د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د رقه په اړه عسکري غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر فکري اشق چې د ناټو سازمان د دفاع د وزارت په غونډه کې د ګډون په خاطر بروکسل ته سفر کړی هلته په خبري غونډه کې ګډون وکړ. د ملي دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په ملاتړ ازادې سوریې ځاوکونو د الباب ښار په بشپړه توګه محاصره کړی دی او د ښار مرکز ته ننوتي دي . د ترکیې وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې ځواکونو د ښار لویه برخه نیولې ده او د ماینونو او چاویدونکو توکو په شنډولو او پاکولو يي پیل کړی دی . داعش پاتې شوني په الباب کې یواځې په ځینو مسکوني سیمو کې پټ شوي دي چې د هغوې د تصفیې په خاطر هم عملیات دوام لري. د دفاع وزیر وویل چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو بل هدف د ممبیچ او رقه ښارونه دي. د همدې امله د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز جوزیف ډانفورد نن انقرې ته راځي. هغه به په انقره کې د ترکیې د لوی درستیز خلوصي اکار سره د رقه د عملیاتو په تخنیکي برخو خبرې وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د خلیج زیربناګانې ترکان جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ساختماني شرکتونو چې په ۱۱۳ هیوادونو کې د ۳۳۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پروژې ګټې اخیستو ته سپارلي دي په نړۍ کې ځانګړې موقف لري. همداشان د ترکیې ساختماني شرکتونو په سعودي عربستان کې د مکې، جدې، پاچا عبدالله اقتصادي ښار او مدینې ښارونه د حرمین ګړندي ریل ګاډي سره ونخول. د ویلو ده چې د حرمین د ګړندي ریل پروژه دوام لري. د نوموړې پروژې د مدینې د ښار چارې سرته رسیدلي او ګټې اخیستو ته سپارل شوې ده . د ویلو ده چې د حجاز د ریل ګاډي د پټلۍ په چوکاټ کې ترکي شرکت په نوموړي هیواد کې لومړنی تاریخي تم ځای او وروسته د مدینې په مقدس ښار کې دویم تم ځای جوړ کړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته سفر کړی وو په مدینه کې د مسجد نبوي د زیارت نه وروسته د نوموړي تم ځای نه لیدنه وکړه.
د حرییت ورځپاڼې « د سنګاپور موډل صنعي پارکونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د علم صنایع او تکنالوژۍ وزیر فاروق اوزلو وویل چې په راتلونکي اوونۍ کې به د اقتصادي همغږۍ ادارې ته د تولیداتو په برخه کې نوي اصلاحاتو وړاندې کړي. د نوموړو اصلاحاتو له مخې په ترکیه کې د اشخاصو ته د صنعي پارکونو د جوړولو اجازه ورکول کیږي. د ترکیې د علم صنایع او تکنالوژۍ وزیر وویل چې په پام کې لري د سینګاپور د جورونګ په ټاپو کې د جوړولو صنعي پارکونو په څیر د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې د ترابزون ولایت د فیلیوس، د سویلي مرمرې د بالکیسیر، د ایژې د چاندارلي او د ادانا ولایت د جیهان په سیمو کې صنعي پارکونه جوړ شي. هغه وویل چې سینګاپور د نوموړو صنعي پارکونو نه په کال کې ۵۰ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کوي د ترکېې دې ۲۵ میلیارده وي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د زده کوونکې لخوا جوړ شوي روبوت په نړۍ کې ۲ مقام وګټه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د ښوونځې زده کوونکې الارا ګولر د کرنیزو فعالیتونو په موخه د جوړ کړي روبوت سره د ټایلنډ د ساینس په نړۍواله سیالۍ کې ګډون وکړ. پدې سیالي کې د نړۍ د ۲۳ هیوادونو نه ۲۴۷ پروژو ګډون کړی وو. پدې سیالۍ کې د ترکي زده کوونکې روبوت دویم مقام خپل کړ.