د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې ً غزې ته لومړنۍ کښتۍ د جمعې په ورځ روانیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې او اسراییلو پوره ۶ کاله وروسته روغه جوړه وکړه. د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د روغې جوړې نه سمدلاسه وروسته په مرستو بار لومړنۍ کښتۍ د جمعې په ورځ د غزې په لورې حرکت کوي. د هیواد د طبعي ناورینونو د ادارې لخوا غزې ته مرستې استول کیږي. د ویلو ده چې د راتلونکي جمعې په ورځ به لومړنۍ په مرستو بار کښتۍ د اسراییلو د اشدوت بندر پر لورې حرکت وکړي.
پدې کښتۍ کې د فلسطیني ماشومانو لپاره د اختر د تحفو سربیره وړه وریجي او ۳ زره ټنه بوره فلسطین ته استول کیږي.
د صباح ورځپاڼې ً په سترې پروژې یو ځل بیا کار پیلیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د روغې جوړې نه وروسته د انرژۍ، دفاعي او ساختماني سکتورونو په برخه کې د سوداګرۍ مخه پرانیستل کیږي. په خبر کې راغلي دي چې د روغې جوړې نه وروسته د اسهامو په بازار کې د هغه شرکت حصو بیه چې غواړي د اسراییلو ګاز د ترکیې له لارې اروپا ته انتقال کړي د پام وړ لوړه شوه.
اسراییل په پام کې لري چې په ختیځ مدیترانه کې خپل ګاز د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته انتقال کړي دي. همداشان روغې جوړې د ترکيې ساختماني شرکتونو ته په اسراییلو کې د لویو لویو پروژو د رانیولو مخه پرانیسته. همداشان د دفاعي او هوايي صنایعو سکتور به هم وده وکړي. په خبر کې راغلي دي چې د ماوي مرمرې د پیښې نه د مخه د ترکیې او اسراییلو ترمنځه په ګډه په څه باندې ۱۵۰ لویو پروژو کار روان وو چې د ماوې مرمرې د پیښې له امله دا پروژې ځنډول شوې وې. یو ځل بیا ددې پروژو د عملي کولو لپاره لار پرانیستل شوه. نوې دوره به د ترکیې د ګرځندوی په سکتور هم د پام وړ مثبته اغیزه وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې ً ترکیه د نړۍ تر ټولو سخاوتمند هیواد دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په نړۍ کې هر کال د ترسره کیدونکو بشري مرستو راپور خپریږي. سږ کال په خپور شوي راپور کې ترکیې په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو ملي عوایدو صفر عشاریه ۳۷ سلنه بشري مرستو ته ځانګړې کړې وو. یعنې ترکیې په ۲۰۱۵ کال کې د ملي عوایدو صفر عشاریه ۳۷ سلنه په بشري مرستو په مصرف رسولې دي. ترکیې پدې ډول په نړۍ کې تر ټولو د سخاوتمند هیواد لقب ترلاسه کړ. ترکیې په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۰۱۴ کال په پرته د بشري مرستو کچه دوه برابره لوړه کړه او ۳ عشاریه ۲ میلیاردو ډالرو ته يي ورسوله. ترکیې په ۲۰۱۵ کال کې د ترسره شوو بشري مرستو ۱۱ سلنه په یواځې ځان ترسره کړي دي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د ګلوبل ویلکم بسنیز مجلې د تکنالوژۍ او ټیلي کمونیکیشن په برخه کې د نړۍ تر ټولو د قوي ۵۰ ښځو لست خپور کړ.
پدې لست کې د ترکیې د ترکسل مخابراتي شرکت د ستراتیژۍ د ادارې مشرې عایشم ایرتوپوز هم ځای نیولی دی . نوموړې د د تکنالوژۍ او ټیلي کمونیکیشن په برخه کې د نړۍ تر ټولو د قوي ۵۰ ښځو په کتار کې ځای نیولی دی . په خبر کې راغلي دي چې عایشم ۶ میاشتې کیږي چې په ترکسل کمپنۍ کې په دندې پیل کړې دی. نوموړې د دجیتل ستراتیژۍ، د جیتل بازار موندنې ، د کاروبار د نوو ډولونو ، مشرۍ او بدلون په برخه کې تخصص لري.
د ختر ترک ورځپاڼې ً اروپا ترک جراج ته جایزه ورکړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د میتابولیک جراحۍ د ټولنې ریس ډاکټر الپر چیلیک په ترکیه کې د جراحي له لارو د دیابیت ناروغانو د درملنې له امله د اروپا د اندروکرینولوژۍ د ټولنې لخوا د ځوان عالم شخصیت د جایزې لایق وګڼل شو.