د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/afcb/d01b/b470/57595e570c3a6.jpg?time=1719023259)
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د هیواد د وزیرانو شورا یو ځل بیا د ولسمشر رجب طیب په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه وکړه. پدې غونډه کې د هیواد لوی درستیز ستر جنرال حولوسي اقار په مشرۍ قومندانانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وزیرانو شورا ته معلومات ورکړل.
قومندانانو د نقشو سره د وزیرانو شورا ته د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په اړه هړ اړخیز معلومات ورکړل.
د بله پلوه هغه وزیرانو چې د هیواد په ختیځ او سویل ختیځو هغو ولایتونو کې چې عملیات پایته رسیدلي د بیارغونې د چارو د پيلولو په اړه ولسمشر او وزیرانو شورا ته معلومات وړاندې کړل.
د وطن ورځپاڼې ً پوتین خپل الماس پلوري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي روسیه چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی د دې ستونزو نه د ژغورلو لارې لټوي. روسیه غواړي چې خپل تر ټولو قیمتي د روزنیفت شرکت وپلوري. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې تر ټولو د مهم روزنیفت د انرژۍ شرکت د ۱۹عشاریه ۵ سلنې حصې د پلورولو په خاطر د چین او هندوستان سره په خبرو پیل کړی دی .
د صباح ورځپاڼې ً مرکل : په روسیې د لګیدولو بندیزونو لرې کول د منسک ډلې پورې اړوند دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د اروپا لخوا په روسیې د لګول شوو بندیزونو په اړه وویل چې دا بندیزونه د مینسک د تړون پورې اړه لري. هغه وویل که چیرې روسیه د اوکراین په مسله کې د مینسک تړون ته غاړه کیږدي او پرې عمل وکړي د اروپا لخوا لګول شي بندیزونه هم لرې کړې شي.
د مرکل ویاند وویل چې د روسیې لخوا د میسنک په تړون د عمل او دې تړون ته د غاړې ایښودو په صورت کې دا هیواد د ټولو اقتصادي ستونزو نه ژغوري.
د خبرترک ورځپاڼې ً اوباما د وظیفې په لټه پيل کړی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په امریکا متحده ایالتونو کې د روان کال د نوامبر په میاشت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو نه وروسته به ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۷ کال په پیل کې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته دنده تسلیم کړي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما تیره ورځ اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل چې « د نن نه ۷ میاشتې وروسته به زه د نوې وظیفې په لټه پیل وکړم چې ددې له امله ډیر خوښ یم. » هغه وویل دا چې وخت به زما مخې ته څه راوباسي هغه به وخت وښايي.
د حرییت ورځپاڼې ً د کارس ولایت د اني اورن یرې ولسوالۍ د یونسکو د تاریخي میراثونو په لست کې د ځای نیولو نومانده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د کارس ولایت د اني اورن یرې ولسوالي چې ۵ زره کلن تاریخ لري د یونسکو د نړۍوال تاریخي میراثونو په لست کې د داخلیدو په خاطر نومانده ده . د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزارت یاده شوې ولسوالي د یونسکو د تاریخي میراثونو په لست کې د شاملولو په خاطر په حرکت پیل کړی دی . د کولتور وزارت د یادې شوې ولسوالۍ فلمونه او عسکونه اخیستې او یونسکو سازمان ته يي د وړاندې کولو په خاطر اماده کړي دي.
ویل کیږي د یادې شوې ولسوالۍ نه یو مستند فلم هم جوړ شوی دی چې په فرانسه کې د یونسکو سازمان ته به وړاندې شي. د کولتور وزارت ویلي دي دا چې یاده شوې ولسوالۍ به پدې لست کې شامله شي او که نه ددې پریکړه به د اګست په میاشت کې وشي.