د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

477603
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د وطن ورځپاڼې  ً د روسیې جنګي بیړۍ د ترکیې د بیرغ سره  تیره شوه  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې د سمندري ځواکونو اړوند  الکساندر اوتراکوسفسکي  جنګي بیړۍ  د تورې بحیرې نه د استانبول د فاسفورس  د تنګي نه  مرمرې سمندر ته  د تیریدو پورې پدې دوو ساعتونو کې  د ترکیې  بیرغ  ځوړند  کړی  وو. په کښتۍ  د ترکیې بیرغ  رپیده.

د ینې شفق ورځپاڼې  ً د استانبول د بې اوغلو په سیمه کې د ځانمرګي برید کوونکي هدف  اسراییلو اعلان کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د اسراییلو د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې ادارې ویلي دي چې  د روان میلادي کال د مارچ په ۱۹ مه نیټه  په استانبول کې  د ځانمرګي  برید چې له امله يي ۳ تنو اسراییلي او یو تن ایراني  ګرځندوی په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو اصلي هدف  د ترکیې د ګرځندوی  سکتور وو. د برید تر شا  لاس لرونکو  غوښتل چې  د ترکیې  د ګرځندوی سکتور ته  لویه ضربه  ورسوي. د اسراییلو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې د څه باندې  یوې میاشتې راهیسې پدې اړه  تحقیقات کوي چې  په ترلاسه شوو پایلو کې دا معلومه شوې ده چې  د داعش ځانمرګي برید کوونکي  اصلي هدف ګرځندویان وو.

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي په استانبول کې جوړیدونکي  د دولتي او خصوصي ادارو د همکارۍ  د روغتیا  او مالي سکتور په غونډه کې  د نړۍ مهم   شرکتونه  ګډون کوي. په خبر کې راغلي دي چې  دا غونډه  د اپریل په ۲۶ مه نيټه  د دوو ورځو لپاره  د ترکیې د روغتیا وزارت او د صدارات د پانګه والۍ نه د ملاتړ او د ترکیې د معرفي د ادارې په ملاتړ جوړیږي. پدې غونډه کې د قطر، متحده عربي اماراتو، هندوستان، تونس، قزاقستان او نایجریا په ګډون د نړۍ د شلو هیوادونو نه  مهم  شرکتونه  ګډون کوي.

د سټار ورځپاڼې  ً د بشریت مرکز  ترکیه  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي  عرب مدني ټولنو او فعالیونو  په کاناډا کې  د ترکیې نه د مننې په موخه  یو فیستیوال  جوړ کړ. په خبر کې راغلي دي چې  دا فیستیوال  د کاناډا  میسیساګا  په ښار کې د فیستیوالونو په جاده کې  د سوري د مدني ټولنو  او عربي هیوادونو د فعالینو لخوا جوړ شو. په فیستیوال کې ګډون کوونکو  په زرګونو تنو  د نړۍ د بشریت مرکز  ترکیه ، مننه ترکیې، په نړۍ کې د میلیونو تنو کډوالو یواځنی کوربه هیواد ترکیه  او په نړۍ کې  میلیونونو تنو مظلوماتو ته  په خپله سینه ځای ورکوونکی لویه ترکیه شتون لري په څیر  شعارونه  ورکول.

په فیستیوال کې ګډون کوونکو نړۍ ته  دا وښوده  چې  د ترکیې دروازې د نړۍ د ټولو او په ځانګړې توګه  د سوریې د مظلومو خلکو پر مخ  پرانیستي  دي.

د خبرترک ورځپاڼې  ً د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د ښځینه پیلوټانو په برخه کې  ریکاټ ټینګ کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت  د لومړي ځل لپاره د مارچ په میاشت کې  د شیکاګو – استانبول  سفر کوونکې  الوتکه  دوو تنو ښځینه پیلوټانو ته  وسپارله. د ترکیې د ملکي هوايي چلندن شرکت  چې ۱۰ کاله د مخه یواځې  ۶ تنه ښځینه پيلوټانو درلودې  نن  ورځ  د لسو تنو بهرنیو په ګډون  ۱۰۰ تنه ښځینه پيلوټانې  لري. د ترکیې د ملکي هوايی چلند  شرکت  ټولټال  ۴زره ۴۲۹ تنه پیلوټان لري. ددې پیلوټانو نه  ۷۶۵ تنه يي بهرنیان دي.



اړوند خبرونه