د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې ً د ترهګرو نه په پاکو شو سیمو کې د بیا رغونې چارې پیل شوې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د حکاري ولایت د یوکسک قوا په ولسوالۍ کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا د کیندل شوو کندو د ټپولو، د خښ شوو ماینونو د پاکولو او ولسوالي د پې کاکا ترهګرې ډلې د شر نه پاکولو نه وروسته روان عملیات پایته ورسیدل. په یاد شوي ولسوالۍ کې امنیت په کامله توګه ټینګ شوی دی . همداشان د ولسوالۍ خلک چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د ګواښونو له امله نورو سیمو ته کډه شوي وو بیرته خپلو کورونو ته راستینږي. په یادې شوې ولسوالۍ کې د عملیاتو د پایته رسیدو سره سم د بیارغونې، دیموکراسۍ د پلي کیدو، پانګه اچونو، تولیداتو د کچې د لوړولو او استخدام په خاطر په هلو ځلو پیل شوی دی .
د وطن ورځپاڼې ً د رقه پلان ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ترکیې لخوا امریکا ته د وړاندې شوي د رقه پلان په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. پدې پلان کې د رقه ښار د داعش ترهګرې ډلې نه د بیرته نیولو په خاطر امریکا ته په ګډه د عسکري عملیاتو وړاندیز شوی دی . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په سوریه کې د ازادې سوریې مخالفو ځواکونو د داعش پر وړاندې په پرمختګ پیل کړی دی . سره ددې چې دا پرمختګ په کلاره روان دی خو بیا هم ډیر مهم دی. ترکیې امریکا ته وړاندیز کړی دی چې د جبرابلوس له لارې د رقې د ښار پر لورې نوې جبهه او کرښه پرانیزي .
د سټار ورځپاڼې ً ترکیې په فرانسې د اعتدال غږ وکړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په فرانسه کې د حکومت لخوا د استخدام په قانون کې د تغیر د راوستو د غوښتنې پر وړانډې د خلکو قهر پاریدلی دی . د بله پلوه د فرانسې پولیسو د مظاهره کوونکو پر خلاف د بد دریځ او چلند غوره کړې دی. پولیس د مظاهره کوونکو پر وړاندې د شدت نه کار اخلي. ترکیې د همدې امله په فرانسې د اعتدال غږ کړی دی . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په فرانسه کې د روانو پرمختګونو په اړه اندیښنه ښودلې ده .
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي دي چې د فرانسې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره کوونکو پر وړاندې د غوره کړي چلند او دریځ له امله اندیښمن یو. هغه د فرانسې په چارواکیو او مظاهره کوونکو د اعتدال غږ کړی دی .
د صباح ورځپاڼې ً د ترکیې کوچني شرکتونه د انټرنټ له لارې په صادراتو پيل کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې کوچني شرکتونه د انټرنټ له لارې نړۍ بازارونو ته داخلیږي. دوی غواړي چې خپل توکي نړۍوالې بازارونو خلکو ته ورسوي. د eBay شرکت چې په ۲۰۱۱ کال کې د ترکیې کیتي ګیدیور په نامه د انلاین سوداګرۍ سایټ وپیره په پام کې لري چې د ترکیې کوچنیو شرکتونو لپاره نړۍوالې بازارونو ته د لاس رسي په خاطر یو نوی سیستم په کار واچوي. ددې سیستم له لارې به ترکي شرکتونه د نړۍ په هر کوټ کې د خپلو توکو د پلورلو فرصت ترلاسه کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې ً د ښځو ونډه او فعالیت د فقر او بې وزلۍ کچه راټیټوي ً د سرلیک لاندط لیکلي دي د استانبول د سوداګرۍ خونې په مشرۍ د بیړنیو حل لارو ادرس تر نامه لاندې د ښځو لپاره ځانګړې پروژه سرته ورسوله. ددې پروژې په چوکاټ کې روزل شوو ښځو ته د فراغت سندرونه ورکړل شول. پدې مراسمو کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان هم ګډون کړی وو د استانبول د سوداګریزو خونو مشر ابراهیم چاغلر وویل چې په ترکیه کې ۸۰۰ کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د ښځو ملکي ټولنه جوړه شوه . دا ټولنه د باجیانې روم په نامه وه. دې ټولنې په اناطولیا کې د ښځو د یووالي او وحدت په خاطر ډیر کار وکړ چې نن ورځ په مونږ ویاړو.
هغه وویل چې ددې پروژه نه يی موخه د ښځو لا پیاوړتیا او په هغو برخو کې چې ونډه يي ګمرنګه ده ډیرول دي.