د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې باید پياوړي کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افریقا نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. په خبر کې راغلي دي ولسمشر اردوغان د د امریکا د نوي ولسمشر سره د لیدنې د پروګرام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « هیله لرم چې پرته د ځنډه هر څه ژر د ښاغلي ټرامپ سره مخامخ لیدنه وکړم » . ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې په اړه خپل انتظارات په لاندې ډول بیان کړل. د هر څه مخکې باید د ترکیې او امریکا د اړیکو په مسلې باید غور وکړو. دم ګړۍ د ترکیې او امریکا اړیکې لکه څرنګه چې باید وي ندي . سالمې ندي. اړیکې باید سالمې او پياوړې کړو. په منځني ختیځ کې د ترکیې او امریکا اړیکې باید قوي کړو. ترکیه او امریکا دوه د ناټو قوي غړي او متفق هیوادونه دي خو له بده مرغه چې د منځني ختیځ په مسله کې اختلاف د نظر لرو. د منځني ختیځ په مسله کې لکه څرنګه چې باید همکاري او همغږي ولرو شتون نلري.
د صباح ورځپاڼې « یونان د ترکیې سره خیانت وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان سترې محکمې نوموړي هیواد ته د تښتیدولو ۸ تنو کودتاچي سرتیرو په اړه وروستۍ پریکړه وکړه. یونان محکمې نوموړي سرتیري ترکیه ته باید ونه سپارل شي پریکړه وکړه. د ویلو ده چې یاد شوي ۸ تنه سرتیري په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې کودتا د ناکامیدو نه وروسته د یوې جنګي چورلکې سره یو ځای یونان ته وتښتیدل. ترکیې د یونان نه نوموړي سرتیري مونږ ته راوسپارۍ غوښتنه وکړه چې یونان رد کړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان ددې اقدام په اړه سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي نوموړو اتو تنو سرتیرو په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه په ترسره شوې کودتا کې چې ۲۴۸ تنه بې ګناه انسانان په شهادت رسیدلي، ۲۱۹۳ تنه ټپیان شوي ، د ښاغلي ولسمشر د وژلو هڅه شوې فعاله رول درلود. د یونان لخوا نوموړي کودتاچي سرتیري ترکیې ته د نه سپارولو پریکړه په کلکو ټکو غندو. یونان ددې پریکړې سره په اصل کې د نوموړو کودتاچي سرتیرو د محاکمې مخه ونیوله.
د وطن ورځپاڼې « په منفي ۳۰ درجې سړې هوا کې ګډ عملیات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونه د ترکیې ، عراق او ایران په ګډه پوله کې د میرګیساو د عسکري هډې ترڅیرمه په منفي ۳۰ درجې سړه هوا کې د ترهګرو پر خلاف عملیات کوي. د ترکیې وسله وال ځواکونه لومړی په واورو کې د ځان لپاره لارې جوړوي او وروسته د دښمن په پټنځایونو بریدونه کوي. ترکي ځواکونه پدې ډول د پې کاکا ترهګرې ډلې پټنځایونه له منځه وړي او د قاچاقو مخه يي نیسي. همداشان دا سرتیري د عراق د هاکورک، کالیریش او اري د پې کاکا د کمپونو نه ترکیې ته د د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د دښمنانو پروپاګندونه شنډ کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پدې وروستیو کې د ترکیې پر خلاف جدي پروپاګندونه دوام لري. ترکیې د پروپاګندونو او دښمنانو د ټولو لوبو او پلانونو سره سره تیر کال د عثماني غازي او یاوز سلطان سلیم په څیر د نړۍ لویو پلونو او سمندر لاندې د اوروسیا تونل پروژه ګټې اخیستو ته وسپارله. همداشان ترکیې حکومت پرون د نړۍ تر ټولو د لوی د چناک کلا ۱۹۱۵ پل پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړه. پدې داوطلبۍ کې ۱۴ نړۍوالو شرکتونو ګډون کړی وو چې تر ټولو ښه او مناسبه بیه د کوریايي شرکتونو لخوا وړاندې شوه. ددې پروژې په چوکاټ کې به د چناک کلا ۱۹۱۵ پل او ۱۰۱ کیلومتره پوخ سړک جوړ شي. د چناک کلا دا پل د نړۍ تر ټولو د لوی پل په توګه جوړیږي.