د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

574815
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې   «  د اردوغان خبرو ته  راغلل  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د امریکا  متحده ایالتونو چې  تل به يي د ترکیې لخوا په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو سره  مخالفت کولو  بالاخره  د ترکیې خبرې  وړاندیز ته  غاړه کیښوده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د وینا  په ترڅ کې یو ځل بیا  په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو غوښتنه وکړه. د ولسمشر اردوغان د وینا  نه  ۲۴ ساعته وروسته  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري  په خپله وینا کې وویل چې  « په سوریه کې د مشروع مخالفت په سیمو کې باید په الوتنو بندیز ولګول شي. ددې ګام  سره  به د اسد د رژیم لخوا  د ملکي وګړو  د وژنې  مخه ونیول شي. »

د صباح ورځپاڼې  «  قضایي قوه  نړۍ ته په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه معلومات ورکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد قضايي قوه  په ترکیه کې  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا په اړه معلومات ورکوي. پدې چوکاټ کې  د هیواد  لوی څارنوالۍ د ناکامې کودتا  انځوریزې  کتابچې  او بروشرونه  جوړ کړي  او بهرنیو میلمنو ته  يي ورکوي. هغوې  بهرنیو میلمنو ته  په ترکیه کې  د جولای په ۱۵مه د عسکرو په جامه کې د ترهګرو لخوا د ترسره شوې  ناکامې کودتا په اړه  معلومات ورکوي. هغوې  نړۍ ته  دا بیانوي چې کودتا  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  لخوا  چې مشر د ۱۹۹۹ کال راهیسې  په امریکا  کې میشت دی  شوې ده . د فتح الله ګولن  یواځنۍ موخه  د هیواد د نظم او مشروع  حکومت او دولت  ړنګول  او هیواد د ناڅرګندۍ  پر لورې  بیول وو.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  سل په سلو کې ملي بې پیلوټه الوتکه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ملي بې پیلوټه الوتکې  انکا  لپاره  ملي  ډیزلي  ماشین  جوړ شو. دا ماشین  سل په سلو کې په ځايي امکاناتو  جوړ شوی دی . په خبر کې راغلي دي چې  دا ماشین  د توساش  شرکت لخوا جوړ شوی ماشین  پرون  په اسکي  شهر ولایت کې  نندارې ته وړاندې  شو. د ترکیې د ملي دفاع وزیر فکري اشق  په نوموړو مراسمو کې وویل چې  ددې ماشین  رسمي تولیدات به هر څه ژر پيل شي. هغه وویل چې ددینه وروسته  زمونږ هدف نړۍ ته ددې ماشین  صادارت  دي. په راتلونکو پنځو کلونو کې به ترکیه انشاالله چې  په ملي امکاناتو  د الوتکو  ماشین  جوړ کړي.

د وطن  ورځپاڼې  «  په ترکیه کې د لمر په انرژۍ کارکوونکې لوکسه  کښتۍ  جوړه شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې  د انتالیا په ولایت کې  په کامله توګه  د لمر په انرژۍ کارکوونکې  لوکسه  او مدرنه  کښتۍ  تولید شوه. په خبر کې  راغلي دي چې  نوموړې  کښتۍ  دوه میاشتې  په سمندر کې  په بریالۍ توګه وازمایل شوه.

کښتۍ  د یو تن  اتریشي سوداګر  په سپارښتنه  جوړه شوې ده چې  د ازمایښتونو نه وروسته  نوموړي ته  وسپارل شوه. ویل کیږي دا کښتۍ  د یو عشاریه ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت  وپلورل شوه. د ویلو ده چې  کښتۍ ته  برقي جنراتور هم  جوړ  او نصب شوی دی . یاده شوې کښتۍ  په سمندر کې  ۲۰ میله پرته د ځنډه  د برښنا په انرژۍ  مزل کولی شي. د بطري د چارچ  د خلاصیدو  نه وروسته بیا  په برقی  جنراتور  کار کوي.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د نړۍ تر ټولو د ښو پوهنتونو په منځ کې  د ترکیې ۱۸ پوهنتونونو ځای نیولی  دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د انګلستان د لوړو زده کړو د موسساتو د درجه بندۍ  سازمان  د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال  د نړۍ تر ټولو ښه ۹۸۰ پوهنتونونو  لست  خپور کړ.

په خبر کې راغلي دي چې  په لومړنیو ۴۰۰ پوهنتونونو کې د ترکیې  د کوچ، سبانجي او بیلکنټ  پوهنتونونو ځای نیولی دی . همداشان د ترکیې  ۷ نوو پوهنتونونو د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو د ښو پوهنتونونو په لست کې ځای نیولی دی .

پدې لست کې  د نړۍ تر ټولو د ښو پوهنتونونو  په لومړني کتار کې د اکسفورډ پوهنتون ځای نیولی دی . همداشان د کلفورنیا  د تکنالوژۍ انتیستیتیوت په دویم کتار کې ځای نیولی دی .



اړوند خبرونه