د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

493192
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  ً اروپايي ټولنه  د ترکیې سره  لاسلیک کړي تړون ته  ژمنه  ده  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د اروپا د شورا ریس  دونالد توسک  د ټولنیزې مډیا ټویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  اروپايي ټولنه  د ترکیې سره  لاسلیک کړې د کډوالو اړوند تړون ته  ژمنه ده. ټولنه به  پدې اړه خپل ټول مسولیتونه  ادا کړي. د ویلو ده چې  د اروپا د کمیسیون لخوا ترکانو ته  د اروپا د ویزې د معافیت په مسله کې په دومداره توګه خنډونه او ستونزې جوړوي چې دې  مسلې د ترکیې سخت غبرګون پارولی دی . ترکیې د اروپايي ټولنې سره  د نامنظمه کډوالۍ د مخنیوي  او د کډوالو د اعادې اړوند تړون لاسلیک کړ چې ددې تړون په بدل کې اروپايی ټولنې ترکي وګړو ته  د ویزې د معافیت  ژمنه وکړه.

د ینې شفق ورځپاڼې  ً پې کاکا زمونږ نه د ننځکو په څیر استفاده کوي  ً سرلیک لاندې لیکلي دي  د هیواد د مردین ولایت د نوسای بین په ولسوالۍ کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کې  د یوې ښځینه ترهګرې د یادښتونو کتابچه  د امنیتې ځواکونو لاس ته ورغلې ده . نوموړې ترهګرې د پې کاکا ډلې سره د یو ځای کیدو نه وروسته خپله بیچاره ګي او  پښیماني  ښودلې  او پر دوی د روانو ظلمونو نه يي سر ټکولی دی. ښځینه ترهګرې په خپلو یادښتونو کې لیکلي دي چې  ډیر زیات ظلمونه پرې کیږي او د پې کاکا ترهګرې ډلې د مشرانو لخوا ترینه د ننځکو په څیر کار اخیستل کیږي. هغې لیکلي دي چې ډیر زیات  ملګري ووژل شول  او نن وي او که سبا  دا به هم  وژل کیږي. هغه په خپلو یادښتونو کې ویلي که چیرې  اوسنی  عقل مې  مخکې وای نو هیڅکله به مې دا خطا  نوای کړي. هغه د خپلو ورورنو او نورو ټولو نه غوښتنه کړې چې  دا لویه خطا ونکړي. هغه د یادښتونو کتابچې  په یوې برخه کې لیکلي دي چې  ً زه پوهیږم  چې  زما عاقبت هم  د نورو ملګرو په څیر  یواځې او یواځې  مرګ  دی. که چیرې دا د یادښت کتابچه  د هر چا لاس ته ورغلله  زما کورنۍ ته دې وسپاري . ً

د صباح ورځپاڼې  ً ترکیه د انرژۍ په برخه کې ستراتیژیکه کړۍ ده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې له لارې د اذربایجان  ګاز اروپا بازارونو ته د انتقال  د ( ټاپ )  د پروژې  چارې  پرون  رسمآ د یونان  د سیلانیک په سیمه کې  د بڼسټ په ایښودو سره  پیل شوې. په خبر کې راغلي دي چې پدې اړه  د یونان د لومړي وزیر چیپراس او د انرزۍ د وزیر په کوربه توب په جوړو شوو مراسمو کې د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق هم  ګډون کړی وو.

د ترکیې د انرژۍ وزیر  پدې مراسمو کې  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا پروژه به ترکیه  د انرژۍ په برخه کې  په یو لا ستراتیژیک هیواد بدل کړي. هغه وویل چې ترکیه د انرژۍ د همکارۍ او امنیت  له پلوه  د ستراتیژیکې حلقې په څیر  ده .

هغه وویل چې ترکیه  د تاناپ  د پروژې په څیر  د تاپ د پروژې نه هم  پوره ملاتړ کوي.

د خبرترک ورځپاڼې  لیکلي دي د جرمني د هامبورګ  ایالت محکمې  د نوموړي هیواد د یو تن کمیډین لخوا  په جوړ شوي هغه شعر  چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته يي پکې سپکاوی کړی وو  بندیز ولګو. د محکمې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې  د ترکیې ولسمشر په نوموړي شعر په اعتراض کولو کې  په حق  دی. محکمې ویلي دي چې  کمیډین  بوهمرمن  نشي کولی  چې  ددې شعر  هغه برخه چې  ولسمشر اردوغان ته پکې سپکاوی شوی دی  یو ځل بیا تکرار کړي. که چیرې  نوموړی  ددې بندیز نه سرغړونه وکړي به ۲۵۰ زرو ایرو نقدي جریمې سربیره  به ۶ میاشتې په حپس محکوم کړی شي.

د سټار ورځپاڼې  ً د نړۍ تر ټولو لوی  تفریحي  مرکز  پرانیستل کیږي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ تر ټولو  لوی  تفریحي  مرکز  د جولای په ۲۹ مه نیټه په استانبول کې پرانیستل کیږي. د واټر کارډین استانبول  د تفریحي مرکز د پرانیستو نه د مخه  د سیاسي  څیرو په ګډون  ځانګړې مراسم  جوړ شول. پدې مراسمو کې  ګډونوالو ته د اوبو، موسیقۍ، اور، لایز وړانګو  او څراغونو  یوه ډیره په زړه پورې ننداره وړاندې شوه. تمه کیږي چې ددې تفریحي مرکز نه په کال کې  ۱۵میلیونه تنه  لیدنه وکړي.

دا مرکز به  د ترکیې د اقتصاد سره  په کال کې  ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

 


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه