د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1718967607)
د خبرترک ورځپاڼې « په استانبول کې د نوي کال په شپه د قتل عام اصلي فاعل ونیول شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په استانبول کې د نوي کال په شپه د شپې په کلب برید کوونکی چې ۳۹ تنه يي وژلي وو تیره شپه ونیول شو. د عبدالقدیر مشاریپوف په نامه ازبک برید کوونکی پرون شپه د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د استانبول د ایس یورت په سیمه کې په یو کور کې ونیول شو. په عملیاتو کې د برید کوونکي سربیره ۴ تنه نور هم ونیول شول. د نوموړو ۴ تنو یو نارینه او درې ښځې دي. نیول شوي ۴ تنه نور هم بهرنیان دي. په خبر کې راغلي دي چې داعشیانو وخت په وخت د اوسیدو د ځای د بدلولو او خوراکي توکو د رانیولو په خاطر د نوموړو افریقايي میرمنو نه کار اخیسته. د ویلو ده چې د استانبول د امنیې قومندانۍ د شپې په کلب د برید کوونکي د نیولو په خاطر ۱۰۰۰ تنه ځانګړي پولیس په دنده ګمارلي وو.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې سره مینه لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې میشتو یو زیات شمیر بهرنیو موډلانو ، سندرغاړو او هنري څیرو د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف چې غواړي چې د ترهګریزو بریدونو سره د ترکیې پرستیژ او څیرې ته زیان ورسوي په ګډه په هنري مبارزې پیل وکړ.
نوموړو په ګډه په انګلیسي ژبه د یو فلم په جوړولو سره نړۍ ته پیغام ورکړې دی. نوموړو په خپور کړي فلم کې ویلي دي چې « د ترکیې سره مینه لرو، مه ډاریږۍ، ترکیه یو ډیر ښکلی هیواد دی، ترهګرو ته ځانونه مه تسلیموۍ، راشئ ددې هیواد ښکلاګانې ووینۍ. »
نوموړی دا فلم د ټولنیزې مډیا له لارې هم خپور کړی دی . فلم په ډیره کمه موده کې د میلیونونو تنو لخوا ننداره شو.
د صباح ورځپاڼې « پې کاکا ماشومان مرګ ته بیايي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د استخباراتو ادارې د هغه ماشومانو په اړه چې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوي او د جګړې په خاطر غرونوته استول شوي او په جګړو کې وژل شوي په اړه راپور خپور کړ. په راپور کې د نوموړو ماشومانو نومونو، د زیږیدنې نیټې، د مرګ نیټې او عکسونو ته هم ځای ورکړ شوی دی . په راپور کې راغلي دي چې ډیری ماشومان چې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا تښتول کیږي جنسي او فزیکي تیري پرې هم شوي دي. د راپور له مخې د پې کاکا ترهګره ډله ډیری ماشومان د پیسو او ډالرو په بهانه تښتوي. په غرونو کې پرې جګړه کوي او که چیرې د جګړې نه وي نو بیا پرې لرګي ټولوي او غلامي پرې کوي. په راپور کې راغلي دي چې د پې کاکا ترهګرې ډلې جګپوړي چارواکي بیا پیغلوټو انجونو نه د کنیزو په توګه کار اخلي او جنسي اړیکې ورسره ټینګوي. د راپور په وروستي برخه کې راغلي دي چې د پې کاکا ترهګره ډله ډیری ماشومان سوریې ته جګړو ته استوي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې اقتصادي زیربناګانې قوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د مالیې وزیر ناجي اغبال وویل چې د ترکیې اقتصادي زیربناګانې قوي او پیاوړي دي. د همدې امله ترکیه په نړۍ کې د ټولو بحرانونو او اقتصادي ستونزو سره سره اقتصادي ودې ته دوام ورکوي. هغه وویل چې د ترکیې د حکومت په توګه اقتصادې وده، استخدام برابرول، د بې کارۍ د کچې راټیټول او داسې نور زمونږ مسولیت دی.
هغه وویل چې د ترکیې اقتصاد د ودې په حال کې دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « شمالي قبرس ترک جمهوریت دې په شانګهای کې داخل کړی شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د انرژۍ د ستراتیژۍ او سیاستونو د څیړنیز مرکز ریس اوغوزخان اق یانار وویل ، د قبرس د ستونزې حل د انرژۍ له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري. هغه وویل که چیرې د قبرس سویلي برخه نه غواړي چې دا ستونزه حل شي ترکیه باید د روسیې سره د اړیکو نه په ګټې پورته کولو سره د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د شانګهای سازمان کې داخل کړي.