د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼه « مهمه سرمشریزه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیرو شپږو میاشتو په دننه کې د څلورم ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي. ولسمشر اردوغان به نن په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. پدې غونډه کې د سوریې په روان کړکیچ خبرې وشي.
همداشان پدې لیدنه کې به د سوریې د منبیچ د ښار نه د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي د وتو اړوند د موجودې غوټې په اړه هم خبرې وشي. سربیره پر دې د داعش ترهګرې ډلې نه د رقه ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په مسلې به هم خبرې وشي. ولسمشر اردوغان به د پوتین سره په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عسکري عملیاتو او اس ۴۰۰ ډوله دفاعي توغنديو په مسلې هم خبرې وکړي. پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو تر ټولو په مهمې د انرژۍ په مسلې خبرې وشي.
د خبرترک ورځپاڼې « چاووش اوغلو : د ټولو خنډونو سره سره روتردام ته سفر کوم» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې په هالنډ کې د میشتو ترکانو سره د لیدنې په خاطر به نوموړي هیواد ته سفر وکړي . د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې مخکې د جرمني د هامبورګ په ښار کې د میشتو ترکانو سره لیدنه کړې وه. بهرنیو چارو وزیر وویل چې په هالنډ کې د ټولو خنډونو او افراطي څرګندونو سره سره د خالي په ورځ روتردام ته سفر کوي. هلته به د میشتو ترکانو سره د نږدې نه وګوري . هغه وویل چې هیڅوک زمونږ د سفر مخه نیولی نشي.
وزیر چاووش اوغلو وویل چې پدې وروستیو ورځو کې ځینو اروپايي هیوادونو په نوموړو هیوادونو کې د میشتو ترکانو سره د ترکیې د وزیرانو د غونډو مخنیوی کوي. هغه وویل اروپا د یو پلو نه په نوموړو هیوادونو کې میشتو ترکانو ته د تابعیت ورکولو نه ډډه کوي او د بله پلوه بیا د هغوې د مشرانو په توګه هڅه کوي.
هغه زیاته کړه چې د اروپايي هیوادونو دا چلند د بشري حقونو، ډیپلوماتیکو قواعدو، دوستۍ، حقوقو، دیموکراسۍ او ازادۍ د بیان سره په ښکاره توګه په ټکر کی دی.
د سټار ورځپاڼې « د سویس لخوا جرمني ته د درس په څیر پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د راتلوونکي یکشنبې په ورځ د زوریح ښار ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د لغوه کولو په اړه هیڅډول کوم ممانعت او یا لامل شتون نلري. د سویس د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي « هیڅډول سبب او بهانه د وینا د ازادۍ مخه نیولی نشي. د همدې امله زوریح ښار ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د لغوه کولو په خاطر هیڅډول کوم سبب شتون نلري. سویس د هیچا د سفر مخه نیولی نشي.»
د یادولو وړ ده چې د زوریح ښار امنیتي ادارې د بعضو امنیتي دلایلو له امله د مارچ په ۱۲ مه نیټه یاد شوي ښار ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. د سویس حکومت بیا دا غوښتنه رد کړه.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه په دوو بحرونو کې د طبعي ګازو پلټنې پیلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې پدې وروستیو کلونو کې د طبعي ګازو د ذخیرو او زیرمو د موندولو په برخه کې مهمه پانګه اچونه کړې ده . ترکیې د ګازو او تیلو د پلټنو چارې ګړندۍ کړي دي. ترکیه سږ کال هم په توره بحیره کې او هم په مدیترانه کې د ګازو د پلټون چارې پیلوي.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې څلورو خواوو ته چې د انرژۍ مهمې زیرمې شتون لري غواړي چې د انرژۍ په برخه کې په خپلو خپو د دریدو په خاطر په سمندرونو کې پلټنې پیل کړي.
د صباح ورځپاڼې « د بیشکتاش پلویانو لخوا یونانیانو ته سخت ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیره شپه د یونان په پلازمینه اتن کې د ترکیې د بیشکتاش د فوټبال لوبدلې د یونان د اولمپیاکوس لوبډلې سره سیالي وکړه. ورځپاڼې لیکلي دي د سیالۍ پر مهال د بیشکتاس د لوبډلې نږدې سلو تنو پلویانو د خپلې لوبډلې نه داسې ملاتړ ښکاره چې په لوبغالي کې د یونانیانو خوله ټپه کړه. سره ددې چې د اروپا د فوټبال فدراسیون د رقیبې ډلې په پلویانو لوبغالي ته په ننوتو بندیز لګولی وو خو بیا هم نږدې سل تنه ترکان لوبغالي ته په ننوتو بریالي شوي وو.