د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/716a/89ca/52bb/576b8ee2cd612.jpg?time=1719023994)
د خبرترک ورځپاڼې « د لوی ترهګر فتح الله ګولن د نیولو حکم وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د جزا لومړنۍ محکمې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن په اړه د جولای په ۱۵ مه د ناکامې کودتا د امر ورکولو له امله د نیولو حکم وکړ. محکمې ویلي دي چې دا خبره په اثبات رسیدلی ده چې د جولای د ۱۵ ناکامه کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په لارښونه او ګډون ترسره شوې ده.
د سټار ورځپاڼې « استانبول د ډیموکراسۍ او شهیدانو سترې غونډې ته اماده دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا نه وروسته په ۸۱ ولایتونو کې روانې د ډیموکراسۍ غونډې او نوبتونه د اګست په ۷ مه نیټه د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د میلیونو تنو په ګډون د جوړیدونکې سترې او شانداره غونډې سره پایته رسیږي. په خبر کې راغلي دي چې دا غونډه د استانبول د یني کپي په سیمه کې جوړیږي. ویل کیږي په غونډه کې ګډون کوونکي به د استانبول د هرې نقطې نه په ملي بسونو کې د غونډې سیمې ته راوړل شي. همداشان د نوموړې غونډې د تنظیم په خاطر ۱۳ زره تنه په دنده ګمارل شوي دي. پدې غونډه کې د ولسمشر اردوغان سربیره د یو زیات شمیر سیاسي ګوندونو مشران، چګپوړي دولتي چارواکي او په میلیونونو تنه هیوادوال ګډون کوي. د غونډې په سیمه کې به په سلګونو امبولانسونه او د اطفایې موټرې ودرول شي.
د صباح ورځپاڼې « د فتح الله ګولن ښوونځي یو یو تړل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته ترکیې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د یاد شوي ترهګریز سازمان اړوند د ښوونځیو د تړولو په خاطر په حرکت پيل وکړ. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د یاد شوي ترهګریز سازمان د ښوونځیو او ترهګریزو فعالیتونو د حجرو په تړولو پیل شوی دی . پدې چوکاټ کې لومړنی ګام اذربایجان، سومالي او پاکستان پورته کړ. همداشان په یو زیات شمیر نورو هیوادونو کې د نوموړو ښوونځیو د تړولو په خاطر په حرکت پیل شوی دی . د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د نړۍ په ۱۷۰ هیوادونو کې نږدې ۱۵۰۰ ښوونځي لري. یاد شوی ترهګریز سازمان یواځې په امریکا کې نږدې ۱۵۰ ښوونځي لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « د جاپان د موټر ستر شرکت په ترکیه کې پانګه اچونې ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي نړۍوال پانګه وال د ترکیې نه لاس نه اخلي. د جاپان د هونډا موټرو شرکت چې په کال کې ۲۷ میلیونه موټرې تولیدوي په ترکیه کې لا جدي پانګه اچونې ته تیاری نیسي. د هونډا د شرکت د ترکیې د څانګې ریس ویلي دي چې غواړي په ترکیه کې د موټرسایکلو فابریکه جوړه کړي.
هغه ویلي دي چې د ترکیې په حکومت او اقتصادي پوره باور لري.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونو د ملي هوانوردۍ او فضايي چارو ادارې ناسا د فضا نه د استانبول د ښار ثبت کړي فلمونه خپاره کړل.
د فضا نه د استانبول ثبت شوې ویدیو د امریکايي فضانورد جیف ویلیان لخوا د ټولینزې مډیا له لارې خپره شوې ده . هغه د ویدیو د خپرولو سره د استانبول د ښار ډیر توصیف کړی دی .