د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1718966130)
د سټار ورځپاڼې « هغه څوک چې په لاسونو کې بمونه او وسلې لري او هغه څوک چې ډالر احتکاروي ګډ هدف لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسعارو په بازارونو کې د ډالرو پر وړانډې د ترکي لیرو د بیې د راټیټیدو نه په ترکیې د اقتصادي بریدونو په توګه یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان پرون یو ځل بیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د ګذر وکیلانو سره لیدنه وکړه. هغه د ګذر وکیلانو ته په وینا کې وویل « هغه څوک چې په لاسونو کې او بمونه لري او هغه څوک چې د ډالرو او ایرو احتکار کوي ګډ هدف لري او دواړه یو شان ترهګر دي. د دواړو موخه ترکیه په ګونډو کول دي. ترکیه د خپلو اهدافو او موخو نه لرې کول دي. »
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د ترکیې پر خلاف جدي لوبې روانې دي. هغه وویل لکه څرنګه چې د جولای د ۱۵ مي کودتا نه سمدلاسه وروسته د ترکیې پر خلاف اقتصادي بریدونه پیل شول او د ترکیې میړانه ملت يي مخه ونیوله یو ځل بیا د ټولو نه پدې اړه د ګامونو د اوچتولو غوښتنه کوم.
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ مهم پانګه وال په استانبول کې راټولیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د ۵۰ میلیاردو ډالرو سرمایې خاوندان پانګه وال په استانبول کې سره راټولیږي. په خبر کې راغلي دي چې د نړۍ مهم سوداګر د فبروري د میاشتې په ۱۳ مه نیټه ترکیې ته راځي. په خبر کې راغلي دي چې د فبروري په ۱۳ مه نیټه استانبول د پانګه والو د مهمې غونډې کوربه توب کوي. پدې غونډه کې به د نړۍ د ۷۵ هیوادونو نه پانګه وال ګډون وکړي. دا غونډه به د ترکیې متشبصین د نړۍ د مهمو پانګه والو سره اشنا کړي. غونډه د لندن د اسهامو د بازار په مالي مرسته جوړیږي. په سږنۍ غونډه کې به د خلیج د هیوادونو مهم پانګه وال هم ګډون وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې پانګه والو تابعیت ورکول کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د تابعیت په قانون کې اصلاحات تیره ورځ په رسمي جریده کې خپاره شول. د نوموړو اصلاحاتو له مخې ددینه وروسته په ترکیه کې هغه کسانو ته چې دوه میلیونه ډالره پانګه اچونه وکړي ، یا د یو میلیون ډالرو په ارزښت غیرې منقول اموال لکه کور یا دوکان وپيري یا درې میلیونه ډالره بانکي حساب پرانیزي د ترکیې تابعیت ورکول کیږي. همداشان هغه کسانو ته چې ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړي هم د ترکیې تابعیت ورکول کیږي. د پانګه والو میرمنو او ماشومانو ته هم تابعیت ورکول کیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې د روسیې سره په سوریه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د الوتنو د امنیت او هر ډول احتمالي پیښو د مخنیوي په خاطر په پلازمینه مسکو کې تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د ترکیې لوی درستیز د دفتر لخوا په خپر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو یو هیت د مسلې اړوند د روسیې د پوځ سره په مسکو کې غونډه وکړه.
د غونډې نه وروسته د ترکیې او روسیې د وسله والو ځواکونو د هیتانو ترمنځه په سوریه کې د روانو عملیاتو پر مهال د الوتنو د امنیت او احتمالي پیښو د مخنیوي اړوند تفاهم لیک لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې غونډه کې په سوریه کې د ترهګریزو سازمانونو په پر خلاف د هوايي بریدونو پر مهال ، د روسیې او ترکیې د جنګي الوتکو ترمنځه د هر ډول احتمالي پیښو د مخنیوي په خاطر ، د روسیې او ترکیې د هوايي ځواکونو ترمنځه د الوتنو د امنیت په اړه د کوردیناسیون او همکارۍ میکانیزم جوړ شو.
د حرییت ورځپاڼې « د مستندو فلمونو نهمه سیالي جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي د نهم ځل لپاره د ټي آر ټي د مستندو فلمونو فیستیوال جوړوي. په خبر کې راغلي دي چې په فیستیوال او سیالۍ کې د ګډون په خاطر په وړاندیزونو پیل شوی دی . په فیستیوال کې د ګډون په خاطر وړاندیزونه د فبروري د میاشتې تر ۳ یمې نیټې منل کیږي. د ویلو ده چې پدې ددې سیالۍ ګټوونکي دوه فلمونه به د مې په ۱۱ مه نیټه د مستندو فلمونو مینه والو سره په ننداره کیښودل شي. همداشان د مې په ۱۵ مه نیټه به د سیالۍ ګټوونکي مستند فلم ته جایزه ورکړ شي.
د فیستیوال په اړه زیات معلومات کولی شي د trtbelgesel.com د ادرس نه ترلاسه کړۍ.