د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د عراق د پارلمان لخوا په بغداد کې د ترکیې لوی سفیر احضارول او د نوموړي هیواد په شمال کې د عراقي ځواکونو د روزنې په موخه د ځای په ځای شوو ترکي ځواکونو نه د یرغلګرو ځواکونو په توګه د یادونې پریکړې ته د ترکیې حکومت ځواب ووایه. د ترکیې د حکومت ویاند نعمان کورتولموش ددې خبرې په ټینګار وویل « هیچا ته به اجازه ورنکړو چې په بیشیکا کې د میشتو ترکي ځواکونو مسلې په اړه جنجالونه پيل کړي. هغه وویل چې ترکیې هم د عراق او هم د سوریه ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته تل درناوی کړی دی او پدې اړه يي خپل مسولیت ادا کړی دی .
د حرییت ورځپاڼې « د موصل پر سر متقابل اختارونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي تیره ورځ د عراق ولسي جرګې د نوموړي هیواد د موصل ښار په ۱۲ کیلومترۍ کې د بیشیکا په ولسوالۍ کې د میشتو ترکي ځواکونو د هیواد نه د ویستو د پریکړې په اړه انعکاسات دوام لري.
د ترکیې د حکومت ویاند نعمان کورتولموش د عراق د پارلمان د پریکړې په ځواب کې وویل « پداسې یو وخت کې چې عراق په څو برخو ویشل شوی دی په نوموړي هیواد کې د استقرار د ټینګښت په موخه د میشتو ترکي ځواکونو د ویستو حق هیڅوک نلري . »
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د اساسي قانون د محکمې ریس زوهتو ارسلان د اساسي قانون د محکمې د دوو تنو نوو غړیو رجايي اک یل او یوسف شوقي حق یمز د معرفي کولو په مراسمو کې وینا وکړه. هغه په خپله وینا کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په اړه د نړۍ دریځ او غبرګون ته په اشارې سره وویل « نړۍواله ټولنه په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په مقابل کې د غوره کړي دریځ او غبرګون سره په امتحان کې ناکامه شوه. هغه وویل هغه هیوادونه چې تل ځانونه د ډیموکراتیکو ارزښتونو او دیموکراسۍ اصلي خاوندان او دفاع کوونکي بولي، په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال د وژونکو وسلو سره د ډیموکراسۍ د قاتلانو پر وړاندې هیڅډول غبرګون ونه ښود او غږ اوچت نکړ. هغه وویل چې نړۍواله ټولنه او د ډیموکراتیکو ارزښتونو دا دفاع کوونکي د دیموکراسۍ په امتحان کې ناکامه شول. هغه په ترکیه کې د بیړني حال د مودې د غځولو نه د بیړني ضرورت په توګه یادونه وکړه.
د وطن ورځپاڼې « د ۶۳ هیوادونو نه څه باندې زر تنه متشبصین په استانبول کې راټولیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د ټولنې په مشرۍ په استانبول کې د نړۍ د ۶۳ هیوادونو متشبصینو غونډه کیږي. دا غونډه د نن د پنجشنبې په ورځ پیلیږي او ۴ ورځې دوام کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکيې او اوکراین د تکنالوژۍ د پوهنتونونو ترمنځه همکاري» د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د تکنالوژۍ لومړني خصوصي د انکا پوهنتون د اوکراین د خارکوف تخنیک پوهنتون سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. ددې تړون په چوکاټ کې به دواړه پوهنتونونه د ملي ټانک او چورلکې د ماشینونو د جوړولو د پروژې سره مرسته وکړي.