د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ملګروملتونو د امنیت د شورا دایمي غړیو شمیره باید شلو ته لوړه کړې شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې جوړ شوي د علم او تکنالوژۍ په نړۍوال کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې یو ځل بیا د ملګروملتونو او امنیت شورا په ساختار نیوکه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو امنیت شورا د دایمي غړیو شمیره باید شلو ته لوړه کړې شي. هغه وویل چې د امنیت په شورا کې لس غړي باید په هرو دوو کلونو کې بدل او پر ځای د نورو هیوادونو استازي وټاکل شي . پدې ډول د ملګروملتونو د سازمان ۱۹۳ غړي هیوادونه به په خپل وار سره د امینت په شورا کې د غړیتوب چانس ترلاسه کړي. د ملګروملتونو د سازمان ټول غړي به د امنیت په شورا کې د دایمي غړیتوب چانس ترلاسه کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې په توګه ددې شعار سره چې نړۍ د پنځو نه لویه ده اعتراض ته دوام ورکوو. هغه وویل چې نن ورځ د ټولې نړۍ برخلیک د پنځو هیوادونو د دوو شونډو ترمنځه دی چې دا خبره د منلو وړ نده. دا پنځه هیوادونه چې څه وغواړي هغه کیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو سازمان په نړۍ کې د بې عدالتۍ د لمنځه وړو په موخه جوړ شوی دی خو نن دا سازمان پخپله د بې عدالتۍ سرچینه ده. د ملګروملتونو سازمان نن ورځ په خپلو چارو او اهدافو کې پاتې راغلی دی .
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې پنټاګون » لیکلي دي په ترکیه کې حکومت د جولای په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته د هیواد نظامي قطعات د ښارونو نه بهر ویستو پریکړه وکړ. پدې اړه په چارو پيل وشو.
ورځپاڼې لیکلي دي حکومت د پلازمینې انقرې د ایتي مسګوت په سیمه کې د ملي استخباراتو لپاره د جوړې کړې نوې ودانۍ ترڅنګ د ملي دفاع وزارت او لوی درستیزوالۍ لپاره هم ودانۍ جوړوي. حکومت په پام کې لري د امنیتي ارګانونو ترمنځه د لا ښې همکارۍ په خاطر ټول په یوې سیمه کې سره راټول کړي. ټول امنیتي ارګانونه به په یو مرکز کې فعالیت وکړي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه د امریکا متحده ایالتونو په دریځ او چلند د نوموړي هیواد ولسمشر باراک اوباما یو ډیر نږدې کس فیلیپ ګوردون هم نیوکه وکړه. نوموړي ویلي دي چې د امریکا لخوا په ترکیه کې ترسره شوې کودتا پر وړانډې د لازم غبرګون نه ښودو ترکان ناهیلي کړي دي. د چا خبره ترکان فکر کوي چې امریکا ورسره ستر خیانت کړی دی. د همدې امله د امریکا په اړه د ترکانو په احساساتو ځان پوهول ګرانه خبره ده.
هغه ویلي دي چې امریکا د ترکیې د خلکو احساسات په صحي ډول ندي ارزولي.
د صباح ورځپاڼې « په فرانسه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې تلویزیوني کانال د سټلایت نه وویستل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند تلویزیوني کانال چې د سټلایت له لارې خپرونې کولې د سټلایټ نه وویستل شو.
ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې ددینه وړانډې فرانسې ته د نوموړي تلویزیوني کانال د خپرولو د درولو غوښتنه کړې وه چې د فرانسې فضايي چارو او مخابراتو ریاست پرون نوموړی تلویزیوني کانال د سټلایت نه وویست.
ورځپاڼې لیکلي دي یاد شوي شرکت ددینه وړاندې هم د پې کاکا ترهګرې ډلې اړوند تلویزیوني کانال ته خبرداری ورکړی وو چې دا ځل يي ورته خپرونې ودرولې.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې په پیرو کې جوړ شوي د تکواندو په لسمې نړۍوالې اتلولۍ کې د ۱۶ مډالونو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې دویم مقام خپل کړ. په خبر کې راغلي دي چې د تکواندو نړۍواله اتلولۍ د تکواندو د نړۍوال فدراسیون لخوا د پیرو په پلازمینه لیما کې جوړه شوې وه. پدې اتلولۍ کې د ۵۵ هیوادونو نه ۷۶۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی وو. ترکیې پدې اتلولۍ کې د ۲۰ نارینه او ۱۶ ښځینه وزشکارانو سره ګډون کړی وو.
ترکي ورزشکارانو پدې سیالیو کې ۵ د سروزور، ۴ د سپینو زرو۷ او ۷ د زیړو د مډالونو د ترلاسه کولو سره د سویلي کوریا نه وروسته دویم مقام خپل کړ.