د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
584643
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه به په عراق کې خپل شتوالي ته دوام ورکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د عراق په شمال کې د موصل د ښار د بعشیقه په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د پاتې کیدو په اړه غوڅ پیغام ورکړ.
د هیواد لومړي وزیر سوداګریزو خونو او اسهامو د ټولنې د سوداګرۍ او صنایعو د شورا په غونډه کې د مسلې په اړه ارزونې وکړې. لومړي وزیر ییلدرم وویل چې « نن وءځ د نړۍ د ۶۳ هیوادونو ځواکونه په عراق کې موجود دي. ترکیې هم د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په موخه او هم د خپل هیواد د امنیت په خاطر عراق ته وسله وال ځواکونه استولي دي. ترکیه به د داعش پر خلاف د مبارزې او د سیمې د قومي ساختارونو د بدلونو د مخنیوي په خاطر په عراق کې خپل شتوالي ته دوام ورکړي. که د عراق حکومت هر څومره مخالفت وکړي ترکیه په عراق کې خپل شتوالي ته دوام ورکوي.
هغه وویل تر کومه چې د عراق دولت د پې کاکا ترهګرې ډلې په اړه غوڅ تدابیر ونه نیسي ترکیه د سیمې نه نه جلا کیږي. هغه وویل چې په عراق کې د ترکي ځواکونو د موجودیت په اړه جنجال جوړول د وخت ضایع کول دي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د انرژۍ په مسله کې په صحي لار روانه ده او وده کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي دا څرګندونې د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق د هیواد د ادانا په ولایت کې د انرژي سا شرکت لخوا د ۱۴ ولایتونو لپاره جوړ کړی د معلوماتو د عمومي مرکز د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل چې ترکیه د چین نه وروسته د انرژۍ په برخه کې د ۴ عشاریه ۵ سلنې ودې سره د نړۍ تر ټولو په چټکه توګه وده کوونکی دویم هیواد دی. ترکیې د انرژۍ په برخه کې ډیر ګټور سیاست غوره کړی او ودې ته دوام ورکوي. ترکیه به د انرژۍ په برخه کې یو زیات شمیر مهم نور ګامونه هم اوچت کړي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د نړۍ د نامتو د رولس رویس د شرکت ریس وارن ایست د ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره لیدنه وکړه. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ایست پدې لیدنه کې په ټینګار سره ترکیې ته شراکت او په ګډه د ماشینونو د تولیدولو وړاندیز کړی دی .
ویل کیږي ایست پدې لیدنه کې ویلي دي چې غواړي په نړۍ کې د خپلو تولیداتو اتم لوی مرکز په ترکیه کې جوړ کړي . نوموړي د ترکیې لخوا په ملي امکاناتو جوړیدونکي د جنګي الوتکو په پروژه کې د برخه اخیستو غوښتنه کړې ده . هغه ترکیې ته د الوتکو ماشین په کامله توګه په ترکیه کې د تولید وړاندیز کړی دی .
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د روغتیا وزارت د حجراتو د تعویض ادارې د لومړي ځل لپاره د هیواد نه بهر د حجرې په انتقال سره د یو ماشوم ژوند وژغوره.
د ترکیې د حجراتو د تعویض ادارې د یو دوه کلن هندي ناروغ لپاره د نړۍ په ۵۷ هیوادونو کې د مناسبو حجرو د موندولو په برخه کې څیړنې وکړې.
د ترکیې د حجراتو د تعویض ادارې د نوموړي هندي ماشوم لپاره د ترکیې د سکاریا په ولایت کې مناسبه حجره د موندولو نه وروسته هندوستان ته واستوله.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د ملي نڅا د فیستیوال په سیالیو کې اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي د سویلي کوریا د چیونان په ښار کې جوړ شوي د ملي ناڅاګانو د فیستیوال په سیالیو کې ترکیې لومړی مقام خپل کړ.
د ترکیې لخوا پدې فیستیوال کې ګډون کوونکو د په زړه پورې نڅا سره د شلو هیوادونو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.