د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

603565
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  « جرمني ترهګرو ته غږ پرانیزي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  په جوړه شوې غونډه کې  ګډونوالو ته په وینا کې د جرمني د عدلیې  د وزیر د هغه څرګندونو  په اړه چې ویلي وو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  غړي چې د کودتا نه وروسته جرمني ته پناه وړې  ترکیې ته به يي ونه سپاري  سخت غبرګون څرګند. ولسمشر اردوغان وویل چې  د جرمني د هیواد  ددې ډول  دریځ او چلند  په اړه اندیښمند یو. جرمني ددې ډول  چلند سره  په ښکاره توګه  ترهګرو ته  غږ پرانیزي. ترهګرو ته ځای ورکوي. ولسمشر اردوغان په جرمني غږ وکړ چې  ترهګر  د خطرناکه  لړم  خاصیت لري. هر هغه څوک چې  لړم په شا وګرځوي  نن وي او که  سبا  همدا  لړم  به  يي وچیچي.

د سټار ورځپاڼې  «  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ریښو د وچولو پولې  بیړني حالت  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر عمر چلیک پرون  د یونان په پلازمنیه اتن کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر الکسیس چیپراس  سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ. هغه  پدې خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په هیواد کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د ریښو د وچولو په خاطر به تر هغه مبارزه دوام  وکړي تر کومه چې  پوره قناعت حاصل شي. د همدې امله  په هیواد کې به بهرنی حالت دوام وکړي. هغه وویل  « پداسې حال کې چې په ترکیه کې د کودتا نه  ۴ میاشتې تیریږي خو  د اروپا د کمیسیون مشر تر اوسه پورې د ترکیې نه  لیدنه ندې کړې. »

هغه وویل چې د ترکیې د خلکو لپاره  د اروپايي ټولنې تر ټولو  ستر اعتبار او وصف  د کودتاچیانو او دیکتاتور رژیمونو پر خلاف  دریدل  او مبارزه کول دي. خو  پدې وروستیو کې د اروپا لخوا شوو څرګندونو  مونږ  ټول  د ناهیلۍ سره مخ کړي یو.

د وطن ورځپاڼې  لیکلي دي  د ترکیې وسله وال ځواکونه  د بې پيلوټه الوتکو لپاره  د سوق او ادارې نوی  مرکز  جوړوي. ددینه وروسته  په ټول هیواد کې به بې پیلوټه الوتکې  په پلازمینه انقره کې ددې نوي مرکز نه  سوق او اداره شي. پدې مرکز کې به د بې پيلوټه الوتکو لخوا اخیستل کیدونکي ټول  تصویرونه او فلمونه  تعقیبیږي او وروسته به لازمو  ادارو ته  استول کیږي. همداشان د ترکیې وسله وال ځواکونه په پام کې لري چې  د بې پیلوټه الوتکو په خاطر  یوه جلا قومنداني  جوړه کړي. دا مرکز به د امریکا  د نیوادا  او نیومکسیکن  د مرکزونو په څیر  کار وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي په ترکیه کې جوړه شوې  د ترکیې او افریقا ګډه اقتصادي غونډه  پایته ورسیده. د نوموړې غونډې نه وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې  راغلي دي چې  د ترکیې او افریقا راتلونکې ګډه اقتصادي غونډه به په ۲۰۱۸ کال کې  د افریقا په کوربه توب  جوړه شي.

پدې غونډه کې  په افریقا کې  د استخدام، د تکنالوژۍ د ټرانسفر او د سیمې د خلکو د کاري وړتیا  د کچې د لوړولو په خاطر  په ګډه  د ځانګړو اقتصادي سیمو او پارکونو جوړول، د لوژستیک ګډو مرکزونو جوړول  او د تولیداتو په برخه کې د سیمې نه  د ملاتړ په مسلې تفاهم  وشو.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د بوغاز ایچي د فلمونو فیستیوال د کودتا تر عنوان لاندې جوړیږي  » د استانبول  د بوغاز ایچي  د فلمونو څلورم  نړۍوال فیستیوال  د نوامبر په ۱۰ مه نيته  پیلیږي. فیستیوال به ۸ ورځې دوام وکړي. د نوموړي فیستیوال  مشر  اوګون شانلي یر  وویل چې  سږني فیستیوال به  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا  په اړه وي.



اړوند خبرونه