د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

680559
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د ریاستي سیستم سره  به بهرنی سیاست لا پياوړی شي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د لا قوي او پیاوړې ترکیې خاطر د ترکیې جمهوریت د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې  تعدیل  د ملي شورا لخوا د تصویبیدو  سره  د اپریل په ۱۶ مه نيټه  ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي. د ویلو  ده چې  په اساسي قانون کې د تعدیل  د مهمو مادو نه یوه هم  د ترکیې د حکومت  د سیستم په اړه  ده.

په ترکیه کې په ټولپوښتنه کې  د اساسي قانون د تعدیل د منل کیدو په صورت کې به  حکومتي سیستم  د پارلماني نه په ریاستي  بدل شي. ویل کیږي  دا ګام  د ترکیې د لا پياوړتیا، قوي بهرني سیاست  او د کاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر  اوچت شوی دی . په نوي سیستم کې به ترکیه د نړۍوالو بحرانونو پر خلاف لا په اغیرمنه توګه  مبارزه وکړي.

د ترکیې کورنی استقرار به په نړۍوالو اړیکو  اغیزې وکړي. په نوي سیستم کې به د سیمې او نړۍ سره په اړیکو کې  لا فعاله  او هر اړخیز سیاستونه غوره شي. د نوي سیستم سره  به په کورني سیاست کې  موجودې ناڅرګندۍ  له منځه ولاړې شي، ترکیه به عسکري او دفاعي  صنایع برخو ته  لا زیاته  پاملرنه وکړي. همداشان په ناټو کې به د ترکیې رول  لا قوي شي. اقتصادي سیاستونه به پیاوړي شي. پانګه اچونو  او ودې بهیر به لا ګړندی شي.

د خبرترک ورځپاڼې  « ترکان په اړیکې ساری  نلري  »  د سرلیک لاندې  په خبر کې د ترکیې او اسراییلو د اړیکو په اړه  په استانبول کې  د اسراییلو د جنرال قونسل سره  مرکې ته ځای ورکړی دی .

په استانبول کې  د اسراییلو جنرال قونسل  ساحیا جوهن  چې د اوږدې مودې راهیسې  په ترکیه کې  دنده  ترسره کوي  د ترکیې او اسراییلو د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه ویلي دي چې  د ترکیې او اسراییلو ترمنځه اړیکې  د ماوي مرمرې د پیښې سره  د شلیدو نقطې ته راغلې . هغه وویل په یو داسې وخت کې په ترکیه کې په دنده وګمارل شو چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې خړې وې. د ماوي مرمرې د پیښې نه وروسته اسراییلو د ترکیې شرطونه  تر ډیر حده  منلي وو چې یو ځل بیا د دواړو هیوادونو ترمنځه ستونزې پيدا شوې. هغه وویل چې د ماوي مرمرې د پیښې نه وروسته د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه اړیکه ټینګه کړه  او ددې پيښې له امله يي په رسمي توګه د بښنې غوښتنه وکړه. اړیکې د نورمالیدو پر لورې روانې وې چې اسراییلو په غزې بریدونه وکړ. اړیکې یو ځل بیا خرابې شوې. هغه وویل چې ددې ټولو ستونزو په منځ کې ترکیې ته راغي. هغه  وویل پدې ښه پوهیدم  چې  ګرانې شپې او ورځې زما په انتظار کې دي. خو کله  چې مې د ترکیې د حکومت نه  کومه غوښتنه کړې ده  ۹۰ سلنه مې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی. ترکيې حکومت  او چارواکیو  هیڅکله زمونږ سره  بد چلند ندی کړی. د ترکیې سره اړیکې ساری نلري.

د وطن ورځپاڼې  « د سوریې سره په پوله کې جوړیدونکي  دیوار نیمايي بشپړ شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صدارات اړوند  د کور جوړونکې  ادارې  ویلي دي چې د ترکیې او سوریې په پوله کې جوړیدونکی د ۵۱۱ کیلومترو په اوږدوالي سره  د دیوار  ۵۰ سلنه سرته رسیدلی دی.

د ترکیې د کور جوړونکې ادارې  ریس  ایرګون توران  وویل چې  د سوریې سره په پوله کې  د درې مترو په لوړوالي او ۲ مترو په پلنوالي سمنټي  پوخ دیوار  جوړیږي. هغه وویل چې  د ۵۱۱ مترو په اوږدوالي  ددې دیوار  تر نیمايي ډیر  جوړ شوی دی . هغه ویلي دي چې د دیوار د پاسه يي اغیزن مزي هم  راکاږلي دي.

هغه ویلي دي چې  دا دیوار په سیار ډول  جوړیږي. همداشان  د دیوار  د پاسه  د پرمختللې تکنالوژۍ باندې سمبال  امنیتي کمرې او سیستمونو سربیره  د ګزمې ځانګړې خوني  او امنیتي لار  هم  جوړیږي.

د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي پدې وروستیو کلونو کې په ترکیه کې تر ټولو زیات  پلي مارکې  او ځايي تولیداتو  بحث کیږي. هر سکتور  پدې دوو  مسلو  خبرې کوي. په ننیو شرایطو کې  ملي مارکه  او ملي تولیداتو  په مهمو اړتیاوو بدل شوي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د وینا په څیر  د ترکیې د لا زیاتې ودې او توسعې په خاطر  په نړۍواله کچه باید لږ تر لږه  لس ملي مارکې ولري. ترکیې  خپله ټوله پاملرنه دې برخې ته اړولې ده .

ترکیه  نن ورځ  په نړۍ د ملي مارکو خاوند  هیواد دی. د بیلګې په توګه ترکیې  پدې وروستیو کې  د ملي ټانک، الوتکې، ټوپ، بې پيلوټه الوتکې او عسکري تجهیزاتو سربیره  په نورو برخو کې هم د مارکو په جوړولو پيل کړی دی . د ترکيې د لاسا په نامه  د موټر ټیرونه  چې د بارسلونا  د فوټبال د ملي لوبډلې  سپانسوري په غاړه لري  په نړۍ کې   ځانګړې موقف  ترلاسه کړی دی. ترکیه  نن ورځ  د نړۍ ګوټ ګوټ ته  د ټیرونو  صادرات لري.

 



اړوند خبرونه