د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې ترکیه د اکتوبر په ۱۷ مه پيل شوي د موصل ښار د بیرته نیولو عملیاتو سره په څو برخو کې مرسته کوي. د عراق په شمال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا روزل شوي پیشمرګه او نینوا ځواکونه د موصل په عملیاتو کې فعاله ونډه لري. همداشان د ترکیې ۴ جنګي الوتکې د نړۍوال ایتلاف په هوايي عملیاتو کې ګډون لري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د عراق امنیت د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري. هغه وویل چې د عراق په شمال کې د بعشیقه په سیمه کې میشتو ترکي ځواکونو تر اوسه پورې څه باندې ۷۰۰ تنه داعش جنګیالي له منځه وړي دي. عراق زمونږ ګاونډی هیواد دی. د عراق امنیت زمونږ لپاره د خپل هیواد د امنیت په څیر مهم دی. هغه وویل چې نن ورځ هر سړی د سوري کډوالو په مسلې یواځې خبرې کوي خو ترکیې څه باندې درې میلیونو تنو ته پناه ورکړې ده. ترکیه نن ورځ د څه باندې ۳۰۰ زرو تنو عراقي کډوالو کوربه توب کوي. سربیره پر دې د عراق په پوله کې یو زیات شمیر نظامي کمپونه لرو.
د صباح ورځپاڼې « د بعشیقه ښار د درو لورو نه محاصره شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د عراق په شمال کې د بعشیقه په سیمه کې میشتو ترکي ځواکونو د یکشنبې په ورځ نوموړی ښار د داعش ترهګرې ډلې نه د تصفیه کولو د عملیاتو په چوکاټ کې د داعش په مرکزونو درانده د توپخانې بریدونه وکړل. د ویلو ده چې د موصل د ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د تیرې یکشنبې په ورځ پيشمرګه ځواکونو د بعشیقه د ښار د نیولو په خاطر ستر تعرض پيل کړ. د ترکیې وسله والو ځواکونو د داعش په موضعګانو د توپخانې بریدونو نه وروسته پیشمرګه ځواکونو په پرمختګ پیل وکړ. یاد شوی ښار د داعش ترهګرې ډلې نه د تصفیه کولو په خاطر د درې لورو نه محاصره شوې ده . د ویلو ده چې د ښار ډیرې برخې د داعش نه تصفیه شوې وې خو د یادې شوې ډلې د ځانمرګیو بریدونو له امله پرمختګ په کلاره شوې دی. پیشمرګه ځواکونه په پام کې لري چې د بعشیقې د ښار د نیولو سره په موصل ښار کې د داعش ترهګرې ډلې موصلاتي لارې وتړي. بعشیقه د موصل ښار په ۱۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
همداشان ترکیه هم په بعشیقه ښار کې د پیشمرګه او سني ځواکونو د روزنې په خاطر روزنیز مرکز لري. ترکیې پدې روزنیز مرکز کې په سلګونو تنه سرتیري ځای په ځای کړي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « ۵۴ میلیونه تنه کډه شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونو د پیو په نامه یو څیړنیز مرکز په منځني ختیځ کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځه د کډوالو په اړه څیړنې کړي او یو راپور يي جوړ کړی دی.
پدې څیړنه کې معلومه شوې ده چې د ۲۰۰۵ کاله په پرتله په منځني ختیځ کې د کډوالۍ کچه ۱۲۰ سلنه لوړه شوې ده . دې مسلې د منځني ختیځ د کډوالو شمیره د ۲۵ میلیونو تنو نه ۵۴ میلیونو ته لوړه کړې ده . په راپور کې راغلي دي چې په منځني ختیځ کې د کډوالۍ څپه په ځانګړې توګه په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيلیدو نه وروسته لویه شوې ده . په راپور کې راغلي دي چې نن ورځ د منځني ختیځ د سیمې د هرو لسو تنو نه یو تن کډوال دی. همداشان ترکیه ، اردن او یمن هغه هیوادونه دي چې تر ټولو زیات کډوالو ته يي پناه ورکړې ده .
د حرییت ورځپاڼې « په ترکیه کې په اوسط ډول هر ورځ د ورځې دونیم ساعته د انټرنټ له لارې موزیک اوریدل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې دجیتل موزیک د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو دی.
په خبر کې راغلي دي چې دجیتل نړۍ په ترکیه کې د موسیقۍ په برخه کې د پلاک ۷۰ کلن ، د فیتو یا کسټو ۵۵ کلن او د سي او ډي وي ډي ۳۵ کلن حاکمیت په لسو کلونو کې لمنځه یوړ. .
د وطن ورځپاڼې « نړۍ د هر وخت نه لا زیاته ککړه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هوا پیژندنۍ نړۍوال سازمان ویلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې په فضا کې د کاربن ډاي اوکساید کچه تر هر وخت ډیره لوړه شوې ده . یاد شوې سازمان ویلي دي چې اټکل شوی دی چې څو نسلونه به دا کچه په همدې اندازه لوړه پاتې شي.