د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1718957678)
د ینې شفق ورځپاڼې « درې ګوني میکانیزم په کار پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې د روس عرب د همکاریو په غونډه کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته تللی دی هلته خبریالانو ته وویل چې ، د سوریې په اړه د روسیې، ترکیې او ایران لخوا د اوربند د څارولو په موخه جوړ شوي درې ګوني میکانیزم په کار پیل کړی دی . هغه زیاته کړه چې د اسد رژیم په ټول هیواد کې اوربند ته ژمن دی. لاروف ددې د درې ګوني میکانیزم د کار د پيلولو د نیټې په اړه چې څه وخت يي په کار پيل کړی دی څه ونه ویل. د ویلو ده چې د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې د جوړجاړي په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې ترکیې، روسیې او ایران په سوریه کې د اعلان شوي اوربند نه د څار په موخه د درې ګوني میکانیزم د جوړولو پریکړه وکړه.
همداشان د فبروري د میاشتې په ۶مه نیټه به ترکیه ، روسیه او ایران په سوریه کې د روان اوربند د څار د مسلې د ارزولو په خاطر غونډه وکړي. پدې غونډه کې به د ملګروملتونو سازمان استازی هم ګډون وکړي. ترکیه او روسیه به د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه په سوریه کې د روان اوربند او سرغړونو اړوند مفصل راپور جوړ او غونډې ته به يي وړاندې کړي.
د صباح ورځپاڼې « لویدیځ د جولای د ۱۵ مې کودتا په صحي ډول درک کړې نده » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انګلستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا او امریکا د چارو مسول د دولت وزیر الن دونجان ویلي دي، پدې پوره باور لري چې د جولای ۱۵ مې نیټې کودتا د فتح الله ګولن لخوا شوې ده . هغه وویل چې اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه نیټه رامنځته شوې کودتا په صحي ډول درک کړې نده. هغوې پرې ځان پوه کړې ندی. د ویلو ده چې انګلیس وزیر په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته د وزیر په کچه ترکیې ته راغلی لومړنی وزیر دی. هغه د خپل سفر په اړه د انګلستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون پوښتنې ځواب کړې. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « ترکیې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته رامنځته شوی شوک اوس هم دوام لري. د جولای ۱۵ مې کودتا ترکیې ته ستر زیان اړولی دی . مونږ د اروپا په توګه باید په ترکیه په روانو حالاتو ځانونه پوه کړو. ترکیه باید په واقعي ډول درک کړو. »
د خبرترک ورځپاڼې« د صادراتو کچه ۱۵ سلنه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو مجلس د ۲۰۱۷ کال د لومړني میاشتې د صادراتو شمیرې اعلان کړې. د شمیرو له مخې د ۲۰۱۷ کال په لومړني میاشت کې د ترکیې صادراتو کچه ۱۵ سلنه لوړیدو نه ۱۰ میلیارده ۵۲۸ میلیونه ډالرو ته د لوړیدو سره د تیرو ۴۹ میاشتو ریکاټ مات کړ. د اعلان شوو شمیرو له مخې ددې سره په ترکیه کې د تیرو ۱۲ میاشتو د صادراتو کچه د یو عشاریه ۸ سلنې ودې سره ۱۴۳ میلیارده او ۵۸۸ میلیونونو ډالره وه. په خبر کې راغلي دي چې د تیرکال د دسمبر په میاشت کې په ترکیه کې تر ټولو ډیر صادارت د موټرو سکتور کړي دي. د موټرو د سکتور نه وروسته د تیارو جامو سکتور په دویم او د کیمیايي مادو سکتور په دریم کتار کې ځای نیولی دی . د صادراتو ۵۰ سلنه اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو او ۱۸ سلنه بیا منځني ختیځ ته شوي دي.
د حرییت ورځپاڼې « د ترکیې او قطر د سوداګرو همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او قطر پانګه وال په سیمه کې د لا فعاله رول د لوبولو په خاطر د همکاریو ژمنه وکړه. د قطر د امیر الثاني د کورنۍ لخوا د جوړ شوي وقف پورې اړوند د قطر د ملي کانګرې مرکز د ترکیې مډیا سیټي شرکت سره په ګډه د ایکسپو ترکیه بای قطر د نندارتونو په پرانیستو پیل کوي. لومړنی نندارتون د د اپریل په ۱۸ مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې پرانیستل کیږي. پدې نندارتون کې به د ګرځندوی، روغتیا ګرځندوی، انرژي، چاپیریال ادارې، خوراکي توکو، ټرانسپورت او ټکنالوژۍ څه باندې ۳۰۰ شرکتونه ګډون وکړي.
د وطن ورځپاڼې « د وریښمو د لارې اوسپینزې پټلۍ چارې د پایته رسیدو په درشل کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان وویل چې « د وریښمو د لارې د اوسپینزې پټلۍ یعنې د باکو- تفلیس- کار د ریل ګاډي د پروژې چارې په په راتلونکو دوو میاشتو کې سرته ورسیږي. هغه وویل چې دا پروژه د ختیځې او سویل ختیځې اناتولیا سیمې د ۲۳ ولایتونو له پلوه ځانګړې اهمیت لري. دا پروژه به نوموړي ۲۳ ولایتونه د جاذبې په مرکز بدل کړي. هغه وویل چې دا پروژه په کال کې د یو میلیون تنو مساپرو او ۶ نیم میلیون ټنه بار د انتقال په ظرفیت جوړه شوې ده .