د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د خبرترك ورځپاڼې ليكلي دي چې د تركيې په سياسي ډګر كې نوې اجندا د نوي اساسي قانون تصويب او د رياستي سيستم رامنځته كول دي.

589102
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

 

د خبرترك ورځپاڼې ليكلي دي چې د تركيې په سياسي ډګر كې نوې اجندا د نوي اساسي قانون تصويب او د رياستي سيستم رامنځته كول دي. ورځپاڼې په اقتدار كې د عدالت او پراختيا د ګوند د معلوماتو پر اساس ليكلي دي چې د نوي اساسي قانون پر مسودې باندې چې په كې د رياستي سيستم د رامنځته كولو مادې هم شاملې دي چټ كار روان دى او په راتلونكو ۱۰ ورځو كې په يې پارلمان ته وړاندې كړي. ټاكل شوې ده چې لومړى وزير بنعلي ييلدرم به په پارلمان كې د ګوندونو د مشرانو سره پدې اړه جلا جلا خبرې وكړي. د عدالت او پراختيا ګوند په پارلمان اوسمهال ۳۱۶ غړي لري. ټولپوښتنې ته د اساسي قانون د مسودې د وړاندې كولو په موخه د ۳۳۰ وكيلانو رايو ته اړتيا ليدل كيږي.

د ينې شفق ورځپاڼې خبر وركړى دى چې په عراق كې امريكايي ځواكونه د تلعفر په ښار كې پر تركمنانو بمباري كوي. ورځپاڼې ليكلي دي چې امريكايي ځواكونو چې په سوريه كې د داعش سره د مبارزې په موخه د پې كا كا د ترهګرې ډلې منسوبين په سيمه كې ځاى پر ځاى كړي دي، اوس غواړي چې همدا لوبه په عراق كې هم پلې كړي. ورځپاڼې ليكلي دي چې امريكا په پام كې لري چې د داعش د ترهګرې ډلې له منګولو د عراق د موصل د ښار د نيولو په موخه په عملياتو كې د تركي سرتېرو مخه ونيسي او پر ځاى كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې منسوبين او شيعه ملېشې ځاى پر ځاى كړي. ددې پلان له مخې داعشيان به د عراق په شمال كې د تركمني نفوسو د اوسېدو ښار تلعفر ته په شا وتمبوي او بيا به يې د ۴۵۰ زره نفوس لرونكي ښار سره يو ځاى بمبار كړي. پدې ډول به د فلوجه او تكريت په ښارونو كې د سنيانو د عاموژنې سره ورته عاموژنه په موصل كې هم رامنځته شي. د موصل كې شاوخوا ۱ ميليون نفوس به د داعش تر بهانې لاندې كډوالۍ ته اړ ويستل شي او بيا پر تلعفر باندې د امريكا او ايتلافي ځواكونو بمباري پيل شي.

د صباح ورځپاڼې په خپله اقتصادي پاڼه كې ليكلي دي چې بهرنيو پانګه والو د پانګې اچونې د درجه بندۍ د شركت موډيس خبره ونه منله. د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس څه موده وړاندې د رولس رايس د موټر جوړولو شركت په تركيه كې د تركي جټ الوتكې د جوړولو په پروژه كې د ګډون په موخه وړانديز كړى وو. سربېره پر دې د امريكا د بويينګ د شركت ۲۰ تنه لوړپوړي چارواكي هم غواړي چې پدې برخه كې پانګه اچونه وكړي. دا چارواكي به په استانبول كې د ساحه د هوايي او فضايي نندارتون په چوكاټ كې د خپلو تركي سياليو شركتونو د مشرانو سره ليدنې كتنې وكړي.

د وطن ورځپاڼې هم په اقتصادي پاڼه كې ليكلي دي چې د نړۍ د پانګې اچوونې سرمشريزه به استانبول كې دايره شي. ورځپاڼې ليكلي دي چې په داسې حال كې چې د نړۍ د انرژۍ سرمشريزه چې ددې اونۍ په سر كې جوړه شوې وه او په كې لسګونه تړونونه لاسليك شول، دا دى د اكتوبر په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ به د پانګې اچوونې سرمشريزه جوړه شي. ورځپاڼې ليكلي دي چې د پانګې اچوونې د سرمشريزې جوړېدل به د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا پلويانو ته غاښ ماتوونكى ځواب وي. پدې سرمشريزه كې به د نړۍ د پانګې اچوونې د ۱۷۰ آژانسونو استازي ګډون وكړي.


پيوندونه: #تركيه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه