د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « اردوغان : د هالنډ لومړی وزیر دې لومړی ډیموکراسي زده کړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ د لومړي د هغه څرګندونو په مقابل کې چې ویلي دي د هالنډ بادارن مونږ یو سخت غبرګون څرګند کړ. ولسمشر اردوغان د هالنډ په لومړي وزیر د نیوکې سره وویل چې « لومړی ډیموکراسۍ په معنا ځان پوه کړه ځکه چې د ډیموکراسۍ په معنا تر اوسه پورې پوه شوی نه يي. زما د هیواد بادار زما ملت دی. هر هغه څوک چې ځان د خپل هیواد بادار بولي هغه په اصل کې خپل ملت ته سپکاوی کوي. مونږ هیڅکله ځان د خپل هیواد بادار ګڼلی ندی. روتي باید لومړی دا خبره زده کړي. مونږ چې کله د سیاست پدې لوی سفر او مزل پيل کولو دا سفر مو په خپل ملت د بادارۍ په خاطر نه بلکې د ملت لپاره د خدمتګارۍ په خاطر پيل کړ.»
ولسمشر اردوغان وویل چې سبا د مارچ ۱۵ مه په هالنډ کې ټولټاکنې کیږي. په هالنډ کې د میشتو ترکانو نه زمونږ غوښتنه هر هغه نوماند چې ترکیې ته نږدی وي او د ترکیې په اړه نیک نیت ولري هغه ته رای ورکول دي.
د خبرترک ورځپاڼې « د هالنډ سره اړیکې وځنډول شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالنډ لخوا د ترکیې د وزیرانو سره د فاشیست او نازیزم چلند نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه د رامنځته شوي ډیپلوماتیک بحران له امله په لوړه کچه په تعلیق کې واچول شوې.
همداشان ترکیې د هالنډ په سفیر ترکیې ته په راننوتو بندیز ولګو. ددینه وروسته هالنډي ډیپلوماټانو او لوړ پوړو چارواکیو ته چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي ترکیې ته د راننوتو اجازه ورنکړل شي. همداشان ترکیه به تر کومه چې هالنډ په رسمي توګه بنښنه ونه غواړي او د ترکیې د وزیرانو سره کړی بد چلند تلافي نکړي د هالنډ ټولو ډیپلوماتیکو الوتکو ته به د هیواد د هوايي حریم نه د تیریدو اجازه ورنکړي. د ترکیې ملي شورا د ترکیې او هالنډ د پارلمانونو ترمنځه د دوستۍ د ډلې د ترکیې د پلو د لغوه کولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې د هالنډ عادي وګړي د هر ډول بندیز نه استثناء نیول شوي دي. دا بندیزونه به د هغوې هیڅډول منفي اغیزې ونکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اروپا سره د کډوالو د تړون د لغوه کولو په اړه بحثونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا لخوا د ترکیې په مقابل کې د خصمانه او افراطي چلند نه وروسته انقرې د اروپا په مقابل کې د ځینو ګامونو د اوچتولو پریکړه وکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې په مقابل کې د هر ډول خصمانه ګامونو د اوچتولو او د کډوالو د اعادې اړوند د تړون د مسئولیتونو د نه پر ځای کولو نه وروسته ترکیې ددې تړون د لغوه کولو په مسلې بحث پیل کړی دی .
د یادولو وړ ده چې ترکیې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه د اروپايي ټولنې سره د بعضو شرطونو او ژمنو په مقابل کې د کډوالو د بیرته منلو تړون لاسلیک کړ. ترکیې ددې تړون د لاسلیک سره اروپا ته د کډوالۍ د سترې څپې مخه ونیوله. اروپايي ټولنې ددې تړون په مقابل کې د ترکیې وګړو ته د اروپا د ویزې د معافیت او په ترکیه کې د کډوالو سره د مالي مرستو په ګډون ژمنې کړې وې چې یوه يي هم نده پر ځای کړې.
ترکیې ویلي دي چې ددینه وروسته به د ټولنې پر وړاندې د لا زیات صبر نه کار وانخلي. ترکیې پریکړه وکړه چې دا تړون لغوه کړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې په دروازو کې د زاریو او ننواتو ورځې مو هیرې کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۱۶مې پیړۍ په دویمه نیمايي کې هالنډیانو د اسپانیا مقابل کې د عصیان کولو پر مهال د اروپا نه د ملاتړ د نه ترلاسه کولو نه وروسته عثماني امپراتورۍ ته پناه راوړه. په هغه وخت کې چې کله هالنډیانو په اسپانیا د یرغل په پلان کار کولو د بهرني ملاتړ په ارزښت ډیر ښه اګاه ول. د بهرني ملاتړ په خاطر يي د عثماني دروازه وټکوله او پناه يي ورته راوړه. د هالنډ پروتستان مسیحیانو د ترکانو سره د همکارۍ له امله افتخار کولو. دا يی ټولې نړۍ ته په ډاګه کړې وه. د ترکیې په بیرغ کې د سپوږمۍ د سمبول نه په الهام سره ځانونه ته د سپوږمۍ په څیر خولۍ جوړولې. په میدانونو کې به يي « د پاپ د پلوي نه راشه ترک شه » شعارونه ورکول. هالڼد چې کله په ۱۷ مه پیړۍ کې عثماني امپراتورۍ ته خپل صداقت په اثبات ورسو د عثماني امپراتورۍ لخوا ورته په مدیترانه کې د تجارت اجازه ورکړل شوه.
د سټار ورځپاڼې « نازیان وژل کوي او د جرمني حکومت ترینه ملاتړ کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په جرمني کې د ۲۰۰۰ کلونو په پیل کې د ۸ تنو ترکانو په ګډون ۹ تنه کډوال د نازیانو لخوا په بې رحمانه توګه په قتل ورسول شول. څو کلونه وروسته دا معلومه شوه چې دا قتل عام د نیونازي ترهګرې ډلې لخوا د جرمني د استخباراتو په مرسته شوی وو. په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې د نوموړو کډوالو د قاتلینو د محاکمې ۳۵۰ جلسه جوړیږي خو ددې قاتلیو سره د استخباراتو د کار کوونکو لخوا د موټر، پيسو او وسلو د مرستې په اړه څیړنې نه کیږي. دا دوسیه د تړولو په درشل کې قرار لري. همداشان اوس هم په جرمني کې د نیونازي ترهګرو لخوا وژنې دوام لري . تیره ورځ د جرمني د ایسن په ښار کې د یو تن ترک کور په قصدي ډول وسوځول شو. په جرمني کې د ترکانو پر خلاف بریدونه په نوموړي هیواد کې د نازیانو د فعالیت ښکارندويي کوي.