د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

616729
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « اردوغان : د ډالرو پر ځای په سرو زرو پانګه اچونه وکړئ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په نړۍوالو بازارونو او په ځانګړې توګه  په ترکیه کې د ځايي پیسو پر وړاندې د ډالر د بیې د لوړیدو په اړه وویل « په ۲۰۱۵ کال کې  په نړۍ کې اسلامي  مالي سیستم  ۲ عشاریه ۱ تریلیون ډالرو ته  رسیدلی دی. د همدې امله  د اسعارو په نړۍوالو بازارونو کې  د ډالر د فشار نه  د ژغورنې تر ټولو غوره لار د ډالرو پر ځای  په سروزور  پانګه اچونه ده. ولسمشر اردوغان  پرون په استانبول کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو د سازمان د اقتصادي او سوداګرۍ د دایمي کمیټې په ۳۲ مه غونډه کې  د خپلې وینا په ترڅ کې په اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې  نړۍوالو بحرانونو پر وړاندې ځانونه  قوي کړي.

د وطن ورځپاڼې  « ددې وخت رارسیدلی دی چې اسلامي هیوادونه په لویدیځه نړۍ کې د اسلام فوبیا  پر وړاندې باید  غبرګون  وښايي  »    د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د سازمان د اقتصادي او سوداګرۍ د دایمي کمیټې په ۳۲ مه غونډه کې  په ځانګړې توګه په لویديځه نړۍ کې د اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنۍ  ستونزې نه یادونه وکړه. هغه وویل چې دا ستونزه د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو  ده. هغه وویل لویديځه نړۍ  په دوامداره توګه اسلامي نړۍ ته  فریب ورکوي. په ځانګړې توګه په امریکا او اروپا کې د اسلام دښمنۍ  کچه  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو  ده . په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو پر خلاف د بریدونو کچه لوړه شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ زمونږ جوماتونه سوځول کیږي، زمونږ په مقدساتو بریدونه کیږي. خو دا ټول  په لویدیځ کې کیږي. ددې وخت رارسیدلی دی چې  مسلمانان  غږ  اوچت کړي. په نړۍ کې  د اسلام دښمني پر خلاف باید غږ اوچت  کړو. اسلامي هیوادونه باید غبرګون وښايي.

د سټار ورځپاڼې  « حکومت د څو ورځو په دننه کې  د اقتصاد په اړه ښه زیرو ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وویل چې ، پدې وروستیو کې په ترکیه کې د ډالرو پر وړاندې د ترکیې د پولي واحد د بیې راټیټیدل  او  د بانکونو لخوا د پور ورکولو په برخه کې  د خنډونو جوړول  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د بادارانو  کار دی. دوی غواړي چې پدې ډول  د ترکیې په اقتصاد  منفي  اغیزې وکړي. هغه وویل چې د دښمانانو په لوبو  ډیر ښه اګاه  یو چې د همدې امله مو  په تدابیرو نیولو پیل کړی دی.

هغه وویل چې انشاالله د څو ورځو په دننه کې به هیوادوالو ته د اقتصاد په برخه کې ډیر ښه زیري ورکړو. هغه زیاته کړه چې په دولتي بانکونو کې  د بانکي سود  د کچې د راټیټولو په برخه کې چارې دوام لري.

د ینې شفق ورځپاڼې  « ملت د اروپايي ټولنې د غړیتوب پر خلاف  دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې  اروپايي ټولنې ته د غړیتوب  په برخه کې  د خنډونو پر وړانډې  میدان وډبو. ترکیې اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی  چې  د غړیتوب د مذاکراتو د بهیر د ځنډولو په صورت کې به  د شانګهای د همکاریو سازمان ته د غړیتوب په خاطر  وړاندیز وکړي. د ترکیې د خبرداري نه وروسته د اروپا پارلمان  د حیرانتیا سره مخامخ دی. د اروپا پارلمان  نن  د ټولنې سره د ترکیې د غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو  په اړه رای اچونه کوي. د بله پلوه په ترکیه کې  ډیر  خلک د ترهګرۍ نه د ملاتړ له امله  اروپا ته په قهر  دي. په ترکیه کې د ۱۶ زرو تنو په ترسره شوې نظر پوښتنه  ۸۸ سلنه  کډون کوونکو  د اروپايي ټولنې د غړیتوب سره  مخالفت څرګند کړی دی. یواځې  ۹ سلنه  ګډون کوونکو د غړیتوب په خاطر د مذاکراتو د دوام  غوښتنه کړې ده .

درې سلنه خلک  بې طرفه  پاتې شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې  « ترکیې د شانګهای د انرژۍ د کلوپ مشري په غاړه واخیسته  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د ۲۰۱۷ کال لپاره  د شانګهای د همکاریو د سازمان د انرژۍ د کلوپ د مشر هیواد په توګه  وټاکل شوه. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیه د شانګهای  د همکاریو د سازمان غړیتوب نلري. خو ترکیې  یو څه موده مخکې  یاد شوي سازمان ته وړاندیز کړی وو چې یواځې غړي هیوادونه نه  بلکې  ناظر هیوادونه  ته هم باید مشري  ورکړل شي. د ترکیې دا وړاندیز  د مسکو په غونډه کې د رایو په اکثریت سره ومنل شو. پدې ډول  د لومړي ځل لپاره  د یاد شوي سازمان د غړیو نه بهر یو هیواد  د مشر په توګه ټاکل کیږي.



اړوند خبرونه