د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5535/2216/69a4/57fb33a6726c3.jpg?time=1719025865)
د ینې شفق ورځپاڼې « د ۱۴ هیوادونو د شرکتونو مشران د پانګه اچونو په خاطر ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نورالدین جانکلي وویل چې د پانګه والو د مشورتي شورا نهمه غونډه به د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په مشرۍ راتلونکي اوونۍ کې په استانبول کې پيل شي.
هغه وویل چې پدې غونډه کې به د نړۍ د ۱۴ هیوادونو نه د لسو جلا جلا سکتورونو پانګه وال ګډون وکړي. د لومړي وزیر مرستیال وویل چې ددې غونډې موخه د نړۍ د پانګه والو ترکیې ته مخه کول، په ترکیه کې هغوې ته د کاري فرصتونو بیانول او د پانګه اچونې په برخه کې هغوې ته د تشویقونو او فرصتونو په اړه د اول لاس نه معلومات ورکول دي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ملي تعلیمي الوتکې حور کوش بې پيلوټه هم جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې په ملي امکاناتو جوړه شوې د حور کوش یا ازادۍ مرغۍ په نامه تعلیمي الوتکې بې پیلوټه هم جوړیږي. د ترکیې د هوايي او فضايي چارو د شرکت لخوا جوړه شوې حور کوش تعلیمي الوتکې د ترکیې د ملکي هوايي چلند نه د الوتنې جواز د ترلاسه کولو نه وروسته د اروپا د هوايي چلند امنیت د اژانس نه د الوتنې اجازه نامه هم ترلاسه کړه. د بله پلوه د هیواد د هوايي او فضايي چارو شرکت د وسله والو ځواکونو لپاره ددې الوتکې د بې پیلوټه د تولیدولو لپاره نسټوني بډ وهلي دي.
پدې چوکاټ کې به د هیواد د هوايي او فضايي چارو شرکت د پرمختللې تکنالوژۍ سره پرمختللې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړي.
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې د لمر په انرژۍ ستره پانګه اچونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق د قونیې ولایت د قره پنار په سیمه کې جوړیدونکي د لمر د انرژۍ د سنټرال په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. هغه وویل چې ددې پروژې سره به د یو میلیارد ډالرو په پانګه اچونې سره ۱۷ میلیونه کیلوواټ ساعته برښنا تولید شي. هغه وویل چې ددې سنټرال له برکته به ۶۰۰ زرو کورونو ته برښنا ورکړل شي. د انرژۍ وزیر وویل چې ددې پروژې سره یواځې د هیواد دننه نه بلکې د ټولې سیمه په کچه به د لمر د انرژۍ په برخه کې غوښتنې پر ځای کړو.
د حرییت ورځپاڼې « اسلام فوبیا زهرجن عمل دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په امریکا متحده ایالتونو کې د اسلام فوبیا په اړه چې د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو تر ټولو جنجالي مسله ده په واشنګټن کې د نامتو مطالعاتي مرکز اتلانتیک شورا لخوا غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د استانبول د سبانجي انیستیتیوت افتخاري غړې وصلت سبانجي هم ګډون کړی وو.
وصلت سبانجي پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې اسلام فوبیا په اسلام کې د لویدیځې نړۍ پر خلاف نفرت او کینې زیږوي. هر هغه چا ته چې د اسلام فوبیا نه تغذیه کیږي باید دا وویل شي چې اسلام فوبیا د زهرجنو خوړو په څیر دي. د زهرجنو خوړو باید ډډه وکړي. هغې د اسلام فوبیا نه د کولتوري افراطیت په توګه یادونه وکړه.
د صباح ورځپاڼې « ترک زده کوونکي د اسلامي نړۍ جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان سږ ته یو تن ترک زده کوونکي ته د اسلامي نړۍ د غوره کسانو جایزه ورکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان د استانبول د ایدن پوهنتون د بڼسټ ایښودونکو د هیت ریس ډاکټر مصطفی ایدن د لوړو زده کړو په برخه کې اسلامي نړۍ ته د ترسره کړو خدماتو له امله دا جایزه ورکړل شوه.