د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9210/4669/0b6b/58410eeb749e4.jpg?time=1719031934)
د حرییت ورځپاڼې « زمونږ هدف معلوم کس ندی بلکې ترهګري ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د ګذر وکیلانو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې « د فرات ډال په نامه په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د روانو عملیاتو موخه مشخص یو یا هیواد ندی، زمونږ اصلي هدف ترهګریز سازمانونه دي. هیڅوک باید ددې مسلې په اړه شک او شبهه ونکړي. همداشان هیڅوک دې زمونږ د څرګندونو د تحریف کولو هڅه هم نکوي. ترکیه په سیمه کې د روانو عملیاتو سره د سوریې او عراق ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه اخلالوي، برعکس خپلې پولې د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه تصفیه کوي. »
ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه او عراق کې د روانو عملیاتو یواځې موخه د ترهګریزو سازمانونو او ډلو تصفیه کول دي. هغه وویل چې د خپل پولو ترڅنګ د داعش، پې کاکا، پي وای ډي او وای پي جي په څیر ترهګرو ډلو ترهګرو فعالیتونو ته اجازه ورکولی نشو. هغه وویل « که چیرې د سوریې او عراق دولتونو د خپلو هیوادونو او ملي یووالي په خاطر په واقعي ډول سره د ترهګرو پر خلاف مبارزه کړي وی او هغوې ته يي په خپله خاوره کې ځای نوی ورکړی نن ورځ به په نوموړي هیواد کې د ترکیې پوځي عملیاتو ته هیڅ حاجت نه لیدل کیدی.»
ولسمشر اردوغان د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل چې ترکیه اروپايي هیواد دی. ترکیه په اروپا کې میلمه نه بلکې کوربه هیواد دی.
د خبرترک ورځپاڼې « په انقره کې د روسیې سفیر: غواړو چې ترکیه د شانګهای غړیتوب واخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې د روسیې لوی سفیر اندري کارلوف د ان ټي وي سره مرکه کې وویل چې « هم چین او هم قزاقستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ترکیې د غړیتوب غوښتنه کوي. هر څه اماده دي . یواځې د ترکیې پریکړه پاتې ده . » هغه وویل چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د غړیتوب په بدل کې د ترکیې نه د اروپايي ټولنې سره د اړیکو او یا د غړیتوب د مذاکراتو د درولو غوښتنه نه کوو. ترکیه کولی شي چې د ټولنې د غړیتوب په خاطر خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي د هیواد د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق د هیواد د ریزې په ولایت کې د انرژۍ د مرستې د مرکز د پرانیستو په مراسمو کې وویل
« د انرژۍ په سکتور کې د مشتريانو ممنونیت ډیر مهم دی. دا د انرژۍ د مرستې مرکز د خلکو د شکایتونو د اوریدو او ددې سربیره استخدام ته د زمینې برابرولو په خاطر جوړ شوی دی . د انرژۍ په برخه کې د شکایتونو د اوریدو او خدماتو په برخه کې به د اروپايي هیوادونو نه خپه واړو. پدې برخه کې به مهم ګامونه اوچت کړو. پدې باید ټول ښه پوه شي چې د هیواد د انرژۍ د سکتور راتلونکی د نن نه سبا او د سبا نه بل سبا لا روښانه دی.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي چې په ترکیه کې د انلاین تجارت او پلور پیر کچه د یو کال په دننه کې د پام وړ لوړه شوې ده . ترکیه نن ورځ پدې برخه کې په نړۍ کې څلورم لوی هیواد دی. په ترکیه کې ۳۸ سلنه پلور پیر د کریدت کارتونو سره کیږي. ترکیه د جاپان، انګلستان او سویلي کوریا نه وروسته په نړۍ کې څلورم هیواد دی چې تر ټولو ډیر پکې خلک د کریدت کارتونو نه استفاده کوي.
ترکیې پدې برخه کې د امریکا، جرمني، ایټالیا او فرانسې په څیر د نړۍ د مهمو هیوادونو نه خپه اړولې ده .
په ترکیه کې په یو کال کې د انټرنټ له لارې ۶۵ میلیاردو ترکي لیرو راکړه ورکړه شوې ده . په ترکیه کې ۵۸ میلیونه کریدت کارتونه شتون لري. د نوموړو کریدت کارتونو نه ۲۴ میلیونه د انټرنټ له لارې په پلور پیر کې کارول کیږي.
د صباح ورځپاڼې « په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره ماشوم ته د زړه د نقل عملیات ترسره شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې په پلازمینه انقره کې د لومړي ځل لپاره یو ماشوم ته د زړه د نقل عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول. نوموړی ماشوم ددې عملیات سره له مرګه وژغورل شو.
د ویلو ده چې د بیت الله په نامه د لسو میاشتو ماشوم چې ۷ کیلو وزن يي درلود د زیریدنې نه وروسته ډیر ژر ژر ناروغیده . ماشوم ته د ساه تنګي ناروغي هم پیدا شوې وه. د ماشوم کورنۍ د نوموړو شکایتونو روغتون ته مراجعه وکړه.
د ماشوم د معایناتو نه وروسته معلومه شوه چې جدي قلبې ستونزه لري. په انقره کې د لوړ اختصاص څیړنیز روغتون نوموړي ماشوم ته د زړه د عملیات پریکړه وکړه.
ماشوم ته د نوامبر په ۲۳ مه نیټه عملیات شو.