د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

503343
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې  ً د جرمني پریکړه  د اعتبار وړ نده  ً سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو نه  د ملاتړ اعلانولو اړوند پریکړې  د ترکیې سخت غبرګون  پارولی دی. ترکیې  د ارامنه ادعاګانو په اړه د جرمني د پارلمان د پریکړې نه  د تاریخي  خطا  او شرم اواره  پریکړې په توګه یادونه کړې ده .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د جرمني  د پارلمان د پریکړې نه  د جهالت  او نړۍوالې حقونو ته  د سپکاوي  په توګه  یادونه کړې ده . بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د جرمني  پارلمان  د ارمنیانو غلطې او بې ڼسته ادعاګانې د یو حقیقت  په څیر   په نورو د تحمیلولو هڅه کوي. جرمني  چې په خپل تاریخ کې  د نایروبې نه نیولې  تر هولوکوسته  پورې  د بشریت  ضد  جرایم  ترسره کړي. دا پریکړه هم  د هماغه جرایمو  ترسیورې لاندې شوې ده . د جرمني د پارلمان دا پریکړه  د ترکیې لپاره  د اعتبار وړ نده.

د سټار ورځپاڼې  ً د نوسای بین سړکان د ملي سرود سره  وغوځیدل  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد امنیتي ځواکونو  د ماردین ولایت د نوسای بین ولسوالۍ چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا پکې  کندې کیندل شوې وې، ماینونه خښ شوي وو، د خلکو کورونه چور او چپاول شوي وو او ښار په خرابې بدل شوی  وو  ۹۷ سلنه  د ترهګرو نه  پاک شوی دی . امنیتي ځواکونو په یاده شوې ولسوالۍ کې  تام  امنیت ټینګ کړی  دی . یاده شوې ولسوالۍ په کامله توګه د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر  عملیات  دوام لري. همداشان د نوسای بین  خلک  پرون  سهار  د ملي سرود  په غږونو  له خوبه ویښ شول.

د بله پلوه  د هیواد امنیتي ځواکونو په یاده شوې ولسوالۍ کې  د روانو عملیاتو په لړ کې  یو زیات شمیر وسلې چې  د امریکا لخوا  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  عسکري څانګې پې وای ډي  ته ورکړل شوي دي  او هغوې  پې کاکا ته  ورکړي دي  نیول شوي دي. همداشان په یاده شوې ولسوالۍ کې  ترهګر  مرګ او یا تسلیمیدو نه  بله چاره نلري چې ډیری امنیتي ځواکونو ته  تسلمیږي.

د ینې شفق ورځپاڼې  ً د دفاعي صنایعو په برخه کې ۳ نوي شرکتونه جوړیږي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د ملي دفاعي صنایعو مستشاریت  چې د ډیزاین، پروګرام لیکنې، تولید او لوژیستیک  په برخه کې  ۱۵ شرکتونه  لري غواړي چې  ۳ نوي نور شرکتونه جوړ کړي. د هیواد د ملي دفاعي صنایعو شرکت  هوايي ځواکونو سره د ټکنالوژۍ د مرستې په برخه کې  د جوړ کړي شرکت نه وروسته  د دوو  نورو شرکتونو د جوړولو پریکړه وکړه.

د خبرترک ورځپاڼې  ً ترک عالم د سرطان د ناروغۍ پر خلاف مبارزه کوونکی واکسین جوړ کړ  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په جرمني کې میشت  پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین چې  د سرطان د ناروغۍ  په اړه د څیړونو له امله  د جرمني د روغیتا د وزیر لخوا ستایل شوی  دی  او څو ځلې جایزې ترلاسه کړي دي د تروا  اسپ  په نامه  د سرطان د ناروغۍ پر خلاف مبارزه کوونکی  واکسین يي جوړ کړ. د ویلو ده چې دا واکسین  د انسان بدن  د تومرونو  پر وړاڼدې  پیاوړی کوي. په ازمایښتونو کې د ویروس تقلید کوونکي ځینې ننو ذرې  د واکسین په ذریعه   وجود ته  تزریق  شوې  چې  په مستقیم  ډول سره  په سرطاني  تومرونو برید وکړ او هغه يي له منځه  یوړل. د ویلو ده چې  دا واکسین  تر اوسه پورې  د سرطان په دریو تنو ناروغانو ازمایښت شوی دی چې  په معایناتو کې لیدل شوي دي چې  تومورونه يي ډیر کوچني شوي او د لمنځه تلو په حال کې قرار لري. همداشان د یو تن ناروغ نه چې دا واکسین ته ورته تطبیق شوی وو  سرطاني تومورونه  د عملیات په ذریعه  اخیستل شوي دي چې  تر اوسه پورې  د هغه په وجود کې نورو تومورونه  ندي پیدا شوي.

پروفیسور ډاکټر شاهین ویلي دي چې ددې واکسین سره  کولی شو چې د نړۍ په کچه د سرطان  ناروغۍ درملنه وکړو.

 



اړوند خبرونه