د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/cfc6/b56f/7fc9/5805bbdc904c0.jpg?time=1719103054)
د حرییت ورځپاڼې « مسکو ته مهم سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصی اکار پرون د یو رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته لاړ. په خبر کې راغلي دي چې د لوی درستیز سره پدې سفر کې د ترکیې د ملي استخباراتو مشر حاکان فیدان هم ملګرتیا کوي.
د ترکیې لوی درستیز په مسکو کې د خپل روسي سیال سره په لیدنه کې په سوریه کې د ترکیې د لخوا د داعش پر خلاف د روانو عملیاتو، په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې او څانګو يي پي وای ډي او وای پي جي پر خلاف په مبارزې، د حلب په انساني حالاتو او عراق د موصل د ښار د بیرته نیولو په عملیاتو خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي استانبول یو ځل بیا د نړۍ په کچه مشهور د اسیا او اروپا دوو لویو وچو ترمنځه د ځغاستې ۳۸ مې نړۍوالې سیالۍ کوربه توب کوي. ورځپاڼې لیکلي دي دا سیالي چې د ۳۸ م ځل لپاره جوړیږي د نوامبر په ۱۳ مه نیټه د یکشنبې په ورځ به د استانبول ترسره کیږي. په سیالۍ کې د څه باندې ۳۰ زرو تنو د ګډون تمه کیږي. سیالي د اسیا او اروپا دوه لویو وچو نخلوونکي د جولای د ۱۵ مې د شهیدانو په په پل کې جوړه شي. په سیالۍ کې د ګډون په خاطر د نوم لیکنې بهیر دوام لري. د نوم لیکنې بهیر به د نوامبر تر ۱۲ مې نیټې دوام وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي په امریکا متحده ایالتونو کې د سپتمبر د ۱۱ مې په پیښه کې د سعودي عربستان د خپې د راکاږولو په اړه د پریکړې نه وروسته په لویدیځ کې د خلیج د هیوادونو د پانګه والو پانګې د ګواښ سره مخامخ شوې . ددې په مقابل کې د خلیج د هیوادونو پانګه والو خاطر ترکیې ته مخه کړې ده. د هیواد د ګمرکانو او سوداګرۍ وزیر بولنت توفنګچي په مشرۍ هیت په بحرین کې د پانګه والو په غونډه کې ګډون وکړ. ترکي پلاوي پدې غونډه کې د خلیج د هیوادونو پانګه والو ته په ترکیه کې د سترو پروژو او پانګه والۍ د فرصتونو په باره کې معلومات ورکړل. د ترکیې د ګمرکاتو او سوداګرۍ وزیر پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « په ترکیه کې په ډیرو سترو سترو پروژې پانګه اچونې دوام لري. مونږ غواړو چې د هر چا نه مخکې زمونږ ورورنه ددې فرصتونو نه ګټه پورته کړي. »
هغه خلیج پانګه والو ته په ترکیه کې پانګه اچونې ته بلنه ورکړه.
د خبرترک ورځپاڼې « په انتالیا کې د روسي ګرځندویانو شمیره ۱۲۹ زرو تنو ته لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اکتوبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې د روسي ګرځندویانو شمیره دې کچې ته رسیږي. په خبر کې راغلي دي چې د روسیې د سیاحتي نماینده ګیو د هلو ځلو او په ترکیه کې روسي ګرځندویانو ته د فرصتونو له امله د اکتوبر په میاشت کې په انتالیا کې د روسي ګرځندویانو شمیره ۱۲۹ زره ۵۳۹ تنو ته رسیدلې ده.
د صباح ورځپاڼې « د غږ په واسطه د سرطان د ناروغۍ تشخیص » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بوغازایچي پوهنتون د فزیک د څانګې یو تن استاد ډاکټر بورچین نونال او څیړونکې ډلې د وړانګو او غږ د یو ځای کولو د فوتو اکوستیک مایکروسکوب جوړ کړ.
په خبر کې راغلي دي چې دا مایکروسکوب په کامله توګه د ملي امکاناتو سره جوړ شوی دی . دا مایکروسکوب د غږ په واسطه د سرطان ، بندونو او شکر ناروغي د وخت وړاندې تشخیصوي.