د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې ً غواړم په ترکیه کې کنسرت اجرا کړم ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په خټه ترکې د اوکراین د هیواد وګړې جمالې د ۱۹۴۴ کال د سندرې سره چې په زور سره د روسیې لخوا کډوالۍ ته د اړ ویستل کیدو کیسې پکې ځای ورکړی وو د ایرویژن د سندرو په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ. د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمالې لخوا د نوموړي لوی بري د ترلاسه کولو نه وروسته د ټیلیفون په کرښه نوموړې ته مبارکي وویله او ترکیې ته يي ورته بلنه ورکړه. جمالې خبریالانو ته ویلي دي چې هر څه ژر به ترکیې ته راشي او د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به د نږدې نه وویني. هغې ویلي دي غواړي چې په ترکیه کې کنسرت اجرا کړي. هغې وویل غواړي چې په ترکیه کې د تاتار ترکانو کیسې واوري او هغوې ته سندرې ووايي.
د ینې شفق ورځپاڼې ً د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه کوونکې ستر پوځ د امریکا د خنډ سره مخامخ ده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په موخه جوړیدونکی لوی پوځ د امریکا لخوا د پې واي ډي ترهګرې ډلې نه په ملاتړ د ټینګار له امله د خنډ سره مخامخ شوی دی.
امریکا متحده ایالتونه غواړي چې پدې پوځ کې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې څانګې پې وای ډي ته هم ځای ورکړي چې د نورو ډلو د نه د ځواب سره مخامخ شو. د حلب په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د جیش الاشمال په نامه ۳۰ زره کسیز پوځ جوړ شوی دی . د ویلو ده چې دې پوځ نه څه باندې ۲۰ مخالفې ډلې ملاتړ کوي. پدې پوځ کې د سوریې د اردو ټکړه منصبداران چې د اسد د رژیم نه جلا شوي دي ځای لري.
د وطن ورځپاڼې ً د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت اتلانتا ته الوتنې پیل کړې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د نړۍ تر ټولو د رشناک هوايي ډګر په توګه منل شوی د اتلانتا نه هارتسفیلد جاکسون هوايي ډګر ته د استانبول د اتاترک هوايي ډګر نه مخامخ الوتنې پیل کړې. د ترکش ایرلایین شمیر د نړۍ هر ګوډ ته الوتنې لري چې څه باندې ۱۰۰ هیوادونو ۳۰۰ جلا جلا نقطو ته د استانبول نه الوتنې کوي.
د سټار ورځپاڼې ً د ګرځندوی په برخه کې د ایران سره ګډه همکاري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه او ایران په اقتصادي برخو کې د همکاریو کچه لا پسې لوړوي. د ترکېې د کولتور او ګرځندوی وزیر ماهر اونال د ګډ شمیر سوداګرو په ملګرتیا د ایران نه لیدنه وکړه . د هیواد د ګرځندوی وزیر ماهر اونال وویل چې د ایران سره به د ګرځندوی د سکتور د بڼسټونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي . هغه زیاته کړه چې د ایران سره په اقتصادي برخه کې همکاري ځانګړې اهمیت لري . هغه وویل چې په پام کې ده چې د ګرځندوی د معرفي په برخه کې د ترکیې سره په ګډه کار وکړو . ماهر اونال وویل چې ددینه د مخه د یونان سره ورته یوه پروژه سرته رسولې وه . دا ځل به د ترکیې د مردین، وان او شانلي اورفا او ایران پلازمینې تهران د معرفي کولو په برخه کې په ګډه کار وشي . د ګرځندویانو د جلب او جذب په برخه کې به هم په ګډه کار وشي.
د صباح ورځپاڼې ً د غزې په فیستیوال کې ۶۶ فلمونه نندارې ته وړاندې شول ً د سرلیک لاندې لیکلي دي پداسې حال کې چې نړۍ د کنس د فلمونو د فیستیوال په اړه خبرې دوام لري د فلسطین د غزې په تراړه کې د اسراییلو د محاصرې لاندې د فلمونو فیستیوال جوړ شو. نوموړی فیستیوال چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوی وو پایته ورسید. د نوموړي فیستیوال په چوکاټ کې ۱۲ فلمونه، ۱۷ مستند فلمونه، ۳۰ لنډ او ۷ هم کارتونیک فلمونه نندارې ته وړاندې شول.