د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/57a2/c6ba/bb81/57bab50d89774.jpg?time=1718513958)
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د حلب ولایت د جرابلس ولسوالۍ د داعش ترهګرې ډلې نه د تصفیه کولو او په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې دلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو د په شا تنبولو په موخه عملیات په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روان دي. په خبر کې راغلي دي چې د نوموړو عملیاتو نه ۴۸ ساعته تیتږي خو تر اوسه پورې د یو تن ترکي سرتیري پزه هم نده ویني شوې. ترکیې وسله والو ځواکونو د جرابلس ښار په بشپړه توګه د داعش نه تصفیه کړ او د پې وای ډي ترهګره ډله يي هم په شا وتنبوله. ترکي ځواکونه د عملیاتو لمن د العزیز سیمې پر لورې پراخوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « په خیر راغلۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د سوریې په خاوره کې د ترکیې لخوا عسکري عملیاتو د نوموړي هیواد مخالفین ډیر خوښ کړي دي. د سوریې د حلب په ښار کې د ازادې سوریې قومندانانو او د سیمې خلکو ترکي ځواکونو ته ښه راغلاست ووایه او ډیره خوښي څرګنده کړه. په سیمه کې د ترکیې ځواکونو د سوري مخالفینو سره یو ځای دا لوی بری ولمانځه. په خبر کې راغلي دي چې په سوریه کې د فراټ ډال په نامه د عسکري عملیاتو قومندان او د ترکیې د ځانګړو ځواکونو قومندان ذکایي اقسکالي د عملیاتو د کنټرول او د نږدې نه د سیمې د لیدنې په موخه جرابلس ته سفر وکړ. د عملیاتو د قومندان نه سوري مخالفینو ډیر تود هر کلی وکړ. د ترکیې د ځانګړو ځواکونو قومندان د سیمې د امنیت د ټینګولو په خاطر د لازمو تدابیرو نیولو په خاطر لارښونې وکړې.
د خبرترک ورځپاڼې « په حقاري ولایت کې د عراق او ایران سره دوه سرحدي دروازې له سره په فعالیت پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي حکومت په حقاري ولایت کې د عراق او ایران سره د دوو سرحدي دروازو د پرانیستو او فعالولو پریکړه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې تیر کال د ترهګریزو بریدونو له امله تړل شوې د اوزوملو سرحدي دروازې په فعالیت پيل وکړ. همداشان د ایسنلري سرحدي دروازه به هم په نږدې راتلونکې کې په فعالیت پیل وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې ددې دوو سرحدي دروازو د فعالیدو سره به د عراق او ایران سره سوداګریزې اړیکې لا پسې پراخه او د غیرې قانوني تګ راتګ مخه به ونیول شي.
د حرییت ورځپاڼې « د ترکیې ۴۰ ساختماني شرکتونو د نړۍ تر ټولو د ستر ساختماني شرکتونو په کتار کې ځای ونیو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ تر ټولو د سترو ساختماني شرکتونو لست خپور شو. د انجینیرینګ نیوز ریکاډ مجلې د نړۍ تر ټولو د سترو ۲۵۰ ساختماني شرکتونو لست خپور کړ. یادې شوې مجلې د یو کال په ترڅ کې په نړۍ کې د سلګونو شرکتونو فعالیتونه تعقیب کړي او ددوی په منځ کې تر ټولو لوی شرکتونه انتخاب کړي دي.
پدې لست کې ۴۰ ترکي شرکتونو ځای نیولی دی . پدې لست کې د چین ۶۵ ساختماني شرکتونو ځای نیولی دی . ترکیه د چین نه وروسته په نړۍ کې دویم هیواد دی چې ۴۰ شرکتونو په لست کې ځای نیولی دی . په لست کې په دریم کتار کې امریکا د ۳۹ شرکتونو سره ځای نیولی دی .
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي په اروپا کې ترکي ډرامو مینه د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دي. ورځپاڼې لیکلي دي د سویډن ملي تلویزیون د ترکي ډرامو په خپرولو پیل کړی دی . ورځپاڼې لیکلي دي دا لومړی ځل دی چې ترکي ډرامې د یو اروپايي هیواد په ملي تلویزیون کې خپریږي. ورځپاڼې لیکلي دي دم ګړۍ د نړۍ په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې ترکي ډرامې خپریږي.