د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

659370
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د صباح ورځپاڼې  «  د نوي اساسي قانون  چارې به هر څه ژر پيل شي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ولسي جرګې لخوا تصویب شوي  د ریاستي  نظام  اړوند د اساسي قانون   د تعدیل په اړه پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې مادغاسکر  نه د لیدنې پر مهال  وکړې. هغه وویل چې هیواد ته د ستنیدو سره  سم  د ملي شورا لخوا د اساسي قانون د تعدیل اړوند  تصویب شوې د قانون مسوده  لاسلیک کړي . هغه وویل که  الله غوښتي  وي  نن شپه به هیواد ته ستون شي. ګمان کوم  چې  د ملي شورا لخوا  تصویب شوې د قانون مسوده  د لاسیلک په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوي وي. پرته ددېنه چې وخت  ضایع کړو  مسوده به لاسلیک کړو. دا د ملت غوښتنه ده. غواړم چې خپل ملت ته ووایم چې  پدې اړه به هر  څه ژر لازم  ګام  اوچت کړم.

د ستار ورځپاڼې  « ییلدرم : په ترکیه کې هر څه په سرعت سره  نورمال حالت پر لورې روان  دي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د ډالرو پر وړاندې  د ترکیي لیرو د ارزښت ټیټیدل  موقتي  وبلل او وویل چې  د څو ورځو په دننه کې به هر څه نورمال حالت ته وګرځي. لومړي وزیر ییلدرم په پانګه والو د لا زیاتې پانګه اچونې غږ وکړ.

هغه وویل چې پدې وروستیو ورځو کې د ترکیې په اړه خصمانه  کمپاینونه پيل شوي دي. د پې کاکا  او فتح الله ګولن ترهګریز سازمانونه  په امریکا کې  د پیسو  سره  د ترکیې پر خلاف  لوبي  فعالیتونه کوي. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  چې  د جولای د ۱۵ مې په کودتا  او د دسمبر د ۱۷ مې  سپینې کودتا  سره  خپلو موخو ته  ونه رسید غواړي  دا ځل  د ترکیې اقتصاد ته  زیان  ورسوي. هغوې د ځنکدن په حال کې قرار لري او هر لورې ته  لاس او خپې غورځوي. همداشان د پې کاکا ترهګرې ډلې چې د ښارونو د اشغال، په ښارونو کې  د ورانکارانه فعالیتونو، کندو کیندولو سره  خپلو موخو ته  ونه رسیدل غواړي چې داځل  په ترکیې اقتصادي بریدونه وکړي. خو هیڅکله به هم خپلو موخو ته ونه رسیږي. مونږ  باید ددې ناسمو کمپاینونو  او شومو پلانونو د ماتولو په خاطر  لا زیات  کار وکړو.

د وطن ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې  د عدالت او پراختیا ګوند مشر او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وویل چې  د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرامپ  د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د هیوادوالو سره  د اوسپنیزو پټلیو، سړکونو، هوايي ډګرونو  او پلونو  د جوړولو  ژمنې کړې وې. هغه وویل چې ترکیه  د عدالت او پراختیا ګوند د واکمنۍ پر مهال  د نړۍ په کچه  د سترو سترو پروژو سره  اشنا شوه. د عدالت او پراختیا ګوند  پدې برخه کې  جدي تجربه لري. هغه  په ټرامپ  غږ وکړ  که چیرې  تجربې ته  اړتیا ولري  د ترکیې د تجاربو نه ګټه پورته کولی شي. لومړي وزیر وویل « بې ټوقو وایم چې په امریکا کې  ګړندی  ریل ګاډی شتون نلري خو په ترکیه کې  شتون لري . ترکیې ته باید څوک په سپکه سترګه ونه ګوري. هغه وویل چې جرمني  دا شپږم ځل  دی چې د برلین د هوايي ډګر  پرانیستل ځنډوي. ترکیه په استانبول کې د نړۍ تر ټولو  لوی هوايي ډګر جوړوي  چې لومړنۍ برخه به يي  د ۲۰۱۸ کال د فبروري په ۲۶ مه نيټه  په فعالیت پيل وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان  میرمن امنې اردوغان  د ولسمشر اردوغان سره  د ختیځې افریقا  د دریو هیوادونو تانزانیا، موزنبیق او مادغاسکر  په سفر کې ملګرتیا وکړه.

په خبر کې راغلي دي چې د ولسمشر اردوغان میرمن  امنې اردوغان  د تانزانیا په پلازمینه  دارالسلام کې  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس  تیکا  دفتر پرانیست. همداشان  د ولسمشر میرمن  د تیکا  د دفتر د پرانیستو سره  سم  تانزانیا سره  د معیوبینو ۲۵ برقي  بایسکلونو او دولتي روغتونونو ته د طبي  سامان آلاتو مرسته وکړه.

په خبر کې راغلي دي چې  د ولسمشر میرمن  د تانزانیا  د ملي موزیم نه چې د ترکیې لخوا رغول شوې ده لیدنه وکړه. د ولسمشر میرمن  دلته  خبریالانو ته وویل چې « د تیکا  اژانس  افریقا ته د ترکیې لخوا غځول  شوی  د دوستۍ  لاس  دی.»

هغه وویل چې ترکیه  د افریقا سره  پرته  ګټو  دوستي  لري. همداشان  د ولسمشر میرمن  په موزنبیق  کې  د یتیمخانې سره  مرسته وکړه.



اړوند خبرونه