د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د موصل د بیرته نیولو عملیات پيل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي تیره شپه د دولتي تلویزیون له لارې په وینا کې د داعش ترهګرې ډلې نه د موصل ښار د بیرته نیولو د ستر عملیاتو د پيلیدو نه خبر ورکړ. د عراق لومړي وزیر العبادي وویل چې د ښار د بیرته نیولو په صورت کې به موصل ته یواځې او یواځې د عراق د پوځ ځواکونه او پولیسو ته د داخلیدو اجازه ورکړل شي. همداشان هغه د موصل د خلکو نه د عراقي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه د عراق سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر بغداد ته هیت استوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د عراق د موصل ښار په شاوخوا کې د بعشیقه د کمپ پر سره د عراق د مرکزي حکومت سره د رامنځته شوي ستونزې د حلولو او د نوموړي هیواد سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر بغداد ته د هیت د استولو پریکړه وکړه. پدې هیت کې به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سربیره د لوی درستیزوالۍ او ملي استخباراتو استازي ګډون ولري. هیت به د عراقي چارواکیو سره د بعشیقه د کمپ او د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون په اړه خبرې وکړي. د یادولو وړ ده چې ترکیه د عراق د موصل ښار په شاوخاو کې د بعشیقه په کمپ کې په سلګونو تنه سرتیري لري. همداشان تیره اوونۍ د عراق حکومت د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون سره مخالفت څرګند کړ او د سیمې نه يي د ترکي ځواکونو د وتو غوښتنه وکړه. دې مسلې د عراق او ترکېې ترمنځه اړیکې ترینګلې کړي.
همداشان د عراق لخوا د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون سره د مخالفت نه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل « که چیرې د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د ګډون سره مخالفت شتون ولري ترکیه به خپل ب پلان تطبیق کړي. ولسمشر اردوغان پدې عملیاتو کې د ترکیې د ګډون په خاطر قوي اراده وښودله.
د حرییت ورځپاڼې « دابق تصفیه شو وار د الباب دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ازادې سوریې ځواکونو د ترکیې د وسله والو ځواکونو په مرسته د پیل کړي فراټ ډال په نامه د عملیاتو په ۵۴مه ورځ د سوریې په شمال کې د حلب ښار اړوند د دابق سیمه چې د داعش ترهګرې ډلې دویمه ستره کلا وه ونیوله. د ازادې سوریې ځواکونو د دابق د سیمې لویه برخه نیولې او په سیمه کې د ماینونو په شنډولو پیل کړی دی . په خبر کې راغلي دي د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په دابق سیمه کې د داعش په موضعګانو د درندو بمباریو نه وروسته داعش د الباب سیمې ته شاته کیدو ته اړ ویستل شو. همداشان د ازادې سوریې ځواکونو د دابق نه وروسته خپل بل هدف د الباب سیمه ټاکلی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اورواسیا د تونل پروژه په نړۍ کې تر ټولو د ښه تونل د پروژې په توګه وټاکل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اورواسیا تونل چې په یوه ډیره پيچلې او زلزله خیزه سیمه کې د سمندر په تل کې په ۱۰۶ مترۍ کې په ډیره پرمختللې تکنالوژۍ سره جوړ شوی دی پروژې په امریکا کې د ساختماني په برخه کې تر ټولو د ښه تونل د پروژې جایزه وګټله. په خبر کې راغلي دي چې د اورواسیا تونل چې په استانبول کې د سمندر په تل کې د اسیا او اورپا دوه لویې وچې سره ونخلوي د پرانیستو نه مخکې د نړۍ تر ټولو د ښه تونل په توګه وټاکل شو. د انجینیرنګ نیوز ریکاډ مجلې د خبر له مخې د اورواسیا تونل د نړۍ تر ټولو د ښه توګه په توګه وټاکل شو.
ددې تونل پروژه د تونل او پل په برخه کې د نړۍ تر ټولو د ښې پروژې لقب ترلاسه کړ.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه اروپا ته مرسدیس بنز میني بسونه صادروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د مرسدیس بنز د موټرو مشر ویلي دي چې ددینه وروسته اروپا ته د مرسدیس بنز د میني بسونو صادرات به د ترکیې نه ترسره کړي. هغه ویلي دي چې د ترکیې نه به د کال ۱۵۰۰ میني بسونه اروپا ته صادر کړي.
همداشان هغه ویلي دي چې په ترکیه کې په خپلو تولیداتو او صادراتو ویاړي.