د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

581490
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « په ۹۶۰ کیلومتره سیمه کې  امنیت ټینګ  شو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې وسله والو ځواکونو د خپلو پولو د امنیت  په خاطر  د روان کال د اګست په ۲۴ مه نیټه  د سوریې په خاوره کې  د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف د پيل کړو عسکري عملیاتو په ترڅ کې د ترکیې سره په پوله کې  سیمې د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه کړې. د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې  ۹۶۰ کیلومتره سیمه  د سوري مخالفینو تر کنټرول لاندې راغله او امنیت پکې  ټینګ شو. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیه  په سیمه کې د باامنه سیمې د جوړولو په خاطر  لار هواروي. ترکیې په سوریه کې د جګړې د پیل راهیسې  د باامنه سیمې او په باامنه سیمه د الوتنو د بندیز غوښتنه کوله خو  نړۍوالې ټولنې پرې سترګې پټې کړې وې.

د حرییت ورځپاڼې  « په ترکیه کې د ولسمشر په مشرۍ د وزیرانو د شورا غونډه  جوړیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه  د بیړني حالت د مودې د غځولو په مسلې خبرې کوي.

په خبر کې راغلي دي چې  د تیرې چار شنبې په ورځ  د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت د شورا غونډه  جوړه شوې وه. د ملي امنیت د شورا په غونډه کې په هیواد کې  د موجود بیړني حالت موده  د ۳ میاشتو نورو لپاره  د غځولو  توصیه شوې وه. د وزیرانو شورا  په ننۍ غونډه کې  پدې اړه پریکړه کوي.

همداشان په ننۍ غونډه کې به  د بیړني حالت د مسلې سربیره  داخلي او خارجي  پرمختګونو، د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته  په دولتي اداراتو کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د پلویانو د تصفیې په په روانې مبارزې  او د داعش ، پې کاکا، پې وای ډي  ترهګرو ډلو پر خلاف په روانې مبارزې به خبرې وشوي. همداشان د وزیرانو د شورا په غونډه کې به په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په لاسته راوړنو هم غور وشي.

د صباح ورځپاڼې  د ترکیې  د استانبول  ښار  د انرژۍ ۲۳مې نړۍوالې غونډه ته  تیاری  نیسي. په خبر کې راغلي دي چې د انرژۍ نړۍواله کانګره  چې په نړۍ کې د انرژۍ د اولمپیاتو په نامه هم  مشهوره ده  د اکتوبر په ۹مه نیټه  د ۴ ورځو لپاره په استانبول کې جوړیږي. دا کانګره  د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر حمایې لاندې  د ترکېې د انرژۍ د وزارت په کوربه توب جوړیږي. په خبر کې راغلي دي چې پدې نړۍواله غونډه کې به د ۸۰ هیوادونو نه  کډونوال ویناوې وکړي. په غونډه کې به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  لومړی وزیر بنعلي ییلدرم او د انرژۍ وزیر برات البیرق  ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې ترکیې  ۴۰ کاله مخکې  په ۱۹۷۷ کال کې  د انرژۍ د نړۍوالې کانګرې کوربه توب کړی وو.

د وطن ورځپاڼې  « د لمر په انرژۍ میلیاردونه ډالره پانګه اچونه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې  د پاکې  انرژۍ په خاطر  په هلو ځلو پیل شوی دی . پدې اړه به لومړنۍ  پروژه  د قونیې او قره پنار  پروژه وي. په خبر کې راغلي دي چې په پام کې ده په ترکیه کې د لمر انرژۍ په برخه کې  پدې پروژې یو نیم میلیارده ډالره پانګه اچونه وشي. ددې پروژې قرارداد به په راتلونکې میاشت کې داوطلبۍ ته وړاندې شي. په خبر کې راغلي دي په پام کې ده چې  ترکیه ددې پروژې سره  د لمر نه ۱۰۰۰ میګاواټه  برښنا ترلاسه کړي.

په ترکیه کې د برښنا په انرژۍ دا لومړی ځل دی چې پدې کچه پانګه اچونه کیږي.

 



اړوند خبرونه