د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « دښمنان د ترکیې وده او پرمختګ زغملی نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د ولسوالانو سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان ولسوالانو په وینا کې وویل «نوي ترکیه به د تاسو سره په ګډه جوړوو. ترکیه د داخل او خارج نه د ډیرو سختو بریدونو لاندې قرار لري. ترکیه ځکه د بریدونو لاندې ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره وده او پرمختګ کوي. لا په یو قوي هیواد بدلیږي. دښمنان د ترکیې قوت او طاقت زغملی نشي. د همدې امله په ترکیې بریدونه کوي. »
د ینې شفق ورځپاڼې « د سوریې په عملیاتو کې ملکي کارکوونکې هم ګډون کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر فکري اشق وویل چې « په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په روانو عملیاتو کې به ملکي کارکوونکي هم ګډون وکړي. په سوریه کې د روانو عملیاتو په لړ کې تر ننه پورې څه باندې ۲۰۰۰ کیلومتره سیمه د ترهګرو نه تصفیه شوې ده . د داعش ترهګرې ډلې نه په تصفیه شوو سیمو کې د بیارغونې په خاطر د ګامونو په اوچتونو پيل شوی دی . پدې چارو کې به د ترکیې ملکي کارکوونکي هم برخه واخلي.
د صباح ورځپاڼې « بهرني پانګه وال په ترکیې پوره باور لري » د سرلیک لاندې لیکلی دي ، په ترکیه کې د ترکي لیرو پر وړاندې د بهرني اسعارو د بیې د لوړیدو او احتکاري بریدونو او هڅو سره سره بهرني پانګه وال په ترکیې پوره باور لري. په خبر کې راغلي دي چې تیره ورځ د ترکیې د خزانې ادارې لخوا په داوطلبۍ کې د نړۍ مهمو پانګه والو ګډون کړی وو. همداشان د جنوري په ۲۶ مه نيټه د چناک کلا ولایت پل پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کیږي. وار د مخه د سویلي کوریا، جاپان، چین، ايټالیا او متحده عربي اماراتو د نوموړې پروژې په خاطر وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د برازیل هیواد نامتو شرکت BRF د ترکیې د د بانویت د چرګاټو د شرکت ۷۹ عشاریه ۴۸ سلنه برخه وپیروده. همداشا د متحده عربي اماراتو ګولف نویګیشن شرتک د ترکیې د پولیمار د سمندري چارو د شرکت سره په ګډه کار پیل کړ.
د حرییت ورځپاڼې « واشنګټن پوست : امریکا د ترکیې سره لا زیاته مرسته کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي دي چې امریکا په پام کې لري د ترکیې سره د سوریې د الباب په سیمه کې د داعش پر خلاف د روانو عملیاتو په برخه کې لا زیاته مرسته وکړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې امریکا د ترکیې سره د لا زیاتو مرستو په خاطر په سیمه کې د هوا نه په استخباراتي کشف پيل کړی. امریکا به ددینه وروسته په منظمه توګه د ترکیې سره استخبارات شریک کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي د امریکا لخوا د ترکیې سره د مرستو د زیاتو پریکړه د دواړو هیوادونو ترمنځه د روانو لیدونو کتنو او مذاکراتو او د روسيې لخوا د الباب په سیمه کې د ترکیې نه د ملاتړ کولو نه وروسته وکړه.