د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

507324
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  ً د ترکیې او اروپا ترمنځه د هوايي چارو تړون  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د هوايي سکتور په برخه کې د هر اړخیز تړون په خاطر په مذاکراتو پيل وشو. ترکیه  د هوايي سکتور په برخه کې د هغو هیوادونو په کتار کې ځای لري چې تر ټولو ډیر مساپر لري. ترکیه  نن ورځ  په سیمه کې  د هوايي ټرافیک  او مساپرو په برخه کې  په مهمې هډې بدل شوی دی. ترکیه غواړي چې  دې سکتور ته  لا زیاته وده ورکړي  . د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه ددې تړون د لاسلیک سره به  په ترکیه کې  په هوايي سکتور کې  لا زیات استخدام ته لار پرانیستل شي  او نوو هیوادونو او سیمو ته به په الوتنو پیل وشي.

د صباح ورځپاڼې ً الماني شرکتونه په سلامشورو پيل کوي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني د پارلمان لخوا د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندو  د پریکړې نه وروسته  د ترکیې او جرمني ترمنځه د سوداګریزو اړیکو په برخه کې  یو ډیر مهم ګام پورته کیږي.

په راتلونکو ورځو کې د ترکیې د اقتصادي برخو چارواکي  په ترکیه کې د جرمني د شرکتونو سره  لیدنه کوي. پدې لیدنه کې به  ترکیې  د جرمني شرکتونو ته ووایي چې  د ترکیې نه د ملاتړ د ښودولو په صورت کې به دوې ته  لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې شي. همداشان  ترکیه به د جرمني شرکتونو سره  مشورتي غونډه وکړي. په ترکیه کې  د جرمني شرکتونو وار د مخه  د ارامنه ادعاګانو په مسله کې د ترکیې نه ملاتړ اعلان کړی دی .

د ینې شفق ورځپاڼې  ً ترکیې نامیبیا ته د دوستۍ لاس اوږد کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د نامیبیا  هیواد سره  چې جرمني  پکې په ۱۹۰۰ کلونو کې  ستر قتل عامونه ترسره کړي دي  د مرستو کچه  لوړه کړه. د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ  اژانس  تیکا  په نامیبیا کې د کلو  د پراختیا په پروګرام  پيل وکړ. ددې پروګرام په چوکاټ کې به په نوموړي هیواد کې یو زیات شمیر بڼسټیزې پروژې ګټې اخیستو ته وسپارل شي. ددې سربیره  نوموړي هیواد سره د خوراکي توکو، جامو، قرطاسیې او لومړنیو اړتیاوو د توکو مرسته هم  وشوه.

د خبرترک ورځپاڼې  ً د ترکیې د پور کچه ډیره  ټیټه  ده  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک د هیواد د اقتصاد په اړه  ارزونې وکړې. هغه وویل  چې نن ورځ  په نړۍ کې د پورونو کچه ډیره لوړه ده  او تولید کچه  مخ په ټیټیدو  ده. هغه وویل نړۍ ته په کتو سره  په بعضو سیمو کې  افراطي  ښي اړخي  او په بعضو سیمو کې په افراطي ډول سره کین اړخی د پرمختګ په حال کې دي. د اصلاحاتو په اړه خبرې کیږي  خو عمل پرې نکیږي.

هغه وویل ترکیه بیا د نړۍ په برعکس  ده . په ترکیه کې  د پورونو کچه د پام وړ راټیټه ده . هغه زیاته کړه چې  د جاري کسر  د لا راټیتولو په خاطر  هلې ځلې دوام لري. ترکیه  د اقتصادي اصلاحاتو سره  په نړۍوال اقتصاد کې د یو مهم  ځای د جوړولو په لټه کې ده .


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه