د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې ً د اروپا د ویزو اړوند شرطونه د مې په میاشت کې سرته رسیږي ً د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د شوي تړون له مخې د روان میلادي کال د جون د میاشتې نه په اعتبار سره ټولنه د ترکیې د وګړو لپاره پرته د ویزې د سیاحت کولو مخه پرانیزي. اروپايی ټولنې د ویزې د معافیت په خاطر ترکیې ته خپل بعضې شراطونه وړاندې کړي وو چې ډیری پر ځای شوي او پاتې نور به يي د مې په میاشت کې پر ځای شي. د بله پلوه په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک پدې اړه وویل چې د مې د میاشتې په پیل کې به د اروپايي ټولنې لخوا ایښودل شوي ټول شرطونه پر ځای شي.
د ینې شفق ورځپاڼې ً د انګلستان پر وړاندې د لوی بري سلمه کلیزه د شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د انلګستان پر وړاندې د کوتول اماري د ستر بري سلمه کلیزه د اپریل په ۲۹ مه د ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ګډون د شاندارو مراسمو په ترڅ کې په استانبول کې لمانځل کیږي. د ویلو ده چې د کوت سیمه چې د نني عراق د پولو په منځ کې قرار لري په لومړنۍ نړۍواله جګړه کې انګلیس ځواکونو ته پکې ستره ماتې ورکړل شوه. ویل کیږي پدې مراسمو کې به د کوت د سیمې قومي مشران چې پدې جګړه کې نیکونو برخه اخیستې وه هم ګډون وکړي. ددې جګړې د اتلانو اتلولي به سل کاله وروسته نړۍ ته بیان شي. د ویلو ده چې د کوت په جګړه کې چې د عثماني امپراتورۍ د وروستي ستر بري په توګه ترینه یادونه کیږي د انګلستان ۶ جنرالان، ۴۷۶ افسران او ۱۳ زره ۳۰۹ تنه سرتیري اسیر نیول شوي ول.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي په جرمني کې د یو تلویزیون د ویاند چې ولسمشر اردوغان ته يي سپکاوی کړی وو محاکمه پيلیږي. د جرمني حکومت د نوموړي هیواد د تلویزیون د ویاند او کمډین لخوا د بهرني هیواد ولسمشر ته د سپکاوي له امله د هغه پر خلاف د څیړونو د پیلولو امر کړی وو. همداشان د حکومت دا امر د ماینز ښار څارنوالۍ ته رسیدلی دی . د ماینز د ښار لوی څارنوال ویلي وو چې د ویاند بوهمرمن پر خلاف د څیړونو د پيلولو په خاطر د حکومت هدایت او امر په تمه دي. د ماینز څارنوالي د ولسمشر اردوغان د مدافع د وکیلانو د نظر په تمه ده.
د خبرترک ورځپاڼې ً د ترکي ژبې ټولنه د ترکیې د ترکي ژبو نقشه جوړوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکي ژبې ټولنې د ترکي ژبې سیمو د نقشې د جوړولو په خاطر نسټوني بد وهل. د ترکي ژبې ټولنه به ددې نقشې د جوړولو په خاطر د کرکوک نه تر کوسووا، د یونان نه تر بلغاریا، د شمالي قبرس ترکي جمهوریت نه تر مقدونیه سیمې پورې د ترکیې په ترکي ژبه د خبرو کوونکو سیمې د معلومولو په خاطر د ۹ زرو سیمو نه لیدنه وکړي او پدې اړه به د ارقامو د راټولو نه وروسته نقشه جوړه کړي.
د وطن ورځپاڼې ً مادام توسو موزیم په استانبول کې پرانیستل کیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په نړۍ کې د موم نه د جوړو شوو هیکلونو تر ټولو مشهور د مادام توسو موزیم په نړۍ کې خپله ۲۱مه څانګه د روان میلادي کال په مني کې د استانبول د بې اوغلو په سیمه کې پرانیزي. پدې موزیم کې به تاریخي او کولتوري اتلانو سربیره د سپورت، هنر او سیاست د نړۍ د شاوخوا ۶۰ تنو نامتو څیرو هیکلونه جوړ او نندارې ته وړاندې شي.
ویل کیږي پدې نندارتون کې به د مصطفی کمال اتاترک او عثماني امپراتورۍ د نامتو څیرو سربیره د رونالدو ، برید پیت او انجیلینا ژولي په څیر د نامتو څیرو هیکلونه هم نندارې ته وړاندې شي.