د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې امریکا متحده ایالتونو ته د ترکیې د عدلیې وزیر په مشرۍ د هیت سفر په اړه خبر خپور کړی دی . یادې شوې ورځپاڼې د ترکیې د مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش له قوله لیکلي دي چې ، امریکا ته د عدلیې د وزیر په مشرۍ د هیت د سفر اصلي موخه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر ترکیې ته د سپارولو د مسلې په اړه ده. هغه وویل چې د عدلیې وزیر به د امریکايي چارواکیو سره په لیدنه کې ترکیې ته د فتح الله ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د سپارولو پورې د هغه د نیولو غوښتنه وکړی. هغه وویل داسې ښکاري چې ترکیې ته د فتح الله ګولن د اعاده کولو بهیر اوږد شي. خو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر د نړۍ په څلورو ګوډونو کې د خپلو پلویانو په راټولو پیل کړی دی . دې مسلې ترکیې ته جدي ګواښ مخامخ کړی دی . مرستیال لومړي وزیر وویل چې فتح الله ګولن په امریکا کې د امکاناتو نه په استفادې سره اوس هم ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي چې هر څه ژر باید ددې خبرې مخنیوی وشي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د نورو په امر حرکت نه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نورالدین جنکلي وویل چې ، د امریکا لخوا د سپټمبر د ۱۱مې په پیښه کې د سعودي عربستان د خپې د راکاږولو پریکړې په پرمختللو هیوادونو کې د خلیج هیوادونو د پانګه اچونو منفي اغیزې کړي دي. د امریکا متحده ایالتونو دې پریکړې خلیج هیوادونو کې یو ډول بې باوري پیدا کړې ده . هغه د خلیج هیوادونو پانګه والو ته په ترکیه کې د پانګه اچونې بلنه ورکړه.
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر وویل چې په نړۍ کې د هغه هیوادونو او د هغوې په امر د حرکت کوونکو بازارونو په مقابل کې باید یو ښه بدیل بازار پیدا کړو. یو ډیر ښه مالي مرکز پيدا کړو. د همدې امله ترکیه د هغوې پر وړاندې د بدیل په توګه تر ټولو ښه او مناسب هیواد او مالي مرکز دی. هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې هر کال د سیمې د هیوادونو نه د ۱۵ نه تر ۲۰ میلیاردو ډالرو پورې پانګه اچونې کیږي.
د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې په ترکیه کې پانګه وال تل ګټه کوي. ترکیه یوه بله مهمه ځانګړتیا هم لري هغه داده چې ، هر پانګه وال چې څه وخت وغواړي په هماغه وخت کولی شي چې د ترکیې نه خپله سرمایه وباسي.
د ینې شفق ورځپاڼې « بهرني پانګه وال په ترکیې پوره باور لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اقتصادي درجه بندیو د سازمان مودیز لخوا د ترکیې د اقتصادي لمبرو د راټیټولو د پریکړې سره سره بهرنیان په ترکیه کې پانګه اچونې ته دوام ورکوي. بهرنیان په ځانګړې توګه د غیرمنقول اموالو په برخه کې پانګه اچونې کوي. د استانبول د ساختماني شرکتونو ټولنې ویلي دي چې د اقتصادي درجه بندیو د نړۍوال سازمان د ټولو ناکامو هلو ځلو او دښمنیو سره سره په ترکیه کې پانګه اچونې دوام لري. په ځانګړې توګه ساختماني سکتور د هرې ورځې په تیریدو وده کوي. د غیرمنقول اموالو سکتور د ودې په حال کې دی. یادې شوې ټولنې ویلي دي چې هغه بهرنیان چې د ترکیې داخلي بازارونه او فرصتونه د نږدې تعقیبوي په ترکیه پانګه اچونې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي.
د وطن ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو لوی ځوړند پل » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې د سمندر د پاسه د نړۍ تر ټولو لوی ځوړند پل جوړیږي. ورځپاڼې لیکلي دي ددې پل سره به د اسیا او اروپا دوه لویې وچې یو ځل بیا سره ونخلول شي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د نوموړي پل د جوړولو قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کیږي. د نوموړي پل په خاطر نن د اکتوبر ۲۶ مه نیټه داوطلبي کیږي. تمه کیږي چې د پل بنسټ د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه کیښودل شي.
نوموړی پل د ۵۱۶۹ مترو په اوږدوالي سره جوړیږي. تمه کیږي چې دا پل د پنځو کلونو په دننه کې جوړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شي. په پل باندې د ۱۰ میلیاردو ترکي لیرو د لګښت اټکل شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « حضرت محمد ص د الله رسول » په نامه فلم نندارې ته وړاندې کیږي. ورځپاڼې لیکلي دي نوموړی فلم لومړی خبریالانو ته نندارې ته وړاندې شو. پدې فلم کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د ماشومتوب او ځوانۍ ژوند ته کتنه شوې ده .
فلم د ایراني فلم جوړونکي مجید مجیدي لخوا جوړ شوی دی .