د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

529030
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ً لویدیځ  د ترهګرې ډلې لخوا د ترسره شوي عام وژنې عسکونه په ډیر ویاړ سره  ننداره ته وړاندې کړل  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د دوه مخې اروپا پر خلاف  چې  د پې کاکا  ترهګرې ډلې  پروپاګند او تبلیغاتو ته دوام ورکوي  سخت غبرګون وښود. د اروپا پارلمان  د ټولې نړۍ  د سترګو پر وړاندې په ترکیه کې د زرګونو تنو ماشومانو، ښځو او ځوانانو د قاتلې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  نه  ملاتړ ته دوام ورکوي. د اروپا پارلمان  زما  ترهګر  ښه  دی  د چلند سره  د نړۍ په سترګو کې خاورې اچوي. د اروپا د پارلمان دا چلند  په ښکاره توګه د پې کاکا  ترهګرې ډلې نه  د چې یواځې  د روان کال په دننه کې  د انقرې د ګون په پارک ، مراسم جادې  او د استانبول د ویزنه جي لر په جاده کې  د سلګونو تنو بې ګناه انسانانو په وینو لاسونه سره  دي  د ښکاره ملاتړ په توګه. د یادولو وړ ده  چې د اروپا پارلمان د پې کاکا ترهګرې ډلې او په سوریه کې د یادې شوې ډلې څانګې  پي وای ډي اړوند  نندارتون ته د پارلمان په ودانۍ کې  ځای ورکړی دی  . دې مسلې  د ترکیې سخت غبرګون پارولی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې  ً په ترکیه کې د شپږو میاشتو په دننه کې د الوتکو د مساپرو شمیره د ۸۰ میلیونو تنو نه واوښته ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې یواځې د جون په میاشت کې  ۱۴ عشاریه ۷ میلیونو تنو مساپرو د هوايي کرښو نه  استفاده کړې ده .

د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د هوايي کرښو نه د استفاده کوونکو شمیره  ۸۰ عشاریه ۶ میلیونو تنو ته  رسیدلې ده . په خبر کې راغلي دي چې د جون په میاشت کې  ترکیې د هوايي ډګرونو نه  ۷۹ زره ۴۵۱ داخلي  او ۵۰۱۴۴ بهرني  پروازونه  شوي دي. پدې موده کې  ۳۲ زره ۹۹۵ الوتکو د ترکیې د هوايي حریم نه استفاده کړې ده .

د وطن ورځپاڼې  ً ترکیه د نامتو چینايي شرکت لپاره موبابل ټیلیفونونه تولیدوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې  د اتماجه  الکترونیک  شرکت  د چین د ZTE  الکترونیک  شرکت سره  تړون لاسلیک کړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د اتماجه الکترونیک شرکت چې د سني په نامه د مارکې سره  د تلویزیونه نیولې تر موبایل ټيلیفون پورې د نړۍ په بازار کې  ځانګړې ځای لري  ددینه وروسته به د چین د ZTE  شرکت لپاره هم  موبایل ټیلیفون  تولید کړي .

د صباح ورځپاڼې  ً د پادشاهانو شعرونه  د لوستونکو سره  شرکت کړی شول  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول  ښاروالۍ  د عثماني امپراتورۍ  د شاعرو پادشاهانو شعرونه په یو کتاب کې راټول  کړل. د ماڼۍ شعرونه په نامه  پدې کتاب کې  د عثماني امپراتورۍ د ۲۵ پادشاهانو شعرونو ته  ځای ورکړ شوی دی .

د ویلو ده چې دا کتاب د هیواد د نامتو تاریخپوه مرحوم  وحید چابوک  لخوا لیکل شوی وو. پدې کتاب کې  د تصوف، عقیدې، افسانو او مینې په اړه  اشعارو ته ځای ورکړ شوی دی .

د ویلو ده چې پدې کتاب کې د عثماني پادشاهانو د کاري  ذوقونو مسلې ته چې چا د کوم کار سره  مینه درلوده  او چا  کوم کار کولو ځای ورکړ شوی دی.

ډیری عثماني پادشاهانو زرګري، ترکاڼۍ  او د هیکل تراشي کوله.

د خبرترک ورځپاڼې  ً د ماشومانو لپاره جاز  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د جاز په سږني فیستیوال کې  ماشومانو ته هم  ځانګړې پاملرنه شوې ده .

د استانبول د جاز د فیستیوال په چوکاټ کې د جولای په ۱۶مه نیټه  یواځې ماشومانو ته  کنسرتونه اجرا کیږي . په خبر کې راغلي دي چې په همدې ورځ به د هیواد نامتو پیانیست ۱۲ کلن  حاکان  بشار هم  د پیانو مینه والو ته  په زړه پورې کنسرت  اجرا کړي.



اړوند خبرونه