د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

619609
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  «  مرستیال لومړی وزیر: د ترکي لیرو د پياوړي کولو په خاطر مهم  پلانونه  لرو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش  د ترکي لیرو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړیدو په اړه وویل چې « دا مسله په اصل کې  په امریکا کې د ټولټاکنو  او د نوې  ادارې او ولسمشر نه  د احتمالي  تمو او توقعاتو نه  سرچینه اخلي. هغه وویل چې دا  یو توربلانس  دی  او تیریږی. هغه زیاته کړه چې  د ترکي لیرو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړیدل  د ترکیې د اقتصاد نه سرچینه نه اخلي . دا مسله بهرني اغیزې لري. هغه وویل چې  « زمونږ  خوشبینه یو. انشاالله چې  لنډه موده وروسته به ترکي لیرې  د ډالرو پر وړاندې بیرته  ارزښت پيدا کړي او د ډالرو بیه به راټیټه شي. »

هغه وویل چې د ترکي لیرو د لا پياوړتیا په خاطر  جدي پلانونه نیول شوي دي. ددینه وروسته به  په ځانګړې توګه په تحاري برخو کې د ترکي لیرو کارونې ته  جدي پاملرنه وشي.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  سوداګرو غوښتنه : ددینه وروسته قراردادونه باید په ډالرو نه بلکې په ترکي لیرو  وشي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي  ، په امریکا متحده ایالتونو کې  د دونالد ترومپ  د ټاکل کیدو سره  سم  د اسعارو په نړۍوالو بازارونو کې ډالرو ارزښت د پام  وړ لوړ شوی دی . ددې په مقابل کې  د ترکیې حکومت  د ترکي لیرو  د پياوړتیا په خاطر  په ځینو ګامونو پورته کولو لاس پورې کړ. ترکي سوداګرو  پدې برخه کې د ترکیې د حکومت نه  د ملاتړ اعلان وکړ. د ترکیې سوداګرو ویلي دي چې  دوی هم  پدې برخه کې ځینې مسولیتونه لري. دولت باید  ددینه وروسته ټول قراردادونه په ترکي لیرو  وکړي. ترکي سوداګرو ویلي دي چې  پدې برخه کې هر ډول مسولیت د په غاړه اخیستو ته حاضر دي.

د سټار ورځپاڼې  « په اروپايي ټولنه کې د لا زیاتو کډوالو د تګ په خاطر اندیښنې پاریدلي دي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا د پارلمان لخوا  د اروپايي ټولنې په خاطر  د ترکیې د روانو مذاکراتو د ځنډولو د پریکړې په اړه ولسمشر رجب طیب اردوغان  سخت غبرګون  وښود. ولسمشر اردوغان اروپا ته خبرداری ورکړ چې  د ترکیې پر خلاف د بل کوچني ګام  د پورته کولو په صورت کې به د اروپا سره   په پولو کې خپلې دروازې به د کډوالو پر مخ  خلاصې کړي. د ولسمشر اردوغان  دې خبر داري  د اروپايي ټولنې نه وار خطا کړی دی. د بله پلوه  په ترکیه کې سوري کډوال بیا وایي چې  « ترکیې  ددوی سره  هر ډول مرسته کړې ده  خو  دوی د اروپا نه هم د ورته ګامونو د اوچتونو غوښتنه کوي.»

سوري کډوالو ویلي دي چې  د ولسمشر اردوغان نه  غواړي چې د اروپا سره پولې ددوې پر مخ  پرانیزي. د ویلو ده که چیرې ترکیه د اروپا سره  خپلې پولې د کډوالو پر مخ  پرانیزې په لومړني پړاو کې به ۵۰۰ زره تنه کډوال اروپا ته تیر شي. دې مسلې د اروپآ جدي اندیښنې پارولي دي.

د صباح ورځپاڼې  «  اروپايي ټولنه  د کلونو کلونو راهیسې ترکیې ته فریب وکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جرمني د هیواد نامتو اقتصاد پوه  والټر هالسشټاین  ویلي دي چې  اروپايی ټولنه  د کلونو کلونو راهیسې ترکیې ته د غړیتوب  ورکولو په بهانه  فریب ورکوي.

هغه ویلي دي چې  ترکیې  د ۱۹۶۳ کال د سپټمبر په ۱۲ مه نيټه  د اروپا سره  تړون لاسلیک کړ. هغه ویلي دي چې  ترکیه  د اروپايي ټولنې غړیتوب ته د نوماندو دوو هیوادونو نه  یو  دی. هغه ویلي دي چې څه باندې  نیمه  پيړۍ کیږي چې  ټولنه ترکیې ته فریب ورکوي. هغه ویلي دي چې اروپايي ټولنه کې د یووالي په خاطر  سورې او نارې وهي  خو  د ترکیې پر مخ يي دروازې تړلي او د ترهګرو پر مخ يي پرانیستي دي.

هغه ویلي دي چې  نن ورځ په اروپا کې څه باندې  ۲۰۰ د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند  مدني ټولنې فعالیت کوي.

د اروپا او ترکېې ترمنځه په ۱۹۷۰ کال کې د الحاقي پروتوکول لاسلیک شوی دی . ددې پروتوکول له مخې  باید په ۱۹۷۶ کال کې ترکانو ته  د ویزې معافیت پيل شوی وی  او په ۱۹۸۶ کال کې ترکیې ته پوره غړیتوب ورکړ شوی وی. که چیرې  اوسنیو ته حالاتو ته وګورو نه  اروپا په خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د خبرترک ورځپاڼې  لیکلي دي روسیه  د تورې بحیرې په تل کې  د ترک جریان په نامه  د ګازو نللیکه  ترکیې ته راغځوي. ددې پروژې په اړه   ترکیې او روسیې ترمنځه لاسلیک شوی  تړون  د تصویب په خاطر  ولسي جرګې ته وړاندې شوی دی. د تړون د لاسلیک سره به هر څه ژر  په پروژې کار پیل شي. په خبر کې راغلي دي چې د ددې پروژې په چوکاټ کې دوه نللیکې غځول کیږي چې یوه به يي د ترکیې له لارې  اروپا ته وغځول شي.

 



اړوند خبرونه