د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د سهار اذان اعلی سرقومندان وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا د ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته په جوماتونو کې دعاګانې وشوې او هیوادوال د ډیموکراسۍ نه د دفاع په خاطر میدانونو ته راووتل. د ترکیې ولسمشر او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملت په جومات کې د سهار اذان وکړ. د ولسمشر اردوغان د اذان ویدیو په ټولنیزه مډیا کې خپره شوه.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای په ۱۵ مه د ناکامې کودتا پر مهال د ډیرو سختو شرایطو لاندې خپله مشري ټولو ته ښکاره کړه. ولسمشر اردوغان د خپل ساکن طاقت او مشرۍ سره د هیواد د ډیرو بدو حالاتو نه په ډیر بریالیتوب سره بهر کړ. ولسمشر اردوغان پدې مهمه دوره کې د اړتیا په صورت کې په قهر شوی او د اړتیا په صورت کې سکونت اختیار کړی دی . ولسمشر اردوغان پرته د کومې خطا او وارخطايي نه دا بهیر په ډیره ښه توګه اداره کړ. همداشان د کودتا پدې منفوره شپه د ولسمشر اردوغان سربیره د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ، غړیو ، حکومت او ملت لوی جسارت او عظیمه اراده څرګنده کړه.
د صباح ورځپاڼې « هیڅوک باید د بیړني حالت د تحریف هڅه ونکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې بیړنی حالت لیدل شوی دی. په ځانګړې توګه د القاعدې او داعش په څیر د نړۍوالو ترهګرو ډلو لخوا د ترسره شوو خونړیو بریدونو نه وروسته په لویدیځه نړۍ کې مثالونه لیدل شوي دي . د بیلګې په توګه په فرانسه کې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د میاشتې د ۱۳ مې نیټې د خونړیو پیښو نه وروسته د فرانسې حکومت د بیړني حال د اعلانولو پریکړه وکړه. د فرانسې حکومت د بیړني حالت موده تر ننه پورې ۴ ځله غځولې ده . په فرانسه کې بیړنی حالت ۱۴ میاشتې دوام کوی. دې مسلې د فرانسې د خلکو لپاره کومه ستونزه نده جوړه کړې. د یادولو وړ ده چې د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خواکین توپان له امله په سویلي کارولینا په ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د سټار ورځپاڼې « د لویدیځې مډیا تلاش » د سرلیک لاندې لیکلي دي د لویدیځې نړۍ مډیا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا په ترکیه کې د ترسره شوې ناکامې کودتا له امله ډیموکراسۍ ته په اوښتو زیانونو سترګې پټې کړي او پدې مسلې د پردې اچولو او بې اهمیته ښکاره کولو هڅه کوي. په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې نیټې د کودتا د ناکامیدو نه وروسته د لویدیځې نړۍ مډیا د کودتا په پایله کې د رامنځته شوو نښتو، وژنو او ځاني زیانونو په اړه د خبرونو د خپرولو پر ځای په ولسمشر اردوغان او حکومت په نیوکو لاس پورې کړ. لویدیځوالو خبري رسنیو د استبدادي رژیم پر لورې د ولسمشر اردوغان او حکومت د تګ د احتمالونو په مسلې خبرې پیل کړې.
لویدیځوال خبري رسنیو او ورځپاڼه چلوونکو په ترکیه کې د کودتا له امله په رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو سترګې پټې کړې. د کودتا په وحشت يي د پردې خورولو په هڅې پیل وکړ.
د وطن ورځپاڼې « فیچ : د ترکي بانکونو بڼسټونه پاخه او قوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اقتصادي درجه بندیو نړۍوالې ادارې فیچ د څیړونو مشر جیمز واتسون وویل چې په ترکیه کې د کودتا د ناکام اقدام سره سره د بانکونو بڼسټونه پاخه او قوي دي. هغه ویلي دي چې د اګست په ۱۹ مه نیټه به د ترکیې په اقتصادي لمبرو او وضعیت غور وکړي.
یاد شوي سازمان ویلي دي چې د ترکیې په اقتصادي لمبرو کې د احتمالي بدلون اصلي لامل سیاسي او اقتصادي پرمخګتونه دي.