د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/57a2/c6ba/bb81/57bab50d89774.jpg?time=1718999638)
د ینې شفق ورځپاڼې « پوتین ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست په ۳۱ مه نیټه د ترکیې او روسیې د فوټبال د ملي لوبډلې د تیاریو د سیالیو په چوکاټ کې د سیالۍ د نندارې په موخه انتالیا ته راځي. په خبر کې راغلي دي چې پوتین به د فوټبال سیالي د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه ننداره کړي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا نه وروسته لومړنی بهرنی ولسمشر وو چې ولسمشر اردوغان سره اړیکه ټینګه کړه او ملاتړ يی اعلان کړ.
ددې په مقابل کې ولسمشر اردوغان د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته لومړنی بهرنی سفر روسیې ته وکړ.
د صباح ورځپاڼې « پدې ټول ښه پوهیږي چې په ترکیه کې کودتا د ګولن لخوا تنظیم شوې وه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې ته د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جو بایدن د سفر نه مخکې په ترکیه کې د امریکا پخواني سفیرانو په ټینګار سره وویل چې په ترکیه کې کودتا د لوی ترهګر ګولن لخوا تنظیم شوې وه.
پخواني سفر روس ویلسن وویل « زما نه لا زیاتو متخصص کسان هم پدې باور دي چې په ترکیه کې کودتا د فتح الله ګولن لخوا شوې ده . زما لپاره د حیرانتیا خبره نوه ځکه کله چې زه په ترکیه کې سفیر وم د ګولن ترهګریز سازمان د پټو فعالیتونو په اړه مو ارزونې کړې وې. »
د بله پلوه په ترکیه کې د امریکا بل پخواني سفیر جیمز جیفري ویلي دي « په لوی او لوی ګمان سره چې په ترکیه کې کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت لخوا شوې ده. په ډیره پټه توګه د کودتا چارې تنظیم کړي دي. دا کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه پرته د بل چا کار ندی . »
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي قطر چې د فوټبال نړۍوال جام کوربه توب ته تیاری نیسي د نوو لوبغالو او تاسیساتو په جوړولو پیل کړی دی . قطر پدې چوکاټ کې مهمې بڼسټیزې پروژې ترکانو ته امانت کړې . قطر د نوموړو پروژو په چوکاټ کې د ۲عشاریه ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د لویې لارې جوړولو پروژه ترک ساختماني شرکت ته ورکړه.
په خبر کې راغلي دي چې ددې لویې پروژې تړون د ترکیې او قطر د وزیرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو. همداشان دا پروژه به ترکیې لپاره لا زیاتو نورو پروژو ته لار پرانیزي. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د تیکفن ساختماني شرکت به د نوموړې پروژې په چوکاټ کې د ۳۴ کیلومترو په اوږدوالي سره سړک جوړ کړي. دا سړک په عینې وخت کې د پنځو موټرو د تګ او پنځو موټرو د راتګ په پلنوالي سره جوړیږي . شرکت به د نوموړې لویې لارې د پاسه هوايي پلونه، څلورلارې، د رڼا سیستم او ترافیکي اشارې هم جوړې کړي. په پام کې ده چې دا پروژه په ۳ کالو کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
د خبرترک ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو بریالي ځوانان د ترکیې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په نړۍ کې تر ټولو لوی د دریم مدني سازمان لخوا په جوړه شوې د نړۍ د لسو وتلو ځوانانو په سیالۍ کې د ترکیې استازو جانان داغ دیویران او محمد بای قره لومړی مقام خپل کړ. ترکي ځوانانو پدې سیالۍ کې د دوو مهمو پروژو سره لومړی مقام خپل کړ.