د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d9cb/7236/be65/57d2514f3edf0.jpg?time=1719027614)
د خبر ترک ورځپاڼې « د داعش هدفونه د ملي بمونو سره له منځه یوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکيې وسله والو ځواکونو د داعش پر خلاف په مبارزه کې د لومړي ځل لپاره د ملي حساسو بمونو نه کار واخیست. په خبر کې راغلي دي چې وسله والو ځواکونو د ملي بمونو سره د داعش ۴ مهم مرکزونه له منځه یوړل.
د ترکیې جنګي الوتکو د تل ار، العامریه او الایوبیه په سیمو کې د داعش په مرکزونو د ملي بمونو بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې د داعش ۴ عمومي مرکزونه له منځه یوړل شول.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې د سوریې سره په پوله کې د دیوار جوړولو چارې ګړندۍ کړې. د سوریې سره په پوله کې دیوار چې د امنیتي پلوه ځانګړې اهیمت لري ۲۰۰ کیلو متره برخه يي د ملي دفاع وزارت او سرحدي ولایتونو په مرسته سرته ورسید. همداشان پاتې ۷۱۱ کیلومتره برخه به يي د ترکیې د صدارات اړوند د کور جوړونې ادارې لخوا جوړ کړی شي. تمه کیږي چې پاتې ۷۱۱ کیلومتره دیوار د پنځو میاشتو په دننه کې جوړ او سرته ورسیږي. دا دریوار د سرته رسیدو سره به په نړۍ کې تر ټولو اوږد د دریم دیوار لقب ترلاسه کړي. ددې دیوار سره به د سوریې نه ترکیې خاورې ته ناقانونه تګ راتګ مخه هم ونیول شي.
د سټار ورځپاڼې « د بهرنیانو لپاره ترکیه د پانګه والۍ په برخه کې تر ټولو مناسب هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اقتصادي درجه بندیو نړۍوال سازمان مودیس لخوا د ترکېې د اقتصادي لمبرو د راټیټولو سره سره نړۍوال پانګه وال د ترکیې نه لاس نه اخلي. د نړۍ یو زیات شمیر نامتو پانګه والو ویلي دي چې ترکیه د پانګه اچونې په برخه کې په نړۍ کې د مهمو او ډاډمندو هیوادونو په کتار کې ځای لري.
په مرکزي او ختیځې اروپا ، منځني ختیځ او افریقا د سیمو ستراتیژیست تیموتي اش ویلي دي چې د نړۍوالو پانګه والو لخوا د ترکیې په اړه لیوالتیا د مودیس سازمان پر خلاف د ترکیې د قوي اقتصاد ښکارندويي کوي.
نوموړي اقتصاد پوه ویلي چې ترکیه د قوي اقتصادي او مالي سیستم صاحب هیواد دی او ددې هیواد په اقتصاد کې هیڅډول خطر شتون نلري.
د بله پلوه د جاپان د اقتصادي درجه بندیو شرکت جاپان کریدت ریټینګ ریس اورخان اوکمن ویلي دي چې د مودیس د سازمان د پریکړې سره سره ترکیه د پانګه اچونې په برخه کې مناسب او ډاډمن هیواد دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د قلندر یخني د اوسکار نوماند شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د ټکړه فلم جوړونکي مصطفی قره لخوا جوړ شوی د قلندر یخني په نامه فلم د اوسکار جایزې لپاره نوماند وټاکل شو. د هنري فعالیتونو کمیسیون لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزارت د سینما د برخې د ۱۷ تنو استازیو سره یو ځای د اوسکار نړۍوالې جایزه لپاره د قلندر یخني فلم نوماند وټاکه. په خبر کې راغلي دي چې دې فلم تر اوسه پورې په یو زیات شمیر فیستیوالونو کې جایزې ترلاسه کړي دي. پدې فلم کې د انسان او طبعیت اړیکو او فردي مجادلې کیسې ته ځای ورکړ شوی دی .
د صباح ورځپاڼې « ترکیه ډاډمند هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي استانبول د اروپا د باسکتبال پایلوبه په استانبول کې ترسره کیږي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د اروپا د باسکتبال لیګ پایلوبه په استانبول کې د ترسره کولو په خاطر د ایرو لیګ د مشر ژوردي سره قرارداد لاسلیک کړ. د ایرو لیګ مشر ویلي دي چې په استانبول کې د پایلوبې د ترسره کیدو له امله خوښ یم او ویاړم. هغه وویل چې پرته د کوم تردد نه مو په استانبول کې د پایلوبې د ترسره کیدو پریکړه وکړه. هغه زیاته کړه چې ترکیه یو ډاډمند هیواد دی او پوره باور لرم چې دا پایلوبه به ډیره شانداره تیره شي.