانګړو الوتکو په کرا کولو پیل کړی دی. د ترکیې پلوریس ایر د هوايي شرکت ریس ویلي دي چې تیر کال د منځني ختيځ او خلیج د هیوادونو یو زیات شمیر شتمنو کسانو د رخصتۍ د تیرولو په خاطر زمونږ نه مدرنې او لوکسې خصوصي الوتکې په کرا کړې وې. سږ کال روسانو هم وړاندیز کړی دی . هغه وویل چې په سږني اوړي کې به یو زیات شمیر شتمن روسان د رخصتي تیرولو په خاطر په لوکسو خصوصي الوتکو کې ترکیې ته راولي .
د وطن ورځپاڼې « د محبت مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هالیود د سینما نامتو ستوري بن ستیلر د سومالي د خلکو لپاره چې پدې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د سختي قحطۍ سره مخامخ دي د مرستو راټولو په کمپاین پیل کړی دی . هغه خپله مینه او محبت واستوۍ د شعار لاندې د سومالي خلکو لپاره د مرستو په راټولو پیل کړی دی . همداشان دا کمپاین د ترکیې د هوايي کرښو د شرکت په مرسته میلیونونو تنو ته رسول شوی دی . ویل کیږي راټولې شوې مرستې د ترکیې د هوايي کرښو د شرکت لخوا په وړیا توګه د سومالي خلکو ته رسول کیږي. په مرستو بار لومړنۍ الوتکه به د مارچ په ۲۷ مه نیټه د سومالي په پلازمینه موګادیش کې ښکته شي. د ترکیې د هوايي کرښو شرکت دې اقدام د ټولو پام ځانته رااړولی دی. یو زیات شمیر نامتو څیرو د ټولنیزې مډیا له لارې د ترکیې هوايي کرښو شرکت نه په مننې سره ویلي دي چې ددینه وروسته به ستاسې سره سفر وکړو.