د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

677810
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د نړۍ لپاره  مهمه  دروازه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انرژۍ او دوامداره  توسعې د نړۍوالې ټولنې  ریس  عبدالله بن حمد العطیه  وویل چې  ترکیه  په نړۍ کې  یو ډیر مهم هیواد  او د نړۍ لپاره په مهمې  دروازې بدل شوی هیواد دی. العطیه چې د نړۍوالې همکارۍ پلاټ فورم  لخوا جوړیدونکي د بوغاز ایچي په اتمه سرمشریزه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلی دی  ویلي دي چې  ولسمشر اردوغان د ډیر نږدې نه پیژني. هغه وویل « پخوانی به  ډیری سیاستوالو یواځې  اروپا او لویدیځې نړۍ ته  مخ اړولو   خو  ولسمشر اردوغان  ټولې نړۍ ته په یوه سترګه ګوري  او ډیر پراخه  لید  لري. تاریخ به  ولسمشر اردوغان  هیڅکله هم  هیر نکړي. ولسمشر اردوغان  د خپلې  دې بریالیتبونو له امله  به د تاریخ په اوږدو کې تل یادیږي.

د ویلو ده چې د انرژۍ او دوامداره توسعې  د نړۍوالې ټولنې ریس  په استانبول کې  د نړۍوالې همکارۍ د پلاټ فورم سره  د همکارۍ پنځه کلن  تړون لاسلیک کړ.

د سټار ورځپاڼې  «  د نړۍ ۱۷ هیوادونه  د فایبر نوري له طریقه د یو بل سره وصل شول  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترک تیلیکام  د شریکانو نه  ترک تیلیکام انټرنیشنل   د سمندر په تل کې  د فایبر نوري  د مزو په غځولو سره  د نړۍ ۱۷ هیوادونه  د یو بل سره  وصل کړل. د ویلو ده چې  یاد شوی  شرکت  د ترکیې یواځنی  شرکت  دی چې د نړۍ په کچه  داسې یوه لویه پروژه يي سرته ورسوله. ورځپاڼې  لیکلي دي نوموړې پروژې په فعالیت پیل وکړ.

د صباح ورځپاڼې  «  د ترکیې د صنایعګرانو او سوداګرو ټولنې د استخدام په سفربرۍ کې ګډون وکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د صنایعګرانو او سوداګرو ټولنې  د ولسمشر اردوغان لخوا اعلان شوي  د استخدام  په سفربرۍ کې ګډون وکړ. یادې شوې ټولنې  ویلي دي « پداسې یو حساس وخت کې چې په هیواد کې د ځوانانو  د بې کارۍ کچه  د پام وړ لوړه شوې  ده  د استخدام سفربري  یو ډیر مهم  ګام  دی  چې  مونږ  ترینه پوره ملاتړ کوو. دې سفربرۍ نه  قوي ملاتړ  دوام لري. د شرکتونو موازنو ته په کتو سره  د خپل وس او توانه پورې به  ددې بهیر سره  مرسته وکړو. »

همداشان  د یادې شوې ټولنې مشرتابه ویلي دي  چې  د ریاستي نظام  په برخه کې به  هم  مرسته وکړي.

د حرییت ورځپاڼې  لیکلي دي چې په ترکیه کې د ځايي  درملو د تولیداتو په اړه پیل شوي مذاکرات  ډير په کلاره پر مخ  روان  دي. د هیواد ټولنیز امنیت  اداره  د ځايي  او ملي درملو نه د ملاتړ  او د بهر نه د واریدونکو درملو له امله د هیواد په لویدیځه کې د رامنځته شوي کسر  د مخنیوي په خاطر  د درملو د فابریکو سره  د تولیداتو د ساحې د لا پراخولو  او درمل پخپله په ترکیه کې د تولیدولو په خاطر  وړاندیز شوی دی . د هیواد د ټولنیز امنیت ادارې ویلي دي  هر هغه  شرکت  چې  ددوې وړاندیز  رد کړي په هغوې به  ځیني  محدودیتونه  ولګوي.

د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څيړونو  ادارې  د ۵ پوهنتونونو سره  په ګډه  د بورن  کیمیايي  مادې نه  امپلانټ  غاښ  جوړ کړ.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې  دا غاښ  د نورو غاښونو  په پرتله  د هډوکي سره  لا په چټکه  توګه  جوش خوري.



اړوند خبرونه