د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2ad7/00eb/4ff0/57c3d68abf22f.jpg?time=1719115468)
د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان جو بایدن ته د پې وای ډي ترهګرې ډلې په برخه کې درس ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نیویارک کې د امریکا متحده ایالتونو د مرستیال ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان په لیدنه کې د امریکا لخوا د پي وای ډي ترهګرې ډلې نه د ملاتړ له امله په نوموړي هیواد نیوکې وکړې. ولسمشر اردوغان د جوبایدن نه د کوباني په مسله کې د امریکا لخوا د پي وای ډي ترهګرې ډلې د وسلو د مرستو نه په یادونې سره وویل « د هغه وسلو د نیمایي نه ډیرې د داعش ترهګرې ډلې لاس ته ورغلې » ولسمشر اردوغان بایدن ته وویل چې امریکا یو ځل بیا خپله خطا تکراروي. د کوباني په مسله کې د پي وای ډي ترهګرې ډلې ته د هوا نه درې الوتکې وسلې وغورځولې چې د نیمايي نه ډیرې داعش لاسته ورغللې. امریکا نن یو ځل بیا عینې چلند او خطا کوي. ولسمشر اردوغان په امریکا د نیوکې سره وویل چې « د ترهګرو ترمنځه توپیر کول ښه کار ندی. ترهګر ټول ترهګر دي. ښه ترهګر او بد ترهګر شتون نلري. ولسمشر اردوغان بایدن ته وویل « که چیرې تاسې د پې واي او وای پي جي ترهګرو ډلو په واسطه وغواړۍ چې بله ترهګره ډله داعش له منځه یوسۍ دا ستاسې ستره خطا ده. ځکه چې د یوې ترهګرې ډلې سره د بلې ترهګرې ډلې له منځه وړل ناممکنه خبره ده. د النصره جبهه هم د داعش پر خلاف جګړه کوي خو تاسې د ترهګرې ډلې په توګه پیژنۍ. النصرې ته بد او پي وای ډي ته ښه ترهګر وايي چې دا ستاستو تر ټولو ستره خطا ده . »
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ ستر شرکتونه په ترکیې پوره باور لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نیویارک کې د نړۍ د سترو شرکتونو د مشرانو او پانګه والو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان پدې غونډه کې نړۍوالو پانګه والو ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې « په ترکیه کې د قوي مالي سیستم له امله کودتا هم د ترکیې په اقتصاد تل پاتې او ناوړه اغیزې ونکړې. په ډیره کمه موده کې هر څه نورمال حالت ته راوګرځیدل. »
په خبر کې راغلي دي چې د نړۍ سترو شرکتونو او پانګه والو په ترکیې د پوره ډاډ او اعتماد اعلان وکړ. پدې غونډه کې د سیټي بانک مشر وویل چې د جولای د ۱۵ مې کودتا د ترکیې په اقتصاد منفي اغیزې ندي کړي.
همداشان د امریکا د فرست ریپبلیک بانک مشر وویل چې ترکیه او ولسمشر اردوغان دریځ او چلند زمونږ د ټولو لپاره د الهام سرچینه ده. همداشان پدې غونډه کې د کوکاکولا د شرکت د ترکیې د څانګې مشر مختار کنټ بیا وویل چې پداسې یو ملت چې د کودتا پر مقابل کې خپله سینه سپر کړه افتخار کوم.
د سټار ورځپاڼې « د جولای ۱۵ مې کودتا فلم نه بلکې حقیقت دی » د ترکېې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن امنې اردوغان په نیویارک کې د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « یو زیات شمیر دوست هیوادونه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په مقابل کې چپه خوله پاتې دي. » د ولسمشر اردوغان میرمن په غونډه کې پوښتنه وکړه « که چیرې د ترکیې په څیر کودتا په امریکا کې رامنځته شوي وای آیا څه به پیښ شوي وای؟ ستاسې غبرګون به څه ډول وای؟ هغې وویل چې د فتح الله ګولن حیله ګر ترهګریز سازمان نړۍ ته فریب ورکوي. په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د نوموړي ترهګریز سازمان لخوا د اف ۱۶ جنګي الوتکو ، ټانکونو او چورلکو په واسطه په بې ګناه خلکو بمبارۍ او د توغندیو ورورل د فلم کومه صحنه نوه بلکې حقیقت دی.
د وطن ورځپاڼې « سیټي سکیپ یو ځل بیا په ترکیه کې نندارتون پرانیزي » د سرلیک لاندې لیکلي دي سیټي سکیپ نندارتون چې تیر کال د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې پرانیستل شوی وو غواړي چې د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې یو ځل بیا په ترکیه کې نندارتون پرانیزي. د ویلو ده چې د سیټي سکیپ د غیرمنقول اموالو پدې نندارتون کې به د ترکیې سربیره د نړۍ د غیرې منقول اموالو او پیژندل شوي ساختماني شرکتونه په ترکیه کې راټول کړي.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړي نندارتون لپاره تیاري ګانې پیل شوي دي. د ترکیې یو زیات شمیر ساختماني او د غیرمنقول اموالو شرکتونو د بهرنیو پانګه والو د پاملرنې د جلبولو په خاطر په ډول ډول کمپاینونو پیل کړی دی.