د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « د ترکي جنګي الوتکو په حلب کې د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو هوايي بریدونه وکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې جنګي الوتکو تیره شپه د سوریې د حلب ښار په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په عسکري څانګو پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو په هدفونو درانده بریدونه وکړل. د هیواد د وسله وال ځواکونو د معلوماتو له مخې پدې بریدونو کې د ۱۶۰ او ۲۰۰ تنو ترمنځه ترهګر وژل شوي دي. همداشان پدې هوايي بریدونو کې د یادو شوو ترهګرو ډلو یو زیات شمیر زغروال ګاډي، ټانکونه، قرارګاه ګانې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې نوی امنیتي پلان » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په هیواد کې د ګذر وکیلانو سره په لیدنه کې د ترکیې نوی امنیتي پلان او دریځ روښانه کړ. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه راپدیخوا د ۲۸م ځل لپاره په هیواد کې د ګذر وکیلانو سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان د ګذر وکیلانو ته په خطاب کې په وینا کې وویل چې « ترکیې پخوانی امنیتي پلان او دریځ یوې خوا ته پریښې او نوی پلان او دریځ يي غوره کړی دی . ددې پلان او دریځ له مخې ترکیه ددینه وروسته ستونزې مخکې د مخکې نه تثبیتوي او د حل په خاطر يي ګامونه پورته کوي. ددینه وروسته به چړه هډوکې ته د رسیدو پورې صبر ونه کړو. خپل پلانونه پخپله جوړو او چیرته چې تهدید وي په هماغه ځای کې به يي له منځه وړو. د ترهګرو د تثبیتیدول پر مهال یوه شیبه هم ځنډو ونه شي. سمدلاسه به يي سرونه په سندان وځپل شي. انشاالله چې د نوي پلان سره به د پې کاکا ترهګرې ډلې داخلي او خارجي عنصرونه پاک او برطرفه کړو. د موصل ستونزه به پخپله په موصل کې حل کړو. په سوریه کې د دابق نه وروسته وار د الباب دی او انشاالله چې هر څه ژر به د الباب سیمه هم د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه کړو.»
د وطن ورځپاڼې « په بعشیقه کمپ برید په انقرې د برید په څیر شمیرل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان کولتورموش وویل چې ، د عراق د موصل د ښار ترڅنګ د بعشیقه په کمپ د هر ډول برید په صورت کې به ترکیه سمدلاسه ځواب ورکړي . هغه وویل چې په بعشیقه کمپ هر ډول برید په انقرې د برید په توګه شمیرل کیږي. هیچاته به اجازه ورنکړو چې په سیمه کې د ترکیې په کمپ برید وکړي.
د لومړي وزیر مرستیال وویل چې د موصل سربیره په کرکوک کې هم په قومي ساختارونو کې بدلون د ترکیې لپاره په هیڅډول د منلو وړ ندي. ترکیه به دې ډول اقداماتو ته اجازه ورنکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « سویډڼي سوداګر په ترکیې پوره باور لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي سره ددې چې په سیمه کې د هرې ورځې په تیریدو سره جیوپولتیک اورونه مخ په ډیریدو دي ددې سره سره ترکیه بهرنیو پانګه والو جذب ته دوام ورکوي. د سویډن د سوداګرو او پانګه والو مرکز په ترکیه کې د سویډني پانګه والو او شرکتونو د فعالیتونو او چارو په اړه څیړنې کړي او راپور جوړ کړی دی . په راپور کې سویډني سوداګرو په ترکیې پوره ډاډ ښودلی او د خپلو چارو نه پوره رضایت څرګند کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د بیکشتاش د فوټبال لوبډلې ناپولي لوبډلې ته په خپل کور کې ستره ماتې ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بیکشتاش فوټبال لوبډلې د اروپا د ناپولي لوبډلې ته چې په تیرو ۱۸ لوبې کې هیڅ ماتې نوه خوړلې ستره ماتې ورکړه. د اروپا د اتلانو د لیګ په سیالیو کې د ترکیې استازي بیشکتاش لوبډلې د ناپولي لوبډلې ته په خپل کور کې ۳ د دوو پر وړاندې ماتې ورکړه.