د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ً په فرانسې دا ځل د لارۍ پر مټ ترهګریز برید وشو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د فرانسې لخوا په ترکیه کې د امنیتي اندیښنو له امله د خپلو سیاسي نماینده ګیو د تړولو د پریکړې نه یواځې یوه ورځ وروسته د نوموړي هیواد د نیس په ښار کې د ملي ورځې د لمانځولو په خاطر په راټولو شوو کسانو خونړی برید وشو. په خبر کې راغلي دي په زرګونو تنه چې د ملي ورځې د لمانځولو په موخه راټول شوي وو او د هوايي فشنګونو ننداره کوله په ناڅاپي ډول د لارۍ د برید لاندې راغلل. برید کوونکي په ساعت کې د ۹۰ کیلومتره سرعت سره لارۍ په خلکو وچلوله او په سلګونو تنه يي د موټر د ټیرونو لاندې کړل. په خبر کې راغلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې سل تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د ځینو روغیتايي حالت ښه ندی. برید کوونکی د پولیسو لخوا د خپو وغورځول شو.
د حرییت ورځپاڼې هم د فرانسې خونړي برید په اړه د نیس قتل عام ترلیک لاندې خپور خپور کړی دی .
په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې په فرانسه کې د تیر ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۳مه نیټه داعش ترهګرې ډلې لخوا د ترسره شوي قتل عام نښې او نښانې اوس هم پاکې شوي ندي او هغه غم تازه دی داځل د نیس په ښار یو بل قتل عام رامنځته شو. ترهګرو داځل په فرانسه کې د ملي ورځې په لمانځنو برید وکړ.
پداسې حال کې چې پولیسو د یو تن برید کوونکي د وژلو نه خبر ورکوي خو فرانسوي چارواکي وايي کیدای شي چې دا برید د یو نه د ډیرو برید کوونکو لخوا شوی وي. د همدې امله د نیس د ښار په خلکو د کورونو نه د نه راوتو غوښتنه شوې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې ً پې کاکا ترهګرې ډلې د ترکیې نه په تیښتې پیل کړی دی ً د سرلیک لاندي لیکلي دي د ترکیې وسله والو ځواکونو د نږدې یو کال راهیسې د هیواد په سویل او سویل ختیځو ولایتونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د پاکولو د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو ته ستر ځاني زیانونه اړولي دي. همداشان د پې کاکا ډلې په سیمه کې د خلکو ملاتړ هم د لاسه ورکړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د سترو ځاني زیانونو نه وروسته د ترکیې نه د تیښتې پریکړه کړې ده . یادې شوې ډلې مشرانو د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې په غونډه کې پریکړه کړې چې په ترکیه کې خپل فعالیتونه د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته وسپاري او جنګیالي په شا کړي. د پې کاکا ترهګرې ډلې په خپلو جنیګالیو د سوریې د روژوا او د عراق سلیمانیه سیمو ته د په شا کیدو امر کړی دی .
د صباح ورځپاڼې ً د عرب ګرځندویانو لومړنۍ قافله سامسون ښار ته راورسیده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د اردن نه سامسون ښار ته د مستقیمو الوتنو د پیلیدو د عمان نه ۹۵ کسیزه ډله سامسون ښار ته راروسیده. یادې شوې ډلې ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره د ترکیې تورې بحیرې سیمې ته راځي. هغوې ویلي دي چې ددې سیمې د طبعي ښکلا او ښکلې هوا له امله يي سامسون ښار ته ترجیح ورکړې ده . نوموړي ویلي دي چې ترکیې ته د راتګ تر ټولو مهم لامل ترکیه یو اسلامي هیواد دی او د ګډ کولتور خاوندان یو. د بله پلوه د اردن او ترکیې ترمنځه قوي اړیکې شتون لري. هغوې ویلي دي چې هیواد ته د ستنیدو سره به د ترکیې د ښکلا په اړه خپلو نورو خپلو خپلوانو ته توصیه وکړو .
تمه کیږي چې د سامسون ښار نه وروسته د اردو ولایت ته هم د عربي هیوادونو نه په مستقیمو الوتنو پیل وشي.
د سټار ورځپاڼې ً ترکي ډرامو یونان هم فتح کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي یونان تلویزیوني کانالونو هم د ترکي ډرامو په خپرولو پیل کړی دی .
د نوموړي هیواد د میګا تلویزیوني کانال د ترکي ډرامو په خپرولو پیل کړی دی . یاد شوي تلویزیوني کانال ویلي دي چې د ترکي ډرامو د نشرولو سره يي د نندارچیانو کچه د پام وړ لوړه شوې .
د نوموړي تلویزیون چارواکیو په وینا په یونان کې ترکي ډرامې د پام وړ مینه وال لري.