د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1718830625)
د سټار ورځپاڼې « راځۍ چې د سیمې بحران په کډه حل کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار تیره ورځ د ترکیې په انتالیا ولایت کې د روسیې او امریکا د لوی درستیزوالانو سره لیدنه وکړه. پدې غونډه کې د سوریې او عراق په ګډون د سیمې په مهمو مسلو خبرې وشوې. د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار پدې غونډه کې خپل روسي او امریکايي سیال ته ددې خبرې په ټینګار وویل « په سیمه کې روان بحران باید حل شي، په سیمه کې د ۷ کلونو راهیسې روانې وینې باید ودرو ځکه چې سوریه زمونږ د ټولو ګډ هدف دی.»
د ینې شفق ورځپاڼې « د امریکا لخوا د پي وای ډي انتخابول ستره خطا ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د امریکا متحده ایالتونو لخوا د سوریې د رقه په عملیاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پي وای ډي سره په ګډه د حرکت په انتخاب سخت غبرګون څرګند کړ. هغه وویل چې د امریکا لخوا د سوریې په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې پي وای ډي او وای پي جي سره د داعش پر خلاف په عملیاتو کې ګډ حرکت کول ستره خطا ده. ځکه چې د چا سره چې امریکا د ګډ حرکت کولو پریکړه کړې هغوې د سیمې د سولې او امنیت د خرابولو اصلي مسئولین دي. ترکیه هیڅوخت د یو ترهګریز سازمان په ملګرتیا د بل ترهګریز سازمان سره مبارزه نکوي . د امریکا لخوا د یوې ترهګرې ډلې پر خلاف د بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ په مجموع کې د ترهګرو د پیاوړي کولو په معنا دی. ځکه چې د هغې ترهګرې ډلې سره چې د بلې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه په وسلو او مهماتو سمبالیږي سبا ورځ د هغوې کنټرول ناممکنه کیږي.
د حرییت ورځپاڼې « په سیستماتیکه توګه فشارونه د منلو وړ ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره شپه د جرمني د هامبورګ په ښار کې د میشتو ترکانو غونډې ته وینا وکړه. د ویلو ده چې جرمني حکومت په هامبورګ کې د چاووش اوغلو د غونډو د مخنیوي په خاطر هغه ۳ سالونونه چې د ترکانو لخوا د غونډې په خاطر نیول شوي وو په د ډول ډول بهانو سره پرله پسې توګه وتړل.
د جرمني ددې اقدام په مقابل کې په هامبورګ کې میشت ترکان د ترکیې د قونسګلرۍ په انګړ کې سره راټول شول. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دلته راټولو شوو ترکانو ته وویل چې « له بده مرغه چې جرمني په سیستماتیکه توګه فشارونه او خنډونه جوړوي. د جرمني دا چلند د انسانیت، ډیموکراسۍ، وینا ازادۍ، د ټولنو د ازادیو او هر ډول حقوقو او مقراراتو سره په ټکر کې عمل دی. »
هغه په جرمني غږ وکړ چې ددینه وروسته هیچا ته د دیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د نصیحت کولو او درس ورکولو هڅه ونکړئ. هر سړی باید پدې ښه پوه شي چې دا ډول خنډونه او فشارونه مونږ ډارولی نشي. مونږ په ګونډو کولی نشي .
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې نړۍوال نشراتي ارګان ګلوبل کونکشن د ترکیې د ګرځندوی سکتور د معرفي کولو په خاطر د روسیې او جرمني د نامتو نشراتي ارګانونو سره په ګډه په کار پیل کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې ګلوبل کونکشن نشراتي ارګان په اعلاناتو کې د هالیود د سینما نامتو هنرمندې نیکول کډمان ته رول ورکړی دی . ورځپاڼې لیکلي دي چې د جرمني د ډیا ویلټ او ویلټ کومپکټ په ورځپاڼو کې د اعلاناتو په خپریدو پیل شوی دی.
همداشان د مارچ په ۱۴ مه نیټه به د روسیې پراودا په ورځپاڼې کې هم خپور شي. پدې ورځپاڼو کې د ترکیې د ګرځندوی د سکتور د معرفي کولو په اعلاناتو کې د هالیود د سینما نامتو څیرې کډمان سره مرکې شوي دي. کډمان ددې پوښتنې په ځواب کې « که چیرې د رخصتۍ په خاطر ترکیې ته لاړه شي کوم ښار به انتخاب کړې؟ داسې وویل ، د چناک کلا ګالیبولو ټاپو. ویاند د هغه نه د استانبول د ځواب په تمه وو خو هغه ګالیبولو یاد کړ. هغې وویل چې په ګالیبولو کې ګډ تاریخ لرو چې د همدې امله غواړم ګالیبولو ووینم.»
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي ، د انګلستان په پلازمینه لندن کې د پوهنتونونو د درجه بندیو د شرکتونو نه د ټایمز هایر ایجوکیشن په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ په کوچنیو پوهنتونونو کې تر ټولو د ښو ۲۰ پوهنتونونو لست خپور کړ. ورځپاڼې لیکلي دي چې پدې لست کې د ترکیې دوو پوهنتونونو ځای نیولی دی. د ترکیې د کوچ پوهنتون پدې لست کې ۱۱ م او د سبانجي پوهنتون بیا ۱۴ مقام خپل کړی دی .