د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1bde/c41c/f61f/583bc80594d64.jpg?time=1719280398)
د ینې شفق ورځپاڼې « د دوست کلمې کارول مې ورته په ژبه نه راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لویدیځو هیوادونو د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګریزو سازمانونو اړوند په دوه مخې چلند سخته نیوکه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې لویدیځه نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا د بېچاره او مظلومو سوري کډوالو پر مخ خپلې دروازې تړلي دي او د ترهګریزو سازمانونو د غړیو پر مخ يي پرانیستي دي. هغه وویل چې لویدیځه نړۍ نن ورځ ترهګرو ته د سروزرو په پتنسونو کې د پناه حق وړاندې کوي . ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ په انقره کې د سفیرانو ۹م کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل « هغه ترهګر چې په ترکیه کې په تور لست کې نیول شوی دی او هر ځای کې لټول کیږي په امریکا کې د یو پوهنتون د ریس په توګه ټاکل کیږي. دا څه ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده. دا څرنګه دوستي ده. په ژبه مو دوی ته د دوست د کلمې کارول نه راځي. »
د حرییت ورځپاڼې « د انقرې نه امریکا ته غبرګ پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سفیرانو نهم کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې په امریکا کې د ترامپ ادارې ته غبرګ پیغامونه واستول. چاووش اوغلو د امریکا د نوې ادارې نه د ترکیې انتظارات بیان کړل. هغه وویل « زمونږ لومړنۍ غوښتنه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر هر څه ژر ترکیې ته سپارل دي. دویمه غوښتنه په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې پي وای جي سره همکاري پایته رسول دي. »
د سټار ورځپاڼې « د داعش په موضعګانو د توغندیو برید » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې د فرات ډال په نامه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې ترکي ځواکونو دا ځل د داعش په موضعګانو د زیرکو توغندیو بریدونه وکړل. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د لومړي ځل لپاره په سوریه کې د داعش پر خلاف د زیرکو او پرمختللو توغندیو نه کار اخیستی دی. دا توغندي ملکي وګړو د ځاني زیان د مخنیوي په خاطر کارول شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونه د هوايي ځواکونو لپاره د تعلیمي جیټ الوتکو د جوړولو په خاطر په پروژو کار کوي. پدې چوکاټ کې د ترکیې د تعلیمي جیټ الوتکو پروژې هم ارزوي. امریکا د تعلیمي جیټ الوتکو په خاطر داوطلبي جوړوي. ترکیه هم په پام کې لري چې پدې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د ترکیې د هوايي او فضايي چارو ادارې ویلي دي چې پدې داوطلبۍ کې به ترکیه د یو امریکايي شرکت سره په ګډه ګډون وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د پاکستان پخوانی لوی درستیز د اسلامي اردو قومندان وټاکل شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د پاکستان پخوانی لوی درستیز ستر جنرال راحل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په موخه د جوړې شوې اسلامي اردو د قومندان په توګه وټاکل شو. په خبر کې راغلي دي چې اسلامي اردو د سعودي عربستان په مشرۍ ۴۱ هیوادونه غړي لري. ددې ځواکونو مشري به د پاکستان پخوانی لوی درستیز وکړي.