د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « مننه ترکیې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په اسراییلو کې د نوامبر په ۲۲ مه نیټه پيل شوی او په لنډه موده کې ټول هیواد يي د ګواښ سره مخامخ کړي اور لګیدنې د مړولو په برخه کې د ترکیې په ګډون څو هیوادونو مرسته وکړه . په خبر کې په اسراییلو کې اورلګیدنه چې ټول هیواد ته ګواښ مخامخ کړی وو د ترکیې په ګډون د څو هیوادونو په مرسته تر کنټرول لاندې ونیول شوه. د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د نوموړي هیواد د هاتزور په هوايي ډګر کې بهرنیو پیلوټانو سره چې د مرستې په موخه راغلي وو لیدنه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې نتنیاهو د اور وژنو په اړه د چارواکیو نه د معلوماتو د اخیستو نه وروسته د ترکیې د اور وژونکې ډلې نه لیدنه وکړه. نتنیاهو وروسته د ترکیې نه راغلو اور وژونکو الوتکو په مخکې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د ټولو هیوادونو نه چې د اسراییلو سره يي د اور وژنې په برخه کې مرسته کړې ده مننه وکړه. د بله پلوه د اسراییلو ولسمشر بیا د ترکیې د مرستو له امله د مننې په خاطر ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هغه نه يي مرسته وکړه.
هغه پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې د مرستو نه قدرداني وکړه او وویل چې دا لومړی ځل ندی چې ترکیه ددوی سره مرسته کوي. ددینه مخکې هم څو ځله مرستو لاس اوږد کړی دی. د ویلو ده چې ترکیې په ۲۰۱۰ کال کې اسراییلو ته دوه اور وژونکې الوتکې استولې وې.
د خبرترک ورځپاڼې « د دیوار تر شا هم هر څه لیدلی شي » ترکي انجینیرانو داسې رادار ماشین چې د دیوار تر شا هم هر ډول حرکت تثبیتولی او لیدلی شي جوړ کړ. په خبر کې راغلي دي چې د نوموړي سیستم نه د هیواد نه بهر د ځانګړو عملیاتو په خاطر کار اخیستل کیږي. د ویلو ده چې دا سیستم د دیوار تر شا چې په هیڅډول د کوم شي د لیدو امکان شتون ونلري د هر ډول ژوندي شي حرکت ، مسیر او تعداد تثبیتولی شي.
د صباح ورځپاڼې « د ترومپ نه دوه غوښتنې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر او ادارې سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړه. هغه وویل چې د امریکا نوي ولسمشر او نوې ادارې ته هیله من دی. هغه وویل چې د امریکا د نوي ولسمشر نه د ترکیې غوښتنه د ۷۸ میلیونو تنو غوښتنې ته ځواب ورکول او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن هر څه ژر ترکیې ته سپارل دي.
هغه وویل چې د امریکا د نوې ادارې او نوي ولسمشر نه زمونږ دویمه غوښتنه د سوریې په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې پي وای ډي سره په اړیکو بیا کتنه ده. مرستیال لومړي وزیر وویل چې شخصآ هغه د امریکا نوې ادارې ته هیله من دی.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ایران ته د خپل سفر پر مهال د نوموړي هیواد ولسمشر حسن روحاني سره هم لیدنه وکړه.
روحاني پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « په سوریه او عراق کې د سولې او استقرار د ټینګولو په خاطر د ترکیې سره باید لا زیاته همکاري وشي . »
هغه وویل « نن ورځ زمونږ په سیمه کې حالات ډیر حساس دي. د سیمې د ستونزو د حل په خاطر د تهران او انقرې همکاري او سلا مشوره کیدای شي چې د نورو په پرتله ډیر ګټور وي. »
همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه همکاري د سیمې د سولې ، ثبات او ګټو له پلوه ځانګړې اهمیت لري.